لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم کرښه د اوښتو نوي نظام افغانان سخت ازمیښت سره مخ کړي دي


دپاکستان له اړخه په تذکره افغانانو له تورخم د لارې خپل هیواد ته دبېرته تګ داجازې نه ورکړل کیدو له امله د سلګونو په شمیره کښې افغانان چې پکښې زنانه, ماشومان اؤ مریضان هم شامل دي, د تورخم په پوله اؤ د خیبر ضلع لنډیکوتل سیمه کښې راایسار شوي اؤ دغه افغانان روژه په خوله د سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

په تورخم کښې دګمارل شوي یو حکومتي چارواکي غنچه ګل په وینا هغوئ ته د مرکزي حکومت له اړخه کلک امر شوی چې په افغان تذکره به هیڅ یو افغان له دتورخم دلارې افغانستان ته د تګ اجازت نه شي ورکول کیدای اؤ یوازې هاغه افغانان په بېرته خپل هیواد ته اوښتي شي چې ورسره قانونی ویزه وي.

غنچه ګل زیاته کړه چې هسې خو د مارچ په اوله کښې مرکزي حکومت د Individual Voluntary Arrangement System یا (IVAS) په نوم د یو نوي نظام له مخه ضروري ګرځولې وه چې بغیر د ویزې به په بل هیڅ کوم سند افغانانو ته دتورخم د لارې دبېرته ستنېدو اجازت ورنه کړی شي.

خو هغه وایي بیا وروسته پاکستان ته د چمن پولې د لارې په تذکره د راغلو ګڼ شمیر افغانانو په غوښتنو هغوئ له د اپریل تر څلورمې نیټې په خپلو تذکرو دتورخم د لارې دبېرته ستنېدو اجازت ورکړی شوی ؤ البته اوس دغه اسانتیا بېرته اخستل شوي دي.

بل اړخ ته د افغانستان انټر منسټیریل کوارډینیشن سیل له اړخه خپره شوې یوه اعلامیه کښې هم ویل شوي چی په افغان تذکره د افغانستان له اړخه پاکستان ته داخلیدل او بېرته افغانستان ته تلل په مکمله توګه تړل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې افغانانو ته په تذکره سپین دبولدک د لارې چمن ته د داخلیدو اجازه لري البته ددې نه علاوه افغانانو ته د بلې کومې پولې د لارې په تذکره پاکستان ته د تلو راتلو اجازت نشته.

د پاکستان حکومت لخوا دې ګام په افغان کارډ یا تذکره خپل هیواد ته بېرته ستېدونکي افغانان د روژې میاشت کې د لویې مشکل اؤ ازمیښت سره مخ کړي دي.

د سلګونو په شمیره کښې دغه افغانان, څوک چې زیاتره یا خو د درملنې د پاره, یا د کاروبار په غرض اؤ یا د نورې سود سودا د پاره په دې وروستیو کښې په خپلو تذکرو پاکستان ته راغلي وؤ اؤ اوس د روژې د پاره بېرته خپل هیواد ته ستنیدل غواړي ،هغوئ د نوي نظام له امله په پوله دپاکستان لوري ته بند پاتې شوي دي.

هم دغسې ایسار پاتې شوؤ افغانانو کې یو تن چې نوم یي امین خوګیاڼی دی, وایي چې دوئ کښې زیاتره بیرته تلونکي کسان نه خو پاکستان کښې کومې مالي وسیلې لري اؤ نه خپل د استوګنې ځائ.

ورسره د هغه په وینا دوئ کښې زیاتره کسان اوس دا مالي توان هم نه لري چې بېرته پيښور یا بل کوم ښار ته لاړ شي اؤ مجبوره دي چې د خپل ټبر سره د شین اسمان لاندې هم په تورخم کښې ایسار شي چرته چې نه خو د سر سوری شته اؤ نه د ښځو د پردې څه انتظام شته.

د زرمست په نوم یوه بل اافغان د پاکستان حکومت نه غوښته وکړه چې باید د انساني همدردۍ د لارې دې هغوئ اؤ د هغوئ بچو له دبېرته تګ اجازت ورکړی شي

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG