لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسپیکر وایي دسپریم کورټ حکم مني خو اپوزیشن ترې دبې باورۍ په تحریک ووټونه غواړي


د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو لپاره دسپریم کورټ په امر دقامي اسمبلۍ غونډه روانه ده چې پکې داپوزیشن ګوندونو مشران د اسپیکر اسد قیصر نه غوښتنې کوي چې باید دسپریم کورټ دامر سره سم دبې باورۍ په تحریک ووټونه وکړي.

خو اسپیکر اسد قیصر وایي هغه ته دسپریم کورټ امر ترلاسه شوی اؤ من وعن دهغې په اساس داسمبلۍ کارروایي پرمخ وړي.

څېړونکي وایي ایین له مخې دعمران خان پرضد پارلیمان ته پر وړاندې شوي دبې باورۍ په تحریک د رایې اخستو نن وروستۍ ورځ ده اؤ که چرې اسپیکر نن په دې تحریک ووټونه ونه کړل نو دا به دعدالت سپکاوی ګڼل کیږي.

دمخالفو ګوندونو مشرانو شهباز شریف، بلاول بوټو زرداري، خواجه سعد رفیق،اسد محمود اؤ نورو اسپیکر دسپریم کورټ دحکم دتوهین تور لګولی اؤ وایي عدالت حکم کړی چې داسمبلۍنننۍ غونډه کې دې دبې باورۍ په تحریک رایې واخستل خو اسپیکر په غیر ضروري بحثونو دسپریم کورټ دحکم نه سرغړؤنه کوي.

داسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې وزیراعظم عمران د روڼ انده ټاکنو نه ویریږي اؤ په سیاسي بحران پیدا کولو غواړي چې لکه د وړاندې په څېر بیا سلیکټ اؤ فیضیاب شي.

هغه اسپیکر اسد قیصر ته په مخاطبه وویل "اسپیکر صیب ته نه یوازې دعدالت سپکاوی کوې بلکې ایین هم ماتوې،عدالت ته پابند کړی یې اؤ په سرغړونې کولو ته هم نااهله کیدای شې "

دبلاول بوټو زرداري وینا وه چې عدالت پرېکړه کړې ده چې هم نن رایې واخستل شي خو ستاسو کپتان تښتي

هغه وایي که نن ووټونه ونه شول نو هغوئ به هم له دې ځایه(پارلیمان) څخه نه ځي.

خو په عین وخت کې بیا د واکمن ګوند مرستیال مشر اؤ خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیا پارلیمان ته ویلي دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړل په اییني توګه داپوزیشن ګوندونو حق دی اؤ ددې تحریک نه دفاع کول حکومت خپل فرض ګڼي.

هغه وویل دحکومت پرضد دبهر نه سازش جوړ شوی اؤ غواړي چې دضمیرونو په اخستو دعمران خان دحکومت تخته نسکوره کړي.

دحکومت بل وزیر اسد عمر هم ورته تورونه تکرار کړل اؤ وئ ویل چې عمران خان اؤ دهغه ګوند دخپل هیواد د۲۲ کروړه ولس دګټو خبره کوي اؤ اپوزیشن ګوندونه دخپل ملک اؤ ولس دګټو پځائ دپردي سازش برخه جوړ شوي اؤ دضمیرونو په اخستو غواړي چې حکومت نسکور کړي.

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې په ورځ (7 اپرېل) د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک د درولو د ډپټي سپیکر (قاسم سوري) امر او د اسمبلۍ د تحلیل کولو دپاره صدارتي حکمنامه مسترد کړې او قومي اسمبلي او د عمران خان حکومت او کابینې د بحال کولو امر يې کړی وو.

سپریم کورټ د عدم اعتماد تحریک ردېدل او د اسمبلۍ ماتېدل غیر اييني ګامونه بللي وو.

سپریم کورټ په خپله فېصله کې دا امر هم کړی وو چې د قومي اسمبلۍ ناسته دې د اپرېل په نهمه، خالي په ورځ، راوبلل شي او د اپرېل د دریمې نېټې خپله دنده دې سر ته ورسوي.

د اپرېل په دریمه نېټه په قومي اسمبلۍ کۍ د عمران خان خلاف د عدم اعتماد په تحریک ووټونه کېدونکي وو چې د اسمبلۍ ډپټي سپیکر دغه تحریک مسترد کړو او وزیراعظم صدر ته خواست وکړو چې اسمبلۍ دې ماتې او نوي انتخابات دې وکړي.

د جمعې په ورځ د تلویزن د لارې قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل د سپریم کورټ فېصله تسلیموي خو هغه وویل پکار ده چې عدالت د اسمبلۍ د غړو وفادارۍ د بدلولو هم خبر اخیستی وی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG