لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو:پولیس وایي عملیاتو کې یې پینځه ترهګر وژلي


د خېبرپښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې چې د صوبې جنوبي ضلعه بنو کې د ترهګرو پرضد عمليات کړي چې پکې پینځه ترهګر وژل شوي دي.

په بنو کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې په تیرو دوؤ ورځو کې د بنو جاني خېل سیمه کې دهدفي وژنو په دوؤ بیلا بیلو پېښو کې کور ته په رخصتۍ راغلي د پولیس دوه او دملیشې ځواک یو عسکر وژل شوي دي.

د صوبې پولیسو په خبرپاڼه کې ويل پوليسو ته د هاوید تاڼې په حدودو کې په زنده فلک شیر سیمه کې د مطلوبو ترهګرو دشتون اطلاع تر لاسه شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې تېره شپه ناوخته بيا پوليس او دسي ټي ډي عسکر دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پیل کړې.

په بیان کې ویل شوي په نښته کې پینځه مهم ترهګر وژل شوي چې وایي د شاه فهد، نورالدین، صابرین، شیر مان الله او محمد اقبال په نومونو یې پېژندګلو شوې ده.

د پولیسو په خبره د وژل شوو ترهګرو تعلق د تحریک طالبان پاکستان (اختر محمد) ډلې سره دی.
خو تحریک طالبان پاکستان په دې اړوند څه نه دي ویلي.

دپوليسو په بيان کې دعوه شوې چې د وژل شوو ترهګرو نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د بيان ترمخه وژل شوي ترهګر په هدفي وژنو، په امنیتي عسکرو بریدونو، چاودنو او د ترهګرۍ په څو نورو پېښو کې ککړ وو.

بیان کې دا هم ویل شوي چې ځینې نور ترهګر د پیښې دخائ نه تښتیدلي او د هغوې پرضد د لټونې عملیات روان دي .

بنو د خیبر پښتونخوا هغه ضلعه ده چې پولې یې د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، کرک او لکي مروت اؤ د پنجاب میانوالي ضلعې سره لګیدلې دي.

په تیرو وختونو کې بنو کې د ناامنۍ یو شمېر پېښې شوې دي چې پکې په کال 2012 م د بنو په مرکزي زندان (سنټرل جېل) وسلوال برید هم شامل دی.

په دغه برید کې وسلوالو تر 380 نه زيات بنديان د زندان نه تښتولي وو، چې پکې زيات خطرناک ګڼل کېدونکي ترهګر هم شامل وو.

د بنو د زندان نه ازاد کړی شوؤ کسانو کې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر عدنان رشید هم ؤ چې د پاکستان دپخواني صدر جنرال پرویز مشرف د وژنې د کوشش کولو په لړ کې ورته د مرګ سزا اورؤل شوې وه.

عدنان رشید دا مهال د پاکستاني طالبانو تحریک په سر کسانو کې شمارل کیږي.

تحریک طالبان دبنو په زاندان د حملې ذمه داري په غاړه اخستې وه

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG