لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان تاریخ کې دروپۍ بیعه تر ټولو لاندې کچې ته وغورځېده، یو ډالر186.30 روپو ته ورسېدو


پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي بدې اغیزې په په چټکتیا سره ددې هیواد په اقتصاد کیږي اؤ دچهارشنبې په ورځ دپاکستاني روپۍ نرخ دتاریخ تر ټولو لاندې کچې ته غورځېدلی دی.

نن پاکستان کې د امریکایي ډالر نرخ کې یوه روپۍ اؤ اووه پیسې اضافه شوې ده اؤ مارکیټ کې دکاروبار په پیل یو ډالر په 186 روپۍ اؤ 30 پیسې تبادله شوی دی چې تر دې وړاندې پاکستان کې کله هم ډالر دومره نه ؤ ګران شوی.

دپاکستاني روپۍ نرخ وروسته له هغې په چټکتیا سره په ښکته روان دی چې پاکستان کې دمارچ دمیاشتې نه سیاسي اړي ګړي اؤ سنګین اییني بحران سر راپورته کړی دی.

د مارچ د وړومبۍ نیټې نه تر دې دمه پاکستان کې د ډالر په نرخ کې 8.59 روپۍ اضافه شوې ده.

تیره ورځ بانکونو کې یو ډالر د یوې روپۍ اؤ 14 پیسو اضافې سره په 185.23 روپو اؤ په خلاص مارکیټ کې 186.50 روپو تبادله شوی ؤ.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د سیاسي کړکېچ او اییني بحران له امله نیغ په نیغه په اقتصاد اغیزې کیږي.

"ددې سېاسي بې یقینۍ له امله په اقتصاد بدې اغیزې کیږې اوس به نړی وال بینک هم خپل فنډونه ودروي د ايي ایم ایف سره چې کومه د اصلاحاتو لوظنامه شوې هغه به هم ودریږي زمونږه د زرمبادله ذخیره 12اربه ډالره ته راکوزه شوې چې د دوو میاشتو د درامدي بل هم نه پوره کیږي"

د پاکستان مرکزي بینک وایي روان مالي کال په نهو میاشتو کې تجارتي خساره 70فیصدي زیاته شوې او د 60اربو ډالرو درامداتو کې 35 اربه ډالره خساره ریکارډ کړی شوې ده.

تیره اوونۍ موډیز په خپل رپوړټ کې ویلي وؤ چې پاکستان په اقتصادي درجو کی دB نه C ته تللی او په دغه هیوادونو کې شامل ملکونه د پیسو په بېرته ستنولو کې مشکلاتو سره مخ دي.

مرکزي بینک وایي د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کمه شوې او د تجارتي او مالیاتي خسارې له امله پاکستاني روپې د فشار سره مخ ده او په ګرانۍ کې اضافه کیږي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG