لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان ضد عدم اعتماد: د قومي اسمبلۍ غونډه د دوه ساعته ځنډ وروسته بيا پېل شوه


د پاکستان د قومي اسمبلۍ غونډه نن د خالي، شنبې په ورځ (9 اپرېل) د سپریم کورټ د امر سره سم په لس نيمې بجې پېل شوه، او د غونډې په ايجنډا کې چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ/ عدم اتحاد په تحريک رای ورکول شامل دي، دوه ساعته ځنډ وروسته بيا پېل شوه.

نن د قومي اسمبلۍ د سپيکر اسد قېصر په مشرۍ د قومي اسمبلۍ غونډه سهار په لس بجې پېل شوه او په 11 بجې نوموړي د 12:30 بجو پورې وځنډوله، خو دغه غونډه اوس د دوه ساعته ځنډ وروسته په دوه نيمې بجې بيا پېل شوه.

له دې وړاندې

د قومي اسمبلۍ د غونډې د پېل کېدو وروسته په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وويل، سپيکر ته وايي چې د سپریم کورټ د حکم په رڼا کې اېوان وچلوي.

هغه وويل نن د پارلیمان تاريخي ورځ ده، او پارلیمان په اييني او قانوني طريقې سره سلېکټډ/ خوښ کړی شوي وزيراعظم ته ماتې ورکوي.

شهباز شريف، سپيکر اسد قېصر ته په مخاطب کولو سره وويل، نن د سلېکټډ وزیراعظم په وېنا مه چلېږه.

د اسدقېصر په مشرۍ غونډه کې په حکومتي څوکو د اسمبلۍ د غړو شمېره کمه ليدل کيږي او د مخالفه ګوندونو په څوکو په ګڼ شمېر کې غړي ناست دي.

وروسته چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي غونډې ته خپله وېنا پېل کړه، وې ويل، د عدم اعتماد تحریک د اپوزيش حق دی خو مقابله يې کول د حکومت اييني حق دی.

هغه وويل، وزیراعظم د سپريم کورټ فېصله مني خو په فېصله مايوسه دی.

شاه محمود قرېشي په پاکستان کې د ايين د ماتولو يادګېرنه وکړه چې په 1999 کې هم ايين مات شوی وو. او د اوسني حکومت پرضد بهرنی سازش شوی دی.

نوموړي چې وېنا کوله په دغه مهال د اپوزيش څوکيو نه شور شو او سپيکر بیا غونډه وځنډوله.

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې په ورځ (7 اپرېل) د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک د درولو د ډپټي سپیکر (قاسم سوري) امر او د اسمبلۍ د تحلیل کولو دپاره صدارتي حکمنامه مسترد کړې او قومي اسمبلي او د عمران خان حکومت او کابینې د بحال کولو امر يې کړی وو.

سپریم کورټ د عدم اعتماد تحریک ردېدل او د اسمبلۍ ماتېدل غیر اييني ګامونه بللي وو.

سپریم کورټ په خپله فېصله کې دا امر هم کړی وو چې د قومي اسمبلۍ ناسته دې د اپرېل په نهمه، خالي په ورځ، راوبلل شي او د اپرېل د دریمې نېټې خپله دنده دې سر ته ورسوي.

د اپرېل په دریمه نېټه په قومي اسمبلۍ کۍ د عمران خان خلاف د عدم اعتماد په تحریک ووټونه کېدونکي وو چې د اسمبلۍ ډپټي سپیکر دغه تحریک مسترد کړو او وزیراعظم صدر ته خواست وکړو چې اسمبلۍ دې ماتې او نوي انتخابات دې وکړي.

د جمعې په ورځ د تلویزن د لارې قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل د سپریم کورټ فېصله تسلیموي خو هغه وویل پکار ده چې عدالت د اسمبلۍ د غړو وفادارۍ د بدلولو هم خبر اخیستی وی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG