لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سپريم کورټ پرېکړې د انصاف هيلې را اوچتې کړي


د پاکستان سپريم کورټ چې پرون د قومي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر د بې باورۍ د تحریک، او اسمبلۍ ماتولو په اړه کومه پرېکړه کړې، سیاستوالو، د بشري حقونو فعالو، وکيلانو او نورو ګڼو خلکو يې ستاينې کړې خو ورسره يې هيله څرګنده کړې چې دا عدالتونه به د بې درکه خلکو د قضيو په ګډون د نورو بشري بنيادي اييني، قانوني حقونو په لړ کې هم انصاف ورکړي.

د پاکستان پييپلز ګوند يو مشر او پخواني سېنيټر فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

"نن د سپريم کورټ فېصلې دا امېدونه را اوچت کړي دي چې هم دغسې زړه ورې فېصلې به د کلونو راهسې په زوره د بې درکه کسانو په لړ کې هم وکړي، کومه چې د خلکو د بنيادي حقونو د اوږدې مسله ده".

تېره ورځ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په اسلام اباد کې د مخالفه ګوندونو ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې د سپريم کورټ پرونۍ پرېکړې ته تاريخي ویلي دي، خو ورسره يې زياته کړې چې زمونږ امتحان به اوس د دې نه وروسته شورو شي.

"زمونږ مسلې دومره حد ته رسيدلي چې په هغې کې ، ايکشن ان اېډ سول پاور ريګولېشن دی، ميليټرايزېشن دې، دلته په پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ او باقي علاقو کې د بې درکه کسانومسله ده، دا ټولې مسلې به اوس حل کول، او د دې مسلو د حل کولو زمه واري اوس په مونږ راځي، قوم چې کومې تمې لري هيله زمونږ مشرتابه (سياسي مشرتابه) به دغه تمې او هيلې پوره کړي".

د پاکستان سپريم کورټ پرونۍ فېصله زياترو خلکو په دې الفاظ ستايلې چې دغه تاريخي فېصله د کوم ګوند يا شخصيتونو ګټه نه ده بلکې ګټه د ايين او جمهوريت شوې ده.

قانون پوهه وکيل رحیم وزیر وايي، د سپریم کورټ فېصله په ډېرو حوالو د ستاينې وړ ده، خو د دې سره د سپریم کورټ ججانو له اوس په دې هم سوچ پکار دی چې د پاکستان ايين عام ولس ته کوم بنيادي حقونه ورکړي دي او هغه خلکو ته نه دي ترلاسه او ډېر حقونه تروړل شوي دي پکار ده چې عدالت عامو خلکو ته هم دغه انصاف ورکړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "سپريم کورټ چې د قومي اسمبلۍ د قضيې په اړه د 184 مادې لاندې کوم خپل ځاني نوټس اخستی وو دغه ماده د ټول ملک دپاره ده او سپريم کورټ د دغه مادې لاندې په ټول ملک کې په هره مسله د خپله انده نوټس اخستی شي".

نوموړي زیاته کړه "دوی وايي چې سپريم کورټ اختيار لري، او اساسي قانون (ايين) دومره واضحه دی او هر څه پکې په ډاګه دي چې څوک د چا نه ژوند نه شي اخستلی څوک وژنې نه نشي کولی، څوک بې د کوم جرم نه ګرفتارولی او په بند کې ساتلی هم نه شي، دا ټول هر څه چې کيږي په قانون کې هر څه ښکاره مالوم دي".

هغه وويل که څوک قانون په لاس کې اخلي نود هغې مطلب دا دی چې د ايين سرغړونه ده، نو پکار ده چې عدالتونه دغه رنګ د غېر قانونه او غېر اييني کارونو مخه هم ونيسي.

يو بل قانون پوهه وکيل رحيم شاه اپریدی اېډوکېټ هم وايي سپريم کورټ په ظاهره ډيره سمه پريکړه کړې ده خو دلته ډيرې خبرې شکمنې دې په راتلونکي کې به پته لګې چې د دې په شا څه وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل"زما په خيال عدالتونه دومره له ازاد نه دي چې د رياستي ادارو خلاف فېصلې وکړي، دلته د بهټو د مرګ فېصله داسې پرته ده، دلته د جسټس وقار کېس فېصله پاتې ده، عدالت دلته داسې فېصله چرته هم نه کوي چې ادارې ترې خفه شي، خو دا يو فېصله راله او دوي يې هرکلی کوي".

په ټويټر اولس يار نومې تن ليکلي، "چې تمه لري چې سپريم کورټ به د انټرم سنټرو او پوځي عدالتونو کېس ته هم کتنه وکړي کوم چې د تيرو دوه ، دوه نيمو کالو نه د ځنډ ښکار دي".

په فرورۍ کې په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په ملک کې د 31 جنورۍ 2022 پورې د بې درکه کسانو ټول کېسونه 8415 وو، ويل شوي په دغو کې 3269 کورونو ته بيرته ستانه شوي، 939 په حراستي مرکزونو او 581 په جېلونو کې دي.

د يادو شمېرو ترمخه د 228 بې درکه کسانو مړي ترلاسه شوي، 5017 کېسونو کې کسان مالوم شوي، او 1146 خارج کړی شوي دي.

په وېب پاڼه ورکړی شوو شمېرو کې ويل شوي په ملک کې تر ټولو زيات د بې درکه کسانو شمېره په خېبرپښتونخوا کې او دغلته 3176 کسان، په سيند صوبه کې 1692، په پنجاب کې 1498، په بلوچستان کې 1662 او په اسلام اباد کې 318 کسان بې درکه وو او کمېشن ته رپورټ شوي دي.

ویل شوي په خېبرپښتونخوا کې 540 کسان کورونو ته بيرته ستانه شوي، 780 په حراستي مرکزونو او 107 په جېلونو کې دي، د دې ترڅنګ د 61 مړي موندل شوي، او ټول 1146 کسان مالوم شوي دي.

د کمېشن ترمخه دا وخت د 2252 بې درکسانو په پلټنو کار روان دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG