لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا دپاکستان نوی حکومت به بهرنۍ نړۍ سره خپلې زیانمنې شوې اړیکې ځائ ته راوستل شي؟


څېړونکي وایي هر څو که به دشهباز شریف په مشرۍ دپاکستان نوی حکومت امریکې اؤ نورو هیوادونو سره په دې وروستیو کې دخپلو خرابو شوؤ اړیکو ځائ ته د راوستلو هڅې کوي دوئ نه ګڼي چې دپاکستان بهرنۍ تګ لاره کې به د نوي وزیراعظم راتګ سره څه بدلون راشي.

دخپل حکومت په وروستیو ورځو کې دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دامریکې پرضد تند اؤ تیز بیانونه ورکول اؤ تور یې لګولو چې روس ته دده د وروستي سفر له امله ترې امریکا مروره شوې اؤ دده دحکومت ړنګولو سازش کوي.

تیره ورځ پاکستان کې دنوي حکومت په جوړیدو امریکا ویلي یو جمهوري او سوکاله پاکستان د امریکا د ګټو د پاره مهم دی، که مشري یې ځوک هم کوي-

د امریکا د سپینې ماڼې ویاندې جین ساکي په یوه خبرې غونډه کې ویلي یو سوکاله او جمهورې پاکستان د امریکا ګټو ته مهم دی او په دې کې څه بدلون نه دی راغلی-

هغې ویلي امریکا د اساسي قانون او ډیموکراټیکو اصولو په سوله ایز عمل باور لري او د قانون د حاکمیت او د قانون په چوکاټ کې د مساوي انصاف د اصولو ملاتړ کوي-

په عین حال کې د چین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاولي جیان ویلي بېجينګ د يو نژدې ګاونډي او ثابت دوست په توګه په رښتيا هيله لري چې په پاکستان کې ټول اړخونه متحد پاتې شي او د هېواد د ثبات او سوکالۍ د پاره به ګډ کار وکړي.

ګلوبل ټایمز راپور ورکړی چې لیجیان ټینګار وکړ د سیاسې بدلون څخه به د پاکستان او چین اړیکې نه اغیزمنې کیږي-

د امریکا او د چین دغه بیانونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک د کامیابۍ په نتیجه کې د تحریک انصاف د واک ختمیدو وروسته تیره ورځ د پاکستان د ایتلافي ګوندونو له اړخه د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف د پاکستان نوی وزیراعظم ټاکل شوی دی-

نوي وزیراعظم په خپله وینا کې د امریکا او چین په شمول د ټولو نړیوالو او ګاونډي هیوادونو سره دبرابرۍ په اساس ښو اړیکو ته د ودې ورکولو اعلان کړی ؤ -

البته د حکومت دبدلون سربیره تحریک انصاف او عمران خان د امریکا مخالفه بیانیه اوس هم راپورته کوي-

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان او امریکا تر منځ اړیکې د وړاندې څخه ښې نه وې اؤ اؤ څېړونکي وایي په تیرو ورځو کې د پخواني وزیراعظم عمران خان له اړخه پر امریکا دخپل حکومت پرضد د سازش د تورونو لګول کیدو له امله دا اړیکې نورې هم زیانمنې شوې دي.

دپاکستان نوي حکومت لپاره به امریکا سره دپاکستان اړیکې ښه ساتل څومره ګران وي؟ په دې اړه د نړیوالو چارو کار پوهه پروفیسر ډاکټې اعجاز خټک وي او ای ډیوه سره خبرو کې واېې ،دا به د نوي حکومت دپاره یو لویې چیلنج وي-

هغه وایي د تیر حکومت په وروستیو ورځو کې مخې ته د راتلونکو بیانونو له سوبه د امریکا او پاکستان اړیکو ته زیان رسیدلی او اوسنی حکومت به ددې د بیا بحالۍ هځې کوي خو دی وایي نه ګڼی چې د پاکستان په بهرنۍ تګ لاره کې به د نوي وزیراعظم د راتګ سره څه بدلون راشي-

پاکستان کې د نوي وزیراعظم له ټاکنې وروسته امکان څرګندیږي چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر چوکۍ وسپارل شي-

بلاول بوټو زداري تیره ورځ د بي بي سي سره مرکه کې ویلي وؤ چې په دې اړه څه رقم پریکړه ددوئ ګوند کولی شي البته د مطبوعاتې رپوټونو تر مخه پیپلز ګوند په دې هکله تر اوسه څه پریکړه نه ده کړې او په دې معامله دغه ګوند په دوؤ برخو کې تقسیم دی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG