لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښوريان ګيله کوي، عمران خان نن پېښور ته راځي خو پرون يې زمونږ مړي نه ليدل


د پاکستان مخکنی وزير اعظم عمران خان وايي په 14 اپرېل به پېښور کې جلسې ته وېنا کوي،د پېښور امام بارګاه کې وژل شوو کسانو خپلوان وايي عمران خان چې کله وزير اعظم وو د دوي پښتنې له نه وو راغلی خو اوس چې په سياسي ککړکېچ کې ګېر شو او ووټونه غواړي نو پېښور ته راځي چې دوي ترې پرې ډير ګيله مند دي.

په څلورم مارچ د پېښور د کوچه رسالدار په امام بارګاه کې د عمادالدين 14 نزدې خپلوان وژل شوي وو، هغه وايي په چاودنه کې يې يو شمېر نور ګاونډيان هم ژوبل شوي او وژل شوي وو، خو عمران خان چې هغه وخت وزير اعظم وو د دوي خوا ته نه وو راغلی او د دوي پوښتنه يې نه وه کړې خو په دې خفه دي چې کله په پېښور کې خفګان وو نو عمران خان ورته د راتلو نه ډډه کوله خو چي اوس کله د د ووټونو پېدا کولو او جلسو وخت شو نو پېښور ته راځي.

"د عمران خان حق جوړيدو چې پېښور ته راغلی وی خو د دې نه باوجود ټول خلک د دوي تپوس او دعا ته راغلي دي، زمونږ د ده نه ګيله شته".

عمران خان چې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی شوی، له دغې وروسته عمران خان اعلان کړی لومړۍ ولسي جلسې ته په پېښور کې وېنا کوي.

د پېښور په امام بارګاه کې په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو خپلوان وايي، نن د چاودنې د قربانيانو اجتماعي څلويښتي هم نمانځي. په ياد بريد کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي او د 100 نه زیات پکې ژوبل شوي وو.

په ټولنيزو رسنيو هم په عمران خان نيوکې کيږي چې په امام بارګاه کې دوژل شوو فاتحې او د خپلوانو دلاسې نه راتلو خو اوس د خپل سياسي مقصد دپاره اول پېښور ته راځي.

سياسي فعالې او وکېلې ثناه ګلزار په فېس بک پاڼه ليکلي چې کله مونږ وژل کيږو خوا له مو څوک نه راځي، خو چې کله د اقتدار ته د رسېدو خبره راشي نو اول شروع د پېښور نه کيږي، ثناه ګلزار ډيوه ته وويل،

"نن چې په عمران خان تخته الټه شو نو پښتانه ورياد شو، چې کله پښتانه مړه کيده نو عمران خان يې پوښتنه هم نه کوله او دوي پسې يې خبرې هم کولې، هغه ته پته ده چې پنجابيانو او نورو خلکو ريجېکټ کړی دی، دلته پښتنو ته جذباتي تقريرونه وکړي او پښتانه پرې دوکه کړي".

په ټوېټر او فېس بک د عمران خان راتلو ته د هرکلي او د هغه په مخالفت کې پوسټونه کيږي، پلويان يې راتګ ته هرکلی او په جلسه کې د ګډون خبرې کوي خو مخالفت کونکي ورته د امام بارګاه چاودنې او نورو د بد امنۍ پېښو په وخت د پېښور نه یادول وريادوي.

پېښورپوهنتون کې استاز ډاکټر دروېش افريدی وايي د عمران خان بنيادي سياسي نعرې سخت دريزه دي، کله د مديني رياست جوړولو غوښتنه کوي او کله نورو مسلو کې د مذهب کارډ استعمالوي او د خلکو د مذهب سره د ميني نه سياسي ګټې پورته کوي.

د خېبر پښتونخوا نه د عمران خان د سياسي هلې ځلو شروع کولو په اړه نوموړي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل،

"په پرمخ تللو علاقو کې انتهاپسندانه نعرې ډيرې زړه راښکونکې نه وي ځکه ورته خلک هم نه راځې خو د بد مرغه پښتنه سيمه کې د تيرو څلويښتو کالو نه سخت دريزۍ وده موندلې او خلک يې د مذهب په نوم جذبات لري نو ځکه عمران خان د خپل سياسي سفر شروع د پېښور نه کوي".

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د بې باورۍپه راې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی د اتوار په ماسخوتن يې هم په خپلو پلويانو غږ کړې وو چې د بهرني سازش په نتيجه کې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوی او په خپلو پلويانو يې د احتجاجي مظاهرو غږ کړی وو.

عمران خان په يو ټویټ کې غږ کړی چې د پېښور په جلسه کې په ګڼ شمېر کې ګډون وکړئ، ځکه چې پاکستان د غېر ملکي طاقتونو د پاره د ګوډاګي په توګه د کارولو د پاره نه وو جوړ شوی بلکې يو ازاد او خپلواکه رياست جوړ شوی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG