لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دپاکستان نوي حکومت لپاره به پوځي اسټبلشمنټ سره تعلقات پرځائ ساتل يو چیلنج نه کم نه وي


د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پوځي اسټبلشمنټ سره اړيکو کې توله برابر ساتل دحکومت مخالف پاکستان تحريک انصاف ګوند فشار برداشت کول، د هېواد ځپلی اقتصاد په خپو ودول او په خارجه محاذ د هېواد د امریکا او چین سره اړيکو کې توازن ساتل هغه چېلنجونه دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ جوړ اتحادى حکومت به ورسره مخامخ کېږي.

څېړونکي وايي باید چې نوی حکومت داسې ګامونه پورته کړي چې د هېواد انځور په نړيواله ټولنه کې سم کړی شى او د ایف ای ټي ایف ځوړنده توره د سر نه لېرې کړي.

ډيوه سره خپله تجزیه کې د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه مهتاب حېدر وايي دا وخت پاکستان د تجارتي خسارې د ستونزې سره مخ دی او نوي حکومت له به ددې په سملاسي توګه کمول چېلنج وي.

هغه وايي د پاکستان د بهرنۍ کرنسۍ شتمنې هم په چټکتیا سره غورځېږي.

د نوموړي په وینا، که د تېرې يوې مياشتې حساب ته وکتل شي نو په دې کې د مارچ او اپریل مېنځومانه موده کې د پاکستان مرکزى بنک شتمنۍ تر 5 بېلينو ډالرو لاندې راغلې دي.

مهتاب حېدر وايي که دا شتمنۍ هم داسې را غورځېږي نو د ډالر په مقابله کې به په روپۍ فشار راځي او ګرانى به سېوا کېږي.

د پاکستان مرکزي بنک ویلي چې د هېواد د ملکي ذرمبادلې په ذخاېرو کې 1 ارب او 7 کروړه ډالره کمی راغلی دی.

نړيواله کرېډت اېجنسي فېچ وايي د سياسي بې ثباتۍ له کبله د پاکستان اقتصاد اغېزمن کېدای شي.

د فېچ د رپورټ ترمخه د پاکستان د روانو کهاتو خساره 18.5 ارب ډالره کیدای شي. پاکستان له به په راتلونکي مالي کال کې د 20 اربو ډالرو بهرنۍ پیسې ستنول وي.

هم دا راز د سياسي چارو کارپوهه اوېس توحید وايي د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې نوي حکومت لپاره به په کور دننه لوي چېلنج ددې خبرې ټاکنه کول وي چې عام انتخابات زر او که وروسته وکړي.

دی وايي په دې اړه د مسلم لیګ نون ګوند، پيپلز ګوند او جمعیت علما اسلام ترمنځ د رایو اتفاق نشته او مخالف تحریک انصاف ګوند هم زر ټاکنې غواړي.

نوموړي وويل د بهرنیو اړیکو په محاذ هم دا وخت پاکستان د ستونزو سره مخ دې.

هغه وايي نوي حکومت له به په سملاسي ډول د سعودي عرب او چين سره تعلقات ښه کول وي او هڅه به کوي چې ددغه هېوادونو څخه د مالي او د تېلو په برخه کې اسانتیاوې وغواړي.

اوېس توحید ډيوه ته وايي د وزير اعظم شهباز شريف د حکومت لپاره به لمړۍ چېلنج اقتصاد په خپو ودرول او کاروباري طبقه خوشحالول وي. دوېم چېلنج به ورله د هېواد په خارجه تګلاره کې د چېن او امریکا سره تعلقاتو کې توله برابر ساتل وي.

نوموړی وايي د پاکستان د نوي حکومت لپاره به د هند سره هم کاري یا ورګنګ تعلقات پرځائ کول وي او امریکا سره تعلقاتو کې راغلي تريخوالی کمول به هم يوه ستره ننګونه وي.

څېړونکي دا هم وايي چې د نوي اتحادي حکومت لپاره به د عسکري اسټبلشمنټ سره تعلقات پرځاې ساتل هم د يو چېلنج نه کم نه وي.

اوېس توحید وايي نوازشریف ووټ ته د عزت ورکولو بېانيه مخ په وړاندې بوتلله او د سياسي او عسکري قيادت ترمنځ یې د توازن خبره کوله او کتی به شي چې هغه څنګه د اسټبلشمنټ سره په مخکې تګ کوي.

اقتصاد پوهه مهتاب حېدر بيا وايي حکومت له به په سملاسي ډول د اقتصاد په څانګه کې بیړني ګامونه پورته کول وي.

"يو دا چې د سعودي عرب نه په ډېفر پېمنټ تېل واخلي او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف سره د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام بحال کړي"

هغه وايي دا وخت پاکستان ته د راتلونکي شپږو میاشتو لپاره 5 یا 10 اربه ډالره پکار دي. او ددې ترڅنګ تجارتي خساره کمول غواړي .

ښاغلی اوېس توحيد وايي د عمران خان او پوځي اسټبلشمنټ ترمنځ پېدا شوې فاصلې زياتول، د پاکستان تحریک انصاف ګوند فشار زغمل به هم د وزيراعظم شهباز شريف د حکومت لپاره يو ازميښت او چېلنج وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG