لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په ختیځه سیمه کې د روسي قواوو تازه حملې


واشنګټن - روس ځواکونو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې په یو سکول او رهایشي ودانیو باندې ګوله بارۍ کړي دي. دا خبره د اوکراین د ختیځې سیمې لوګانسک ځایي چارواکو کړې ده. تر دې وړاندې ځایي چارواکو د هغه ځای خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په فوري توګه دې د سیمې نه ووځي که نه بیا به ځنډ شوی وي.

د اوکراین د لوګانسک ګورنر سیریهای هېډای ویلي چې په تازه حملو کې چې په سیوېروډونېټسک علاقه کې شوي دي، درې د اپارټمنېڼتونو ودانۍ سوځېدلي دي، خو په کې څوک ندي وژل شوي.

بل اړخ ته د اوکراین د ډنیپرو سیمې ګورنر والنټین رېزنیچینکو ویلي چې روسي عسکرو هلته کې هم ګوله باري کړې ده چې په نتیجه کې یو کس زخمي شوی دی.

پوځي څیړونکي وايي د اوکرایني ځواکونو د خوا د کيېف په شمال او مغربي سیمو کې د سخت مزاحمت ورستو د روس ولسمشر ولادمير پوټېن د مشرقي سيمې د نیولو هدایات ورکړي دي.

د برطانيي د دفاع وزارت ويلي دي چې د کراېميه او ډونباس سېمې ترمنځه د مزکې لارې قایمولو د پاره د اوکراین په جنوبي او مشرقي سيمو کې د روسي ځواکونو بمباري سېوا کیدلی شي.

د اوکراین ولسمشر ولوډیمېر زېلنسکي د خالي/شنبې په شپه خپله وېنا کې خبردارې کړی چې د روس د یرغل ارادې "تر اوکراین پورې محدود نه دي". یواځې دا نه چې د دوی ازادي او ژوند تباه کول غواړي. ولسمشر خبردارې ورکړ چې د روس هدف ټوله اروپا ده.

د امریکني ټیلي ويژن سي بي اېس سيکسټي مېنټ د خپرونې د پاره په خپله مرکه زېلنسکي وویل چې دوی د خپل ژوند د حق دفاع کوي او دی نه وو خبر چې دا به دومره ګرانه وي.

زېلېنسکي په مرکه کې ویلي چې اوکرایني ځواکونو د روس پائلټان نېولي دي او دغو پائلټانو سره د ولسي ځایونو په نخښه کولو نقشې موجودې دي.‌

د کیېف سره نېزدې بوچا ښار کې تباهي په خپلو سترګو د لېدلو ورستو د خالي/شنبې په ورځ د اروپایي کمېشن مشرې اورزالا فون ډېرلاین په روس د جنګي جرمونو تورونه لګولی دي.

د روس د ځواکونو د وتلو ورستو په بوچا ښار کې ډیر داسې ځایونه موندلی شوي دي چرته چې ډیر وژلی شوي کسان په یو ځای ښخ کړل شوي وو. مېرمن فون ډېرلین وېلی دي که دې ته جنګي جرم نه شي وېلی نو بېا جنګي جرم څه ته وېلی کیږي. خو زیاته کړی یې ده چې دا خپله یوه ډاکټره ده او قانوني ماهرانو د پاره به ډیر احتیاط پلټنې کول وي.‌

روسي چارواکو د بوچا وژنه یوه وحشیانه دهوکه بللی ده.

په بوچا ښار کې د وائس اف امریکه خبریالې حېدر مرډوک په چمندونو او د کورنوشاته په انګړ کې د نوو د ډیرو کسانو په یو ځای د قبرونو او په لارو کوڅو کې د وېنې ویډیوګانې جوړې کړی دي.

ګاونډیانو دې ته ویلی دي چې روسي ځواکونو د ښار نه د تېښتې په وخت خلک وژلی دي. روس یوه اوونۍ وړاندې د ښار نه وتلی دي او علاقې ته د خبریالانو د ورتګ ورستو وس د دې مړو خبرونه رامخې ته کیږي.‌

د روس د یرغل په وجه د لس ملينو نه زیاتو خلکو د اوکراین نه کډې کړي دي او په ډیر خلک وژلی شوي دي.

د خالي په ورځ ای پي خبري اژانس سره په مرکه کې زېلېنسکي په مایوسۍ سره ویلي دي چې د یورپ نه ورسره د وسلو او نورو الاتو په لړ کې د ضرورت مطابق مرستې نه دي شوی.‌

د برطانيې وزیراعظم بورېس جانسن د خالي/شنبې په ورځ کیېف کې د زېلنسکي سره لیدلی دي. ‌د جمعې په ورځ د کراماټورسک رېلوی سټېشن باندې د برېد ورستو برطانيې د اوکرېن د پاره د جازونو او د ټېنکونو د ویشتلو د پاره د ميزاېلونو اود یو سل دیرش ملينه ډالرو د جديد الاتو په ګډون د نورو پوځي او مالي مرستو اعلان کړی.‌

جانسن په رېلوی سټېشن برید غیرذمه واره بللی او ویلی دي چې په عامو خلکو نا ترسه بمباري جنګي جرم دی.

د ښار مېئر وېلی دي چې د ماشومانو او د مشرانو په ګډون تر څلورو زرو پورې کسان د بريد په وخت په سټېشن کې موجود وو.‌

د جانسن د سفر وړاندې د اسټريا چانسلر کارل نېهامر د خالي په ورځ د زېلېنسکي سره نیغ په نیغه لیدلی وو او د اروپاېي اتحاد د خوا په روس د نوو بندیزونو لوظ يې کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG