لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سیاسي کړکیچ:حکومت اؤ اپوزیشن دواړو سپریم کورټ ته سترګې نیولي


pakistani politics
pakistani politics

په داسې حال کې چې د پاکستان سپریم کورټ پنځه کسیزه لارجر بینچ د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک رد کیدو وروسته د رامنځته شوي سیاسي وضعیت په اړه دمشر قاضي لخوا اخستل شوي د ازخود نوټس اوریدنه دوام لري، حکومت او مخالف ګوندونه دواړه هم د سترعدالت څخه د ایین تر مخه د پریکړې هیلې لري-

د مسلم لیګ صدر شهباز شریف د مطبوعاتوسره خبرو کې وویل د سپریم کورټ څخه هیله لري چې د ایین حفاظت به وکړي-

هغه وایي ټول وکیلان متفقه راېې لري چې ډپټې اسپیکر د اپریل په دریمه نیټه د بې باورۍ په تحریک رد کولو دایین سرغړونه کړې او ددې په نتیجه کې وزیراعظم او صدر هم ایین مات کړی دی-

هغه وایي که عدالت ددې غیراییني ګام مخه ونه نیولی شوه نو هیواد ته زیان رسیدلی شي-

شهباز شریف دپوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ایي ایس پي ار د ویاند میجر جنرل بابر افتخار څخه غوښټنه کړې که چرې مخالفو ګوندونو غداری کړې وي نو ثبوت دې د قام سره شریک کړی شي-

د عوامې نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي د اسپیکر په نوم رولنګ ورکول جعلي او د ایین په ضد اقدام دی-

هغه وایي دایین د بالادستي به ساتل وي او دداسې منځنۍ لارې خپلولو څخه به ډډه کول وي جمهوریت ته ترې خطره وي-

میا افتخار حسین زیاته کړې عمران خان د سازش د لارې راغلې ؤ او اوس یو ځل بیا د سازش د لارې راتګ غواړي خو مخالف ګوندونونه به د هغه په ضد ایینې او قانوني لاره خپلوي-

د پیپلز ګوند مشر نومیالي مشر قمر زمان کائره د تحریک انصاف له اړخه ټول هیواد کې د احتجاج کولو دړکې په سپریم کورټ افشار ګرځوي او وايی سپریم کورټ به د تاریخ یوه لویه پریکړه کوي-

رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي "عدالت ته به کتل وي دا یوازې یوه پیښه یا د قانون مسله نه ده- د عدالت ذمه وارې ده چې پاکستان بچ کړي یا ختم شي"

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ ویلي وو امنیتې ادارو ته به د حالاتو په اړه خپل دریځ مخې ته راوړل وي- د

هغه دا هم ویلي وؤ چې عدالتي کاروایي تر څو ورځو پورې ځنډول شکونه رامنځ ته کوي-

تر دې وړاندې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تیره ورځ یوې جلسې ته وینا کې ویلي وو عدالت ته به د ایین تر مخه پریکړه کول وي،پارلیمان باندې لګیدلی داغ به وینځل وي- که چرې پر ایین عمل ونه شو نو ټاکنې به متنازعه وي-

بل پلو ته حکومت د مخالفو ګوندونو د بې باورۍ تحریک یو نړیوال سازش ګرځوي،

د تحریک انصاف یو مشر فواد چوهدري یو بهرني خبرې چینل سره خبرو کې یو ځل بیا تکرار کړې، لیک یو سیاسی کیبل نه، بلکې یو سازش او د حکومت په ضد سنجیده دړکه ده-

مخالفو ګوندونو په دې اړه عدالت څخه زر تر زر دپریکړې کولو دخواست ترڅنګ د د نیشنل سیکیورټې کمیټۍ دغونډې دجذیاتو راغوښتلو خواست هم کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG