لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سپريم کورټ کې د سپيکر د رولنګ په اړه اورېدنه پېل شوې


د پاکستان په سپريم کورټ کې د سپیکر په رولنګ يا د بې باورۍ د تحریک د قرارداد مسترد کولو د رولنګ يا حکم په اړوند اورېدنه روانه ده او د ځايي ميډيا ترمخه د پيپلز ګوند رضا رباني عدالت ته خپل دلايل وړاندې کړي دي.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې ده.

سپريم کورټ په دغه اړه د خپله انده/ از خود نوټس اهم اخستی وو.

په درېم اپرېل په دغه قضيه د سپريم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ اورېدنه پېل کړې، د پرون پورې يې ځنډولې او بيا پرون هم اورېدنه شوې او نن بيا دغه اورېدنه پېل شوې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه د پيپلز ګوند رضا رباني عدالت ته خواست کړی چې عدالت دې د سپيکر رولنګ غېر اييني وګرځوي، او د قومي سلامتي کونسل د غونډې نکات او مشکوک خط دې عدالت را وغواړي، د سپيکر رولنګ دې غېر قانونه وګرځوي او ايين دې بحال کړي.

د حکومت مخالفه ګوندونو د پوځ نه سپيناوی هم غوښتی چې د ملي امنيت د کونسل په غونډه کې د بهرني سازش په اړه شوي بحث باندې خپل دريځ وړاندې کړي.

مخالفه ګوندونو دغه سپيناوی په داسې حال کې غوښتی چې وزیراعظم عمران خان دعوه کړې مخالفه ګوندونو د بهرني هيواد (امریکې) په سازش د هغه پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی، خو امریکې دغه تور رد کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG