لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان سیاست کې تندروه رویې،څېړونکي وایي د"غدارۍ" ټاپې به جمهوریت زیانمن کړي


د پاکستان په غټو قامي ورځپاڼو کې هم نن په ملک کې په روان سیاسي او ایېني بحران بحث شوی دی او په خپلو اداريو کې ورځپاڼو ليکلي چې د پاکستان ایين ملک سره د غدارۍ په اړه شق او د "غدار" ټکي بې ځايه استعمال به ملک کې جمهوريت ته زيان رسوي.

د ملک سياسي او قانوني څيړونکي هم دا نظر لري چې دا مهال ملک کې د سياسي او ایېني بحران په موقعه څه کيږي دا قسمه رويې او انتها پسندي د ملک په سياست او د عام ولس په سوچ کې هم شدت ښايي.

د پېښور پوهنتون د امن او دشخړو دهواري د تعليماتو دڅانګې يو استاد ډاکټر جميل احمد وايي پاکستان کې د نورو مسلو لکه د مذهب، مسلک، فرقې او د قام په هکله چې څه رقم تندلاریتوب په نظر راځي سياست کې هم دا ښکاره ده.
هغه وايي"که نن د ارټيکل شپږ، د غدارۍ او دې سره تړلې د مرګ يعنې د پهانسي د سزا خبره د يو بل لپاره کيږي نو دا د پاکستان د عمومي ژوند او فکر ترجماني کوي"

ډاکټر جميل احمد وايي که د پاکستان د ایين لاندې دباوري شوؤ بنيادي حقونو سرغړونه وشي نو څوک دغه رقم بحث نه کوي خو چې کله سياست کې داسې قسمه حالات راشي نو په سياسي مسلو باندې اکثر خلک د ایين د غدارۍ په دغه شق خبره کوي.

د ډاکټر جميل احمد په وینا"ایين د رياست او د هغه ځائ د اوسيدونکيو تر مينځه يوه معاهده ده، د ایين ماتول په هر شکل کې دایين ماتول دي. خو د سزا په اړه په راروانو وختونو کې جمهوري نظام له پکار دي چې په دې غور وکړي. خو په ایين شکنۍ بلکل هم خاموش پاتې کېدل نه دي پکار ولې چې هم ددې له امله د رياست بېلا بېلې اکايانې يو ځای دي او د پاکستان وجود پرې دوامدار دی"

يو بل سياسي څيړونکی او قانون پوهه شهاب خټک وايي په ایين کې په شپږم شق يا ارټيکل کې دا ډېره ښکاره ده چې غداري څه ته وايي. خو هغه وايي نن سبا په ټولنيزو رسنيو په خلکو دغه تور ډېر په اسانه لګول کيږي او وايي په موجوده سياسي بحران کې چې کوم غېر ایيني کارونه کيږي دا څه وړومبی ځل نه دی.

شهاب خټک وايي"د جنرال پروېز مشرف پر ضد خو په باقاعده توګه مقدمه موجود ده چې هغه د غدارۍ مرتکب شوی او دغسې د هغې نه وړاندې يحي خان هم. غداري په بنيادي توګه د قوت او د طاقت او ټوپک په زور حکومت نيول او ایين ختمول يا ځنډول او معطل کول دي"

هغه زیاتوي "دا جرمونه چې تر څو چا نه وي کړي نو زما خپل خيال دا دی چې په هغه باندې ارټيکل شپږ نه شي لګېدلی. دا وېلی شو چې يو غېر قانوني او غېر ایيني کار يې وکړو، او دې د پاره سپريم کورټ او نور عدالتونه موجود دي هغوي يې ختمولی شي"

پېښور سره تعلق لرونکی یو بل وکيل او سياسي فعال فرهاد اپريدی وايي چې ایين شکني خو شوې ده خو اوس د عدالتونو مخې ته دا سوال پروت دی چې مونږ به د نظريه ضرورت تر مخه د پاکستان د قامي سلامتيا لپاره د ځينوخلکو د خواهشاتو مطابق فېصله کوؤ او که ایين مقدس دی او په دې باندې د عمل کولو لپاره يوه داسې فېصله مخې ته راوړو چې هغه يو مثال وي او په راروان وختونو کې داسې ایين شکني نه کيږي.

هغه وايي"مونږ دا تمه لرو چې فېصله به د ایین په حق کې راشي. نه چې د يو ګوند، حکومت، فرد او يا د څه مخصوص سوچ لرونکيو په حق کې دې فېصله وشي. چې بيا کله زمونږ ایين ماتولی شي او يا يې پامالي کيږي نو مونږ ورته دا فېصله د يو نظير په توګه وړاندې کوو. قوي امکان دا دی چې عدالت به دومره تکړه وي چې هغه به ایين ساتنه په پام کې ساتي او د ایین په حق کې به فېصله وکړي"

د پاکستان دغه ایيني او سياسي بحران کې دتندلاریتوب سوچ او غېر جمهوري رويې په کتو راځي او د پاکستان انګرېزۍ ورځپاڼې ډان هم په دې بحث کړی دی.

ډان ورځپاڼه وايي که د خلکو په وفادارۍ داسې سوالونه پورته کول او د غدار د ټاپې لګولو ددغه سوچ مخ نيوی ونه شو نو دا به دجمهوريت لپاره بدې نتيجې راوړي.

XS
SM
MD
LG