لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مريم نواز: امنيتي ادارې دې د خط سپيناوی وکړي


د پاکستان مسلم لیګ ن مرستيالې مشرې (نايب صدر) مريم نواز ويلي، امنیتي ادارې د خط سپيناوی وکړي او پوځ دې رښتيا د ولس په وړاندې کېږدي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کړې چې د هغه د حکومت پرضد د بهر نه سازش شوی، هغه د امریکا نوم اخستی او دعوه يې کړې چې مخالفه ګوونو د بهرني سازش لاندې د هغه پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو.

خو امريکا د عمران خان تور رد کړی چې د هغه د حکومت پرضد يې سازش کړی دی.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې ده.

د مخالفه ګوند مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې تير د پينځم اپرېل په ماسخوتن خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي، عمران خان ويلي چې مخالفه ګوندونه د هغه پرضد په سازش کې شامل دي. خو تراوسه پورې هغه خط ښکاره نه کړی شو ځکه چې هغه خط وجود نه لري.

مريم نواز دعوه کړې که د خط خبره رښتيا وی نو په عدالت کې به ښکاره کړی شوی وی او قوم ته به ښودل شوی وی، او ايين ماتول ورته اسان وو خو خط ښکاره کول ورته ګران دي.

د مسلم ليګ ن مشرې دا دعوه هم کړې ده دغه خط چې سازش ورته ويل کيږي، د بهرنيو چارو په وزارت کې تيار کړی شوی دی او زیاته کړې یې ده عمران خان د ملي امنيت شورا د خپلو ذاتي ګټو دپاره کارولې ده.

د عمران خان په سپارښتنه صدر عارف علوي قومي اسمبلي ماته کړې او عمران خان بیا ويلي د نوو انتخاباتو تياری کوئ.

د ځايي میډيا ترمخه عمران خان د موقتي يا نګران حکومت دپاره د وزيراعظم نوم تجويز کړی او د اپوزيشن مشر شهباز شريف نه يې هم نوم غوښتی دی.

خو مخالفه ګوندونه وايي، اول دې د درېم اپرېل د قومي اسمبلۍ عمل فېصله شي.

د درېم اپرېل د سپيکر په رولنګ د پاکستان سپريم کورټ از خود نوټس هم اخستی او اورېدنه يې پېل کړې د ځايي ميډیا ترمخه د چيف جسټس په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ دغه اورېدنه کوي او امکان دی چې نن په دغه اړوند فېصله واوروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG