لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف نوي حکومت ته به کوم چیلنجونه په مخکې پراته وي؟


د پاکستان کې د اقتصادي ،خارجه او بشري حقونو د چارو څېړونکي وايي د راتلونکي نوي حکومت لپاره به د هېواد مات کوډ اقتصاد پخپلو خپو ودرول، د امریکا او يورپي اتحادیې سره دوه اړخیزه اړيکې ځائ ته راوستل او د هېواد دننه د لا درکه تنانو او د امنیت ستونزې هوارول لوي چېلنجونه وي.

دوزیراعظم منصب ته نومول شوي شهباز شريف ویلي د هغه لپاره اقتصاد ښه کول، ولس ته اسانې ورکول او د هېواد دننه قامي همغږي رامنځته کول به سترې ننګونې وي.

څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت ختم شو خو فکر کوي چې هېواد ته د پېښو اقتصادي، امنیتي او د بشري حقونو ستونزې هوارول به د نوي راتلونکي حکومت لپاره سترې ننګونې وي.

د اقتصادي چارو پوهان او د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان دا مهال د دېواليه کیدو یا سقوط په لوري روان دی او ددې هیواد پرځېدلی اقتصاد په خپلو خپو ودرول به د نوى حکومت لپاره غټ چېلنج وي.

نوموړي وويل دلته دا پوښتنه پېدا کېږي چې ایا نوی حکومت به دومره توان ولري چې د اقتصاد په برخه کې سختې پرېکړې وکړی شي؟

هغه وايي په دغو سختو ګامونو کې به لمړۍ د زياتره شیانو د درامداتو لپاره کوټه مقررول وي اؤ ددې ترڅنګ به د قيمتي ګاډو او د موبایل ټېلفونونو په درامد بشپړ بندېز لګول وي.

دحفیظ پاشا په وینا "که راتلونکی حکومت ايي اېم ایف ته ځي او هلته د تګ نه علاوه بله لار هم نشته او نه د هغې نه بغير ملک ته پېسې راتلی شي نو ایا نوی حکومت به د تېلو بېعې بيا سېوا کړی شى ولې چې تېر حکومت دا بیعې لس روپۍ راکمې کړې وې"

نوموړی وایي اوس د روپۍ په قدر کې کمی راغلی او د تېلو نرخونه زيات شوي دي او د ايي ایم ایف سره د کړي لوظ مطابق به د تيلو په نرخ کې د یو لېټر پس 35 روپۍ اضافه کول وي.

پاشا وویل نوي حکومت ته به ډېر زر اندازه وشي چې د هېواد اقتصاد د کومو مشکلاتو سره مخ دی او دا به کتل وي چې هسې نه پاکستان د سري لنکا په لاره لاړ شي.

د تحريک انصاف ګوند په حکومت کې که يو خوا د پاکستان د سعودي عرب او چين سره په اړيکو کې تناو راغلی ؤ نو ورسره د امریکا او يورپي اتحادیې پرضد د پخواني وزیر اعظم عمران خان د سختو خبرو له کبله ددغه هېوادونو سره هم د پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید وايي دغه اړېکې پرځائ کول به د نوي حکومت لپاره لویه ننګونه وي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خورشید وویل که د مسلم ليګ نواز ډلې په مشرۍ نوی حکومت جوړېږي نو هغه د خپلو زړو تعلقاتو او باور په بنياد کولی شې چې د سعودي عرب او چين سره اړیکې پخواني ډګر ته راولي خو وايي امریکا سره په اړیکو کې راغلی کړکېچ او ناباوري به ورله ختمول ګران وي.

دی وايي تر څو چې د امريکا، روس او يورپي اتحادیې سره د تعلقاتو خبره ده نو نه ويني چې د حکومت د بدلون له امله به د هغوئ سره اړيکو کې کوم ځانګړی بدلون راشي.

وايي د يورپي يونين له پاکستانه غوښتي واضحه دي" هغوى په پاکستان کې مذهبي تندلایتوب او د مذهب د سپکاوي قانون ختمول غواړي او ترڅو چې د پاکستان په قانون کې په دې اړه واضحه بدلونونه نه وي راغلي نو يورپي اتحادیه په تشو لوظونو او خوږو خبرو نه تېروځي"

هم دا ډول څېړونکي وايي په کور دننه د امنیت وضعیت ښه کول، د بشري حقونو د سرغړونو په ګډون بلوچستان صوبه کې د لا درکه تنانو بې درکي ختمول هغه غټ چېلنجونه دي چې راتلونکی حکومت به ورسره مخ کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ډيوه ته وايي په دې کې لویه ننګونه به د لادرکه تنانو ستونزه هوارول وي. ځکه چې بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې د تحريک انصاف د حکومت نه له دې امله خپلې لارې جلا کړې وې چې عمران خان د لا درکه بلوڅانو د ستونزې په هواري کې پاتې راغلی ؤ.

دا وايي بله ستونزه په مطبوعاتو د لا اعلانه بندېزنو او قدغونونو ده اؤ دې لپاره به نوي حکومت ته د پالیسۍ په کچه داسې اقدامات پورته کول چې د هغې اثر د مطبوعاتو په ازادۍ کې وليدل شي.

د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم دټاکنې لپاره د خپلو کاغذونو جمع کولو په موقعه د پي ډي ایم نومول شوي کاندید شهباز شريف د مطبوعاتو سره غېر رسمي خبرو کې ویلي اقتصاد ښه کول او خلکو ته اسانۍ ورکول به د هغه لپاره لويې چېلنج وي.

ده وېلي هغه د هند سره ښه تعلقات غواړي خو په دې برخه کې پرمختګ د کشمير د لانجې د هواري پرته به ممکن نه وي.

شهباز شريف وېلي بل لویې چېلنج به د هېواد دننه همغږى راوستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG