لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان يو وزيراعظم هم تر اوسه خپله پنځه کاله اييني موده نه ده پوره کړې،علتونه یې څه دي؟


څېړونکي وايي چې د پاکستان ازادۍ نه را پدېخوا ددې هیواد يو وزيراعظم هم د خپل حکومت پنځه کلنه اييني موده ځکه نه ده پوره کړی چې په هېواد کې خلک هغه هومره خود مختاره نه دي څومره چې د يو پیاوړي جمهوري نظام لپاه پکار وي۔

دوئ په دې نظر دي چې په ملک کې د هايبرېډ مارشل لا رژیم له امله چې کوم سياستوال وزير اعظم جوړېږي هغه د خلکو پرځائ په اسټبلېشمنټ ملا تړي خو چې کله د اسټېبلشمنټ اختياراتو او وسايلو لپاره ګواښ جوړیږي نو خپله څوکۍ د لاسه ورکړي۔

که څه هم څېړنکاران دغه نظر لري خو د پاکستان پوځ وار په وار ويلي چې د ملک سياست سره يې هيڅ تعلق نشته او په دې کې لاس وهنه نه کوي۔

څېړونکي وايي عمران خان د پاکستان وړومبی وزير اعظم ؤ چې د بې باورۍ دتحريک د لارې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړل شو او خپله اييني موده یې پوره نه کړی شوه.

د دوئ په وینا له دې وړاندې هم د پاکستان پخواني وزیراعظمان د بېلا بېلو علتونو له امله د اييني مودې پوره کولو څخه وړاندې يا خو دغه څوکۍ په خپله پرېښودې يا ترې لرې کړل شوي دي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي چې په هېواد کې د خلکو خودمختارۍ نه لرلو او د بې ثباته جمهوري نظام له امله دغو وزیراعظمانو اييني موده نه ده پوره کړې۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل " په سياستمدرانو کې چې څوک هم پوځ چېړي نو دهغوئ لار چې کومه ده هغه پارلېمان نه بلکې کور ته به ځي"

دی وايي چې اوس کوم سياستوال راځي نو د هغوئ په خلکو باور ختم شوی او د خلکو په ځائ يې اړیکې د پوځ سره وي،

دده په خبره "د خلکو چې دلته کومه خودمختاري ده هغه د هايبرېډ مارشل لا رژیم د لاندې دا دوه مخيزه کومه سياسي لوبه چې کېږي له دې وجې ختمه شوې ده"

ډاکټر عرفان اشرف په دې نظر دی چې پاکستان کې څوک هم په حکومت کې راځي نو اول به پوځ سره تعلقات ښه کوي نو بيا به هله حکومت کوي۔

که څه هم په پاکستان کې څېړونکي د حکومتونو بدلېدو په اړه دغه نظر لري خو د پاکستان پوځ وار په وار ويلي چي دغه اداره د ملکي سياست سره څه تعلق نه لري او نه پکې لاس وهنه کوي۔

د کال 1947 راپه دېخوا د پاکستان 30 ؤ وزیراعظمانو کې يو هم خپله اييني موده نه ده پوره کړی۔

د ډان ورځ پاڼې د رپورټ ترمخه د پاکستان وړومبی وزير اعظم لياقت علی خان په کال 1951 کې قتل کړل شو، له هغې وروسته 7 وزیراعظمانو د خپلو څوکو څخه استعفا ورکړې، 5 ګوښه کړل شوي او 4 د پوځي کودتا له وجې د خپلو څوکیو څخه لرې کړل شوي دي۔

په پېښور پوهنتون کې د سياسياتو د څانګې مشر پروفېسر عبدالروف وي او ای ډيوه ته وايي چې پرله پسې د قاعدې او ضابطې پرته د حکومتونو بدلېدو سره د ملک او قوم پرمختګ، معاشرتي مثبت چلند او په خلکو کې سياسي شعور ډېر متاثره شوی دی۔

نوموړي زياته کړه چې د ترقۍ لپاره سياسي استحکام او قومي يووالی پکار دی " چې په غېر جمهوري طريقو حکومتونه خمېږي نو په خلکو کې قومي یووالی ورسره کمېږي او د هغې په نتيجه کې زمونږ معاشي، تعليمي، اقتصادي او نور اړخونه پرمختګ نه کوي او که وي کړي هم نو هغه څه وخت وروسته ودريږي"

د راپور ترمخه نوازشريف او يوسف رضا ګېلاني هغه وزیراعظمان وؤ چې چې د پاکستان سپريم کورټ لخوا د سزاوار کیدو وروسته نا اهله ګرځول شوي وؤ۔

پخوانی وزير اعظم شوکت عزيز، راجا پرويز اشرف او شاهد خاقان عباسي هغه وزیراعظمان وؤ چې هغوئ د قامي اسمبلۍ 5 کاله موده پوره کړې وه خو دوئ د خپلو مشرانو د نااهله کېدو او استعفا ورکولو وروسته د باقي پاتې مودې پوره کولو لپاره د وزير اعظم څوکۍ سنبال کړې وې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG