دعمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند دخپل حکومت ړنګیدو پرضد ګرد هیواد کې داحتجاجونو ترڅنګ اعلان کړی دی چې که شهباز شریف وزیراعظم جوړیږي نو دوئ به دقامي اسمبلۍ نه خپل غړي مستعفي کوي.
دخالي په شپه دخپل حکومت ختمیدو وروسته نن داتوار په ورځ پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند پاکستان تحریک انصاف دکور کمیټۍ غونډه رابللې وه چې پکې دهیواد په روان وضعیت غور،بحث اؤ ځېنې مهمې پرېکړې شوي دي.
ددغه غونډې داحوال تیرولو په وخت دتحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چوهدري رسنیو ته ویلي که چرې مخالف لوری شهباز شریف وزیراعظم جوړوي نو دوئ پرېکړه کړې ده چې داسمبلۍ نه به استعفاګانې ورکوي.
خو څېړونکي بیا وایي چې د تحریک انصاف دپارلیماني غړو په استعفا سره به دشهباز شریف راتلونکي حکومت ته نوره ګټه هم ورسیږي اؤ دتحریک انصاف دغړو په خالي څوکیو دانتخاباتو دلارې به دتحریک انصاف مخالف ګوندونو ته دخپلو کاندیدانو دکامیابولو اؤ پارلیمان کې دخپلو غړو دشمیرې زیاتولو موقعه په لاس ورشي.
فواد چوهدري وویل ددوئ داسمبلۍ زیاترو غړو د وړاندې څخه خپلې استعفاګانې عمران خان ته سپارلي دي اؤ په ننۍ غونډه کې دګوند ذمه وارانو عمران خان ته ویلي چې باید نور د اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکړل شي.
فواد چوهدري زیاته کړه دکور کمیټۍ غونډه کې فیصله شوې ده چې تحریک انصاف به دخپل حکومت ړنګیدو پرضد ګرد هیواد کې یو ستر احتجاجي تحریک پیلوي اؤ عمران خان به دبهرني سازش پرضد سړکونو ته را اوځي.
دکورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید هم ویلي چې دوئ نور داستعفا ورکولو لوري ته روان دي اؤ په وینا یې دغلو ډاکوانو سره به یو ځائ پارلیمان کې نه کښیني.
فواد چوهدري دعوه وکړه چې دڅو اوونیو دننه به یې ګوند هیواد کې دنوؤ ټولټاکنو لوري ته ورګرځيږي اؤ ددې مقصد لپاره به عمران خان د ولس منځ ته ورځي اؤ احتجاج به کوي.
دعمران خان حکومت تیره شپه اپوزیشن ګوندونو دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړی اؤ ټاکل شوې ده سبا په قامي اسمبلۍ کې دنوي وزیراعظم ټاکنه کیږي چې دغې ټاکنې ته تحریک انصاف ګوند شاه محمود قریشي خپل کاندید جوړ کړی دی.
فواد چوهدري وایي دوئ به دمخالفو ډلو دکاندید شهباز شریف ټاکنه چیلنج کوي اؤ دهغه په دنامزذګۍ په کاغذونو به هم نیوکې راپورته کوي اؤ که چرې دا نیوکې په پام کې ونه نیول شي نو بیا به یې غړي داسمبلۍ نه استعفاګانې ورکوي.
خو دپاکستان یو وتلي خبریال حامد میر دجیو نیوز په یو پروګرام کې ویلي چې که تحریک انصاف ګوند خپل غړي دپارلیمان نه مستعفي کړي نو دا اقدام به دتحریک انصاف مخالفو ګوندونو ته نوره ګټه هم ورسوي.
هغه ویلي که نوی حکومت جوړیږي اؤ دتحریک انصاف غړي استعفاګانې ورکوي نو حکومت به دهغوئ په خالي شوؤ څوکیو بیا دسره ټولټاکنې وکړي اؤ دهغوئ نه خالي شوؤ څوکیو کې به یو شمیر څوکۍ وګټي اؤ دغسې به ایوان کې په دریوؤ کې د دوؤ برخو اکثریت ترلاسه کولو موقعه ومومي.