لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا پښتونخوا کې وسله وال مضبوط شوي؟ چې په يوه اوونۍ کې يې د پوځي افسر او نهه پوليسو سره 14 کسان ووژل؟


FILE - Pakistani Taliban patrol in then their stronghold of Shawal in Pakistani tribal region of South Waziristan, Aug. 5, 2012.
FILE - Pakistani Taliban patrol in then their stronghold of Shawal in Pakistani tribal region of South Waziristan, Aug. 5, 2012.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې په تیره یوه اوونۍ کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې نهه پوليس، دوه پوځيان، يو د ملېشې عسکر او دوه ځایي کسان په هدفي بریدنو کې وژل شوي دي، په وژل شوو کې يو د پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی.

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو څیړنیز مرکز مشر منصور مسید وایي په دې لنډه موده کې په وسله والو بریدونو کې دوه چنده اضافه شوې ده.

هغه وویل نه یوازې په قبایلي ضلعو بلکې ورسره جوختو د صوبې په نورو ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي.

هغه وویل وسله والو د تېر په پرتله طریقه کار بدل کړی او ګوریلا جنګ کوي چې پکې د عامو خلکو تاوان کم وي او خاص هدف یې امنیتي چارواکي وي.

هغه وویل یو خو د تحریک نه بیل شوې ټولې ډلې بیا د مفتي نور ولي په مشرۍ کې په تحریک کې شاملې شوې بل په افغانستان کې د سقوط له امله د دوی ته ډاډ تر لاسه شوی او د اشرف غني د حکومت د بندي خانو نه د دوی پلویانو خوشي کېدو سره د دوی افرادي قوت سیوا شوی چې له وجې يې نور منظم شوي دي.

هغه وویل تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو سره نیزدې اړیکې لري او په افغانستان کې د دوی پرخلاف هیڅ ډول کارروایي نه کیږي.

په پیښور کې وتلی خبریال مشتاق یوسفزی وایي دغه پرله پسې بریدونه دا څرګندوي چې وسله وال دغلته بیا مضبوط شوي ځکه چې دا بریدونه یوازې د افغان پولې سره جوختو پرتو سيمو کې نه، بلکې د پولې نه لرې د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو صوابۍ، مردان او نوښار کې هم کیږي.

هغه وویل دوی په دې ضلعو کې د برید کولو وروسته وتښتي او پټ شي چې دا څرګنده کیږي چې دوي دغلته پاکستان کې دننه بیا منظم نیټ ورک لري.

هغه زیاته کړه تیر د تحریک انصاف حکومت د ترهګرۍ ختمولو په ځایې د دوی سره خبرو کولو ته اړ وو خو کله به چې خبرې اخرنۍ مرحلې ته ورسیدې بیا به د ځنډ ښکار شوې.

هغه زیاته کړه اوس به دې نوي حکومت ته کتل وي چې پکې ټولې سیاسي پارټۍ شاملې دي چې دوی څه لار خپلوي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بریګډیر سید نظر وایي د وسله والو پرضد د عملیاتو په پایله کې ترهګري ختمه شوې نه ده خو ټیټه شوې ده.

هغه وویل دا به وخت اخلي ترڅو افغانستان کې طالبانو په ټولو سیمو مکمله عملداري نه وي قايمه کړي.

هغه دا هم وویل باید دا نوی حکومت د جنګ ځپلې علاقې خلکو ته هم لومړيتوب ورکړي دوی لپاره فنډونه او نورې ترقیاتي پروژې راوړي چې د دوی ژوند عامو خلکو سره برابر شي او د امنیټ ټیګنښت برقرار وساتل شي.

خو د سیاسي چارو کارپوهه او د پېښور یونیورسټي د جرنلېزم د څانګې استاز پروفیسر سید عرفان اشرف وایي دا نامنۍ پېښې سیوا کېدل دا ډیر تشویشناک صورتحال دی ځکه چې په افغانستان کې طالبان په خپله واکمن شوي او هلته نور ضرورت نه دی پاتې شوی دا خلک اوس دلته (پاکستان لوري ته) راغلي دي.

هغه ښکاري وسله وال په پاکستان کې د هر ډول حالاتو نه ګټه پورته کوي، لکه په اسلام اباد کې د روان تاو تریخوالې نه فایده اخلي ځکه چې د پوځ او ادارو دا وخت مکمله توجه په اسلام اباد کې روان سیاسي صورتحال پله ده.

او که حالات دغسې روان وي دا به عام ولس او په ځانکړي ډول امنیتي عسکرو ته لویې خطر جوړ کړي.

د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحریک کامیابېدو وروسته د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پارلیمان غونډې ته په وېنا کې د هدفي وژنود پیښو، په زوره بې درکه کولو او د ناامنۍ په نورو پیښو اندېښنه څرګنده کړې او د نوي حکومت نه يې دغه لور ته د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

په پارليمان کې د غونډې په څنډه کې د عوامي نيشنل ګوند غړي او د خېبرپښتونخوا پخواني وزیراعلا امير حېدر خان هوتي هم وي او اې ډیوه ته ويلي وو، چې کله د دوی حکومت وو دوی د وسله والو پرضد جګړې ته ودرېدلي وو، اوس به هم حکومت دغه جګړه خپله ګڼي، بيا په پارلیمان کې تګلاره وړاندې کړي او بيا په ولس کې د دغه جګړې په اړه پوهاوی راولي، څو پورې چې د يو عمل سره د حکومت، پارلیمان او ولس مرسته نه وي، د هغې پورې کاميابي ممکنه نه وي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزير شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG