لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: پاکستان کې د يو سياسي ګوند په مقابله کې د بل ګوند ملاتړ نه کوو


د امریکا سپينې ماڼۍ ويلي، "مونږ (امریکا) په پرامنه طريقې سره د اييني او جمهوري اقدارو د سر لوړۍ ملاتړ کوو، او د يو سياسي ګوند د بل سياسي ګوند په مقابله کې ملاتړ نه کوو".

د امریکې د سپينې ماڼۍ د وياندې جېن ساکي دغه خبره، په پاکستان کې د عمران خان د حکومت ختمېدو او شهباز شريف وزيراعظم جوړېدو وروسته د امریکا او پاکستان د اړيکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.

جېن ساکي زياته کړې، "مونږ يقينا د قانون سرلوړي او د قانون لاندې د برابرۍ د انصاف د اصولو تاييد کوو، مونږ د پاکستان سره د اوږدې د مرستو قدر کوو، او مونږ تل يو خوشال، او جمهوري پاکستان دامریکا د ګټو دپاره مهم ګڼلی دي، او په دې کې هيڅ بدلون نه دی راغلی که په واک کې هر څوک راځي، مونږ ورسره په نزدې رابطو کې يو".

هغې دا هم ويلي د پاکستان سره د امريکې د اوږدې مودې کلکې اړيکې دي، د امنيت په اړه هم ورسره اړيکې لرې او هغه به د پاکستان د نوي مشرتابه سره هم روانې وي.

د پاکستان د وزيراعظم د څوکۍ څخه د بې باورۍ/ عدم اعتماد د تحریک د لارې کوز کړی شوي مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی وو د هغه د لرې کولو دپاره امریکا سازش کړی او دلته يې مخالفه ګوندونو پرضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی دی.

امریکا او په پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو د هغه دغه تور رد کړی وو.

عمران خان ويلي وو، د يو خط يا کېبل د لارې يې پرضد سازش شوی دی.

خو پرون چې شهباز شریف وزيراعظم ټاکل شوی په قامي اسمبلۍ کې په خپله لومړۍ وېنا کې يې وويل، هغه به د عمران خان د حکومت د لرې کولو د سازش خبره د پارليمان د ملي امنيت کمېټۍ ته راوړي، او که په دې زمونږ د ککړتيا ثبوت په لاس راغلو زه به استعفا ورکړم.

شهباز شریف وويل، پاکستان د امريکې سره د برابرۍ په کچه د اړيکو خواهش لري، او د امريکې سره زمونږ په اړيکو کې لوړې ژورې راغلي دي.

هغه د هند او خليجي هېوادونو سره هم د ښو اړيکو ویلي دي، او زياته کړې يې ده چې په افغانستان کې حالات خراب شو اثر يې په پاکستان وشو.

هغه وويل د افغان ولس د ښه والي دپاره به هر ځای غږ پورته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG