لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي پاکستان کې نوی راتلونکی حکومت به سیاسي، معاشي او انتظامي مسلو سره مخ کیږي


په پاکستان کې څېړونکي وايي چې د وزير اعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ دتحريک کاميابېدو په نتيجه کې راتلونکی نوی حکومت به معاشي، سياسي او انتظامي چېلنجونو سره مخ وی.

دوی وايي نوي حکومت ته به د خپل سياسي بصيرت له امله يوه دغه ګټه ترلاسه وي چې د موجوده حکومت په مهال امريکا او يورپي يونين سره تعلقاتو کې کوم کړ کېچ رامنځته شوی هغې کې به یو وارې بیا توازن پېدا شي.

څېړونکي په دې نظر دي چې د هېواد لپاره د پالېسو وضعه کولو پسر دنوي جمهوري حکومت او اسټبلشمنټ ترمنځ په اړيکو کې د ترېخوالي رامنځته کېدو اندېښنه هم شتون لري۔

د پاکستان سپريم کورټ له خوا د وزيراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک ردېدل او د قامي اسمبلۍ ماتولو امر غیرایيني ګرځول شوی او دبې باورۍ په تحريک سبا د خالي په ورځ د رایې ورکولو يې امر کړی دی۔

د پېښور پوهنتون د سياسیاتو د څانګې مشر پروفېسر عبدالروف وي او ای ډيوه ته وايي د بې باروۍ تحريک د کاميابۍ په نتيجه کې راتلونکی حکومت به د مختلفو چيلينجونو سره مخ وي او د خپلې کارکردګۍ په ښودلو کې به ورته ستونزې مخې ته راځي۔

دی وايي دا کوم حکومت د منځه لاړ شي نو د دوئ او اپوزيشن ترمنځ ترخې اړيکې پاتې شوي نو دا تريخوالی به نور هم سېوا شي او اپوزیشن به بیا نوي حکومت سره په قانون سازۍ او پالېسو جوړولو کې مرسته نه کوي۔

نوموړي زياته کړه خو د مخالفه ګوندونو ګډ حکومت ته د خپل سياسي بصيرت او پوهې له وجې به اسانه وي چې امريکې او نورو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي۔

پروفېسر عبدالروف ډيوه ته دا هم وويل چې "دوئ کولی شې چې کوم نقصان رسېدلی تعلقاتو ته او بې باوري رامنځ ته شوې نو اميد دی چې دوی به که هغه امريکا ده، يورپي يونين دی يا که روس دی او يا که چين دی هغوئ سره به تعلقات ښه کړي"

د اپريل په دريمه د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر د مخالفه ګوندونو له خوا د وزيراعظم په ضد جمع شوی د بې باورۍ تحريک رد کړی ؤ او بیا له هغې وروسته صدر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې وه۔

د پېښور پوهنتون د معاشياتو د څانګې مشر پروفېسر زلاکت خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د نوي حکومت لپاره به په هېواد کې معاشي استحکام راوستل يو لوی چېلنج وي۔

نوموړي زياته کړه "کوم چېلنجز چې دي هغه دا دي چې ګراني به قابو کول غواړي، د برامداتو سېوا کولو لپاره به ګامونه اخيستل غواړي او داسې اقدمات به هم کول وي چې د روپۍ قدر نور کم نه شي"

د فرانس خبري ادارې ترمخه په پاکستان کې د موجوده سیاسي اړي ګړي له امله په تېره یوه میاشت کې د پاکستانۍ روپۍ قدر د شپږ فیصده څخه زیات غورځېدلی۔

په پاکستان کې د زیارت په ورځ د ډالر په مقابل کې د روپۍ قدر نور هم غورځېدلی د یو ډالر تبادله په 191 روپۍ کېدله۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي که چرې عدم اعتماد تحريک کامياب شو نو د نوي حکومت د انتظامي ستونزو سره د مخ کېدو اندېښنه هم موجود ده۔

نوموړي ډيوه ته دا هم وويل " که دا خلک په حکومت کې راځي نو د دوئ د ملک په سياست کې اثر روسوخ شته نو دوئ به د عمران خان په شان پوځ ته پراخه لاس نه ورکوي نو پوځ به په ملک کې پالېسي هغه شان کنټرول نه کړل شي څنګه چې د عمران خان په دور کې کېدل"

هغه وایي که دنوي حکومت اؤ پوځ ترمنځ په معاملاتو دنظر یووالی نه وي نو دې سره به د سويلين حکومت او پوځ ترمنځه وخت په وخت داسې چېلنجز مخې ته راځي چې د ملک به بيا ډې رېل کېدو يا د پټړۍ نه د اوړېدو خطره وي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار تېره مياشت دخبري غونډې په مهال ويلي وؤ چې د پوځ سياست سره څه کار نه شته خو پاکستاني سیاستمداران اؤ څېړونکي بیا وخت په وخت پوځ په سیاسي چارو کې په لاسوهنه تورنوي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG