لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف واکمنۍ کې به دهند اؤ پاکستان اړیکې څنګه پاتې شي؟


دپاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف دخپل رقیب هیواد هند د صدراعظم نریندرا مودي مننه کړې ده چې ده ته یې د وزیراعظم پرجوړیدو مبارکي ویلې ده اؤ هند سره یې غوره اړیکو ته لیوالتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د وروستي سیاسي بحران په جریان کې پخواني وزیراعظم عمران خان پرله پسې شریف کورنۍ هند سره په ذاتي مراسمو لرلو تورنوله خو په عمران خان بیا دهغه سیاسي مخالفینو تورونه لګول چې دهند،چین،امریکې اؤ یورپي هیوادونو سره ترې اړیکې ترینګلې شوي اؤ پاکستان په نړۍ کې یوازې شوی دی.

څېړونکي وایي مسلم لیګ (نواز )ګوند چې تر دې وړاندې کله هم په حکومت کې راغلی دی نو هند سره یې داړیکو ښو کولو هڅه کړې ده اؤ هڅه یې دا وي چې که دکشمیر ستونزه نه هواریږي هم خو باید دهند اؤ پاکستان ترمنځ دې تجارتي اړیکې دوام ولري.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر دشخړې په سر اړیکې دپیل راهسې تاوژنې دي خو په دې وروستیو کې چې هند دخپلې برخې دکشمیر خپلواکه بڼه ختمه کړې نو دواړه هیوادونه ورسره له یو بله نور هم لرې وتلي دي اؤ دکشمیر په ویشونکې پوله لاین یا لاین اف کنټرول څو،څو کرته د دواړو هیوادونو دځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

تیره شپه چې دپاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف خپله کرسۍ سمبال کړه نو دهند صدر اعظم نریندرا مودي هغه ته پخپل یو ټویټ کې مبارکي ورکړه اؤ وئ ویل هند سیمه کې امن اؤ ثبات غواړي.

دنریندرا مودي په پیغام کې راغلي هند غواړي چې سیمه دې دترهګرۍ نه پاکه وي ترڅو مونږ خپل پام خپلو پرمختیایي ننګونو ته وګرځول شو اؤ دخپلو ولسونو خوشحالي باوري کړی شو.

وزیراعظم شهباز شریف د نهې په ورځ د هند د صدر اعظم لخوا ده ته دمبارکۍ په ورکولو مننه کړې ده اؤ پخپل بیان کې یې ویلي دي چې پاکستان هند سره سوله ییزو اؤ خپلو کې دهمکارۍ اړیکو ته لیواله دی.

شهباز شریف هم نریندرا مودي ته پیغام ورکړی" راځئ چې دخپلو ولسونو ټولنیزې اؤ معاشي پرمختیا ته پام وګرځوؤ"

شهباز شریف دجمو و کشمیر په ګډون دټولو شخړو په امنناکه هواري ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان قربانۍ له چا پټې نه دي.

په فرورۍ کال ۲۰۱۹م کې دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان د واکمنۍ په موده کې چې کله دپلوامه دبرید وروسته هند دپاکستان په بالا کوټ سیمه برید وکړو اؤ بیا پاکستان دهندي الوتکو د راغورځولو دعوه وکړه نو دهغې راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې په چټکتیا سره دخرابیدو لوري ته روانې شوې.

پېښور کې دایکسپریس په نوم دټي وي چینل اؤ ورځپاڼې سیمه ییز مشر اؤ وتلی خبریال جمشید باغوان وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې درې کرته نوازشریف حکومت کړی دی اؤ هغه پخپل هر حکومت کې دهند سره دښو اړیکو پلوي پاتې شوی دی.

ښاغلی باغوان وایي نوازشریف پخپلو دریواړو حکومتونو کې هڅه کړې ده چې که دکشمیر ستونزه نه هواریږي هم خو باید چې دهند اؤ‌ پاکستان ترمنځ دې تجارتي اړیکې قایمې وي اؤ اوس چې شهباز شریف په حکومت کې راغلی نو هغه هم دا خبره کړې ده خو شرط یې پکې دا اېښی چې دکشمیر معامله باید بیا خپل زاړه ډګر ته راوګرځول شي.

"زما دا خیال دی چې دا تعلقات به ښه کیږي ځکه چې مخکې نه هم نواز شریف په مودي بدنام ؤ،مودي دلته دنوازشریف لپاره راغلی هم ؤ اؤ د هغه په سالګره کې یې هم ګډون کړی ؤ اؤ خلکو لیدل چې د دواړو ډیر ښه تعلقات وؤ"

جمشید باغوان وایي دا چې اوس شهباز شریف په حکومت کې راغلو نو احتمال شته چې دهند اؤ پاکستان اړیکې اوس نورې هم ښې شي ځکه چې شهباز شریف یو خو کاروباري ذهنیت لري اؤ بل یې پخپله وړومبۍ وینا کې هم ویلي چې جګړې چا سره هم نه کوؤ.

هغه وایي شهباز شریف به پخپله واکمنۍ کې زیاته توجو معاشي بحران ته ورکوي خو وزیراعظم خپله وړومبۍ وینا کې بهرنۍ نړۍ سره داړیکو ښه کولو خبره هم کړې ده نو ځکه مونږ ویلی شو چې په دې وروستیو کې دپاکستان کومو هیوادونو سره اړیکو کې تناؤ پیدا شوی دی ،اوس به دا اړیکې بیرته ځائ ته راځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG