لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا پرضد د بې باورۍ تحریک واپس واخستل شو


په قومي اسمبلۍ کې د عمران خان د وزيراعظمۍ پرضد د بې باورۍ/ عدم اعتماد د تحریک په مهال په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې هم د وزیراعلا پرضد د بې باورۍ تحریک جمع کړی شوی وو، کوم چې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (11 اپرېل) بيرته اخستل شوی دی.

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د عدم اعتماد د تحریک بيرته اخستو خبر تاييد کړو.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکومت مخالفو ګوندونو د وزيراعلا محمود خان پرضد پرون د جمعې په ورځ اتم اپرېل د بې باورۍ تحريک جمع کړی وو.

هغه وخت د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي وو چې د اپوزيشن لخوا صوبايي اسمبلۍ کې جمع کړل شوي د بې باورۍ تحريک کې به حکومت مخالفو ګوندونو ته ماتې ورکړي او دا چې صوبايي حکومت په موجوده حالاتو کې د اسمبلي تحليل کولو یا ماتولو څه اراده نه لري.

سردار بابک وايي، د 18م اييني بدلون وروسته په ايين کې دا ګنجايش موجود دی، دا کوم حالات چې روان وو نو غالب امکان وو چې اييني بحران پېدا کړی شي، ځکه دوی د دغه اييني بحران مخنيوی وکړو.

هغه وويل، دوی په دغه غرض دا تحریک جمع کړی وو چې اسمبلي ماته نه شي او د وزیراعلا دغه ګام پورته نه کړی شي، اوس چې حکومت وويل چې اسمبلي نه ماتوي، نو دوی دغه تحریک بيرته واخستو.

په مرکز کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد وروسته په پنجاب کې هم مخالفه ګوندونو د تحریک انصاف د وزيراعلا عثمان بزدار د استعفا وروسته خپل کانديد ودرولی دی.

XS
SM
MD
LG