لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ د قومي اسمبلۍ د کړکېچ اورېدنه ځنډولې، وایي «څه چې وشول ددې مثال نه موندل کېږي»


اسلام اباد+ واشنګټن ــــ د پاکستان سپریم کورټ ویلي، ښکارېدله چې د عدم اعتماد تحریک به کامیابه شي خو په کومه ورځ چې رایې ورکول کېده په هغه ورځ د ډپټي سپیکر رولنګ راغلو، عدالت ویلي د ایین ارټیکل 69 پخپل ځای خو څه چې وشول ددې مثال هم نه موندل کېږي او که داسې کار بیا کېږي نو اثرات به يې ډېر بد وي.

د پاکستان سپریم کورټ د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپیکر له خوا د عمران خان پرضد د عدم اعتماد د تحریک رد کولو په حقله پخپله اورونه کې وړاندې کارروايي تر سبا پورې ځنډولې ده.

په پاکستان کې سياسي ګوندونه او دوکيلانو تنظيمونه د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر له خوا د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورى تحريک رد کېدو پرېکړه د آیین سرغړونه ګڼي.

د اپوزیشن مشر شهباز شریف میډیا ته ویلي د پوځ او استخباراتي ادارې مشر نه يې غوښتلي چې په دوی د عمران خان له خوا د غدارۍ لګول شویو تورورنو ته دې کتنه وکړي.

"د ټول قوم وړاندې د نایب سپیکر دلارې عمران خان نیازي د پارلیمان 197 غړو ته غدار وویل. د پوځ مشر جنرل باجوه او د ای ایس ای مشر نه غواړم چې که چېرې مونږ غداران یو نو ټول قوم او اعلا عدالت ته دې ددې ثبوت وړاندې کړي. که داسې نه وي نو بیا دې دروغ ښکاره کړي".

بل اړخ ته د ١٠٠ نه زياتو وکيلانو، د بشري حقونو فعالانو او خبريالانو د اعلى عدالت د مشر قاضي عمر عطا بنديال په نوم ليکلي د يو شريک خط د لارې د سپيکر د رولنګ یا حکم په ضد د عدالت د سوموټو نوټس اورېدنې پرېکړه د ملکي دستور سره سم کولو ټينګار کړى دى.

دوي د مشر قاضي څخه د وزير اعظم عمران خان له خوا د هغه د حکومت راغورځولو لپاره د بهرنيو طاقتونو د سازش د پلټنو په اړه د کمېشن جوړولو خواست هم کړى دى.

د صدر عارف علوي وکيل بيرسټر علي ظفر د پينځه کسيزه بېنچ په وړاندې پخپلو دليلونو کې وويل د ملکي دستور ٦٤ تر ٦٨ د پارليمان کاروایي ته تحفظ ورکوي او د علي ظفر په وينا که يو ځل عدالت د پارليمان کاروايي باندې څه پرېکړه وکړه نو راتلونکي کې به د پارليمان نه هره خبره سپريم کوټ ته راوړل کيږي.

د بېنچ د پوښتنې په ځواب کې هغه وويل د قامي اسمبلۍ سپيکر يواځې اېوان ته ځواب ورکوونکی وي او يواځې اېوان دا اختيار لري چي د سپيکر پرېکړه بیرته ختمه کړي.

د ملک اپوزیشن د پي ټي ايي د نایب سپیکر نه پس اوس په پنجاب کې د سپیکر چوهدري پروېز الهي پرضد د ناباورۍ د تحریک راوړلو اعلان کړی دی.

رویټرز خبري ادارې ته د نوم پټ ساتلو په بنیاد د پاکستان د امنیتي ادارې یو مهم کس ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو ته د عمران خان د بهرني سازش د تورونو څه باوري ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي.

که څه هم قانون پوهان او څېړنکاران دې هر څه ته په پاکستان کې د اییني بحران په نظر ګوري خو د پاکستان د حکومت د قانوني ټیم یو وکیل محمد اظهر صدیقي وايي هغوی ورته داسې نه ګوري:

"دغې معاملې ته دي عدالت د ایین د 69-A مادې په رڼا کې وګوري چې د عدم اعتماد د تحریک ټوله کارروايي به د پارلیمان دننه کېږي او عدالت پرې پوښتنې نه شي کولای، بله دا چې ز نه ګڼم اقتصادي او نورې مسلې ددې مقدمې سره اغېزمنې کېدای شي. مقدمه جاري ده او طمع کیږي په دې هفته کې به يې فېصله راشي".

دا لا نه ده معلومه چې ددې مقدمې فېصله به کله پورې وشي او څه به وي، خو د پاکستان د صدر عارف علوي دفتر د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وايي، د اییني تقاضې ترمخه يې د ملک انتخابي کمیشن ته د نوي الېکشن دپاره د نېټې ټاکلو وینا کړې ده.

دا هم لا نه ده معلومه چې د پاکستان انتخابي کمیشن په 90 ورځو کې دننه په ټول ملک کې د الیکشن دپاره انتظامات کولای شي که نه، خو په انتخاباتو نظر ساتونکې ادارې فافین دې هفتې دا ضرور ویلي وو، چې د وخت نه وړاندې د الیکشن کولو یو شمېر اییني، قانوني او انتظامي چېلنجونه دي او دا هم چې د موجوده حالاتو دلاسه جوړ سیاسي تقسیم او د خلکو ګډوډي د تشدد شکل هم اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG