لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبهرني سازش تور:دعمران خان قول وفعل کې واضحه تضاد لیدل شي،څېړونکي وایي


څیړونکي او سیاسي پوهان وایي دتحریک انصاف دمشر عمران خان په قول او فعل کی تضاد لیدل کیږي کیږي ځکه چې یو اړخ ته د پاړټۍ مشر او کارکوونکي پخپل حکومت ختمیدو خوشحالۍ کوي اؤ بل اړخ ته په پنجاب صوبه کې خپل حکومت غواړي.

څېړونکي وایي یو سیاسي ګوند ته هم دا اجازه نشته چې د ثبوت نه بغیر په چا د غداري تورونه ولګوي او په هغوئ پسې ملنډې وکړي.

سیاسی پوهان په دې نظر دي چې په موجوده اییني بحران کې د وړاندې نه کمزوری جمهوریت او جمهوري روایات د خطرو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کی پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی او د سپریم کورټ وکیل سلیم خان ایډوکیټ وایي ددې مثال داسې دی چی یو ناپوهه انسان ته چاړه په لاس کې ورکړې هغه خپل ځان ته هم نقصان رسوي او د بل د نقصان هم پرواه نه کوي.

سلیم ایډوکیټ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي دموجوده ایینی بحران له امله جمهوریت او جمهوري روایاتو ته خطرې راوړاندې کیږي او دا وخت تر ټولو زیاته ذمه واري په ستره محکمه یا سپریم کورټ راځي چه د ایین سمه تشریح وکړي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د روانې میاشتې په دریمه نیټه د پاکستان قامي اسمبلي په دې وجه ماته کړې وه چې د امریکې لخوا په سازش د هغه دحکومت ختمولو هڅې روانې دي او مخالفه سیاسي ګوندونه هم په دې سازش کې ککړ دي.

خو تیره ورځ وزیر اعظم. عمران خان د پنجاب صوبې سفر کړی ؤ ترڅو په صوبه کې د خپل حکومت په ضد د بې باورۍ تحریک ناکام کړي.

د سیاسیاتو د څانګې استاد پروفیسر شاه نواز مشال وایي عمران خان اوس د خپلې کارکردګۍ په ځائ د امریکا کارډ کارول غواړي اؤ د اسمبلۍ ماتولو مطلب دادی چې نګران حکومت د مخالفو ګوندونو په ځائ دده په خوښه راشي او د امریکې دسازش په نعره د ووټ اخستو دپاره خپله حکومتي کارکردګي پټه وساتي.

بل اړخ ته په میډیا او سوشل میډیا داسې ویډیو ګانې هم خپرې شوي چې د تحریک انصاف کارکوونکي د حکومت په ختمیدو خوشحاله دي او د مخالفو سیاسی ګوندونو په ضد ملنډې کوي.

د تحریک انصاف غړي محمد عادل شیخ یو شخصي ټیلی ویژن ته ویلي یو طرفته ضمیر فروشه او لوټې دي او بل طرفته ټول قام د عمران خان سره ولاړ دی .

خو څېړونکي وایي د پي ټي ایي د مشر او کارکوونکو په قول او فعل کې تضاد لیدل کیږي ځکه چې دوئ یو لوري ته دخپل حکومت په ختمیدو خوشحالۍ کوي اؤ بل لوري ته عمران خان د ټویټر د لارې د پنجاب اسمبلې غړو ته وایي د اعلا وزیر په انتخاب کې چوهدري پرویز الهی ته ووټ ورکړئ او که چا ووټ ورنکړو خلاف به یې کاروایي کیږي.

په سوشل میډیا د تحریک انصاف د دوه مخيزه پالیسۍ په اړه هم نیوکې روانې دي اؤ د فیس بک د لارې د عبد الشکور په نوم یو فعال دعمران خان نه پوښتنه کړې "سوال دا پیدا کیږي چې امریکې سازش کړی نو د ګامونو پورته کولو په ځائ دې خپل حکومت ولې ختم کړو ؟"

یو بل تن مرزا رمضان د فیس بک د لارې وایي د امریکایې سازش نه بچ کیدو له وجې دې اسمبلې ماته کړه او په امریکا کې دناست تن نوم دې د نګران وزیراعظم دپاره تجویز کړی.

دا په داسې حال کې ده چې رايټرز خبري شبکې د پاکستاني ځواکونو په حواله خپل رپورټ کې ویلي د عمران خان حکومت په ضد داسې څه سازش نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG