لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعدالتي فیصلې راتلو وروسته صوبایي اسمبلۍ هم ماتېدای شي،څېړونکي وایي


دپاکستان قامي اسمبلۍ له ړنګیدو راپدیخوا څيړونکي وايي د عدالتي فېصلې وروسته د نورو صوبو لمړي وزيران هم صوبایي اسمبلۍ ماتولی شي۔

خو د خیبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار محمد علي سیف ويلي د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دماتولو لا کوم پلان نشته اؤ د نورو صوبو لخوا هم لا په دغه اړه کوم واضحه بيانونه مخې ته نه دي راغلي.

د اتوار په ورځ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په وینا دهیواد صدر قامي اسمبلي ماته کړې ده چې اپوزیشن ددې پرضد سپریم کورټ ته تللی اؤ سپریم کورټ له خپله انده هم په دې معامله نوټس اخستی دی .

څيړونکي وايي عموماً داسې حال کې صوبایي اسمبلۍ هم تحليل کيږي او ملک کې نوي انتخابات وشي، خو په موجوده وخت کې د يوې صوبې لخوا هم لا په ښکاره داسې کوم څه نه دي ويل شوي چې ګنې اسمبلۍ به ماتېږي۔

په پېښور کې وتلی خبريال مشتاق يوسفزی وايي د قامي اسمبلۍ ماتولو مسله په عدالت کې روانه ده ، د پاکستان تحريک انصاف مشران غواړي چې ټولې صوبائي اسمبلۍ ماتې کړي او ټول ملک کې په يو ځائ دقامي اؤ صوبایي اسمبلیو انتخابات وشي، خو لا هم د عدالت فېصلې ته انتظار کوي۔

"دا مسله لا هم عدالت کې روانه ده خو د پاکستان تحريک انصاف حکومت په صوبه کې اکثريت لري او دوئ ته دعدم اعتماد کوم خطر نشته، خو که عدالت د قومي اسمبلۍ ماتول قانوني وګرځول نو بيا به دوئ د صوبو اسمبلۍ ماتې کړي "

قانون پوهانو ډيوه ته وويل د صوبایي اسمبليو ماتولو طريقه کار دا دی چې وزير اعلا دصوبې ګورنر ته د اسمبلۍ ماتولو تجويز ورکړي په هغې عمل کولو سره ګورنر د صوبائي اسمبلۍ تحليل کولو امر وکړي.

څيړونکي وايي په پنجاب ، خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې اتحاديانو سره په ګډه دپاکستان تحريک انصاف حکومت دی چې کله هم وغواړي دغه اسمبلۍ په اسانه ماتولی شي خو په سیند صوبه کې بيا د پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت دی او څيړونکي وايي چې دوئ ته نه ښکاري چې د سیند اسمبلۍ به کوم صورتحال کې هم ماته کړل شي.

وکيل عمر فاروق ډيوه ته وويل که سیند صوبه کې اسمبلي ماته نه شي نو خپل وخت به سر ته رسوي او بيا به انتخابات کيږي.

"قانوني لار دا ده چې د صوبې وزير اعلا به ګورنر ته تجويز ورکوي چي اسمبلۍ دې ماتې کړی شي خو که سیند صوبه داسې ونه کړي نو خپل وخت به پوره کوي او بيا انتخابات کولی شي"

قانون پوهان وايي د ارټيکل ۱۱۲م لاندې چې کله د صوبې وزير اعلا ګورنر ته د اسمبلۍ ماتولو تجويز ورکړي نو په اته څلويښتو ساعتو کې دننه به اسمبلي ماتېږي او که ونه شي نو اسمبلې به بيا ماته ګڼل کيږي۔

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلا کار ببرسټر محمد علي سېف په پېښور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دماتولو لا هم کومه فېصله نه ده شوې د سپريم کورټ دفېصلې راتلو وروسته به پريکړه کولی شي چې اسمبلې تحليل کړل شي او که نه؟

څيړونکي وايي چې د وزير اعظم د اسمبلۍ ماتولو تجويز،او د صدر لخوا ددغه تجويز منظورؤلو ترڅنګ ډيرې خبرې د عدالتي فېصلې سره تړلې دې او د هغې فېصلې راتلو وروسته به راتلونکې سياسي منظر نامه واضحه شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG