په پاکستان کې جوړ شوي نوي حکومت لېوالتيا څرګنده کړې ده چې په مثبته او تعميري بنيادونو د امريکا سره اړيکو ته وده ورکړي او په سيمه ييزه کچه امن، ثبات او پرمختيا مخ په وړاندې بوځي.
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه په يو حکومتي بيان کې ويل شوي مونږ غواړو چي د امريکا سره د برابرۍ د اوصولو او د خپل مينځي ګټو په اساس دا تعلقات جاري وساتو.
دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې مخکنی وزيراعظم عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د حکومت څخه لرې کړی شوی او مخالفه ګوندونو په شريکه د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف وزيراعظم ټاکلی دی.
عمران خان د خپل حکومت په وروستیو کې چې پرضد یې عدم اعتما وړاندې شوی ، تور لګولې وو چي امريکا د هغه د لرې کولو سازش کوي او مخالفه ګوندونه ورسره په دغه سازش کې شريک دي. خو امریکا دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو د عمران خان دغه بيان دروغ بللی وو.
د رېډيو پاکستان ترمخه پاکستان ويلي، مونږ د سپينې ماڼۍ بيان په پام کې ساتلی او د امريکې لخوا د پاکستان سره د تعلقاتو هرکلی کوي.
د امریکا سپينې ماڼۍ ويلي، "مونږ (امریکا) په پرامنه طريقې سره د اييني او جمهوري اقدارو د سر لوړۍ ملاتړ کوو، او د يو سياسي ګوند د بل سياسي ګوند په مقابله کې ملاتړ نه کوو".
د امریکې د سپينې ماڼۍ د وياندې جېن ساکي دغه خبره، په پاکستان کې د عمران خان د حکومت ختمېدو او شهباز شريف وزيراعظم جوړېدو وروسته د امریکا او پاکستان د اړيکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې کړې وه.
جېن ساکي زياته کړې وه، "مونږ يقينا د قانون سرلوړي او د قانون لاندې د برابرۍ د انصاف د اصولو تاييد کوو، مونږ د پاکستان سره د اوږدې د مرستو قدر کوو، او مونږ تل يو خوشال، او جمهوري پاکستان دامریکا د ګټو دپاره مهم ګڼلی دي، او په دې کې هيڅ بدلون نه دی راغلی که په واک کې هر څوک راځي، مونږ ورسره په نزدې رابطو کې يو".
هغې دا هم ويلي د پاکستان سره د امريکې د اوږدې مودې کلکې اړيکې دي، د امنيت په اړه هم ورسره اړيکې لرې او هغه به د پاکستان د نوي مشرتابه سره هم روانې وي.
او شهباز شریف چې په قومي اسمبلۍ کې وزیراعظم وټاکل شو، په خپله لومړۍ وېنا کې يې ويلي وو، پاکستان د امريکې سره د برابرۍ په کچه د اړيکو خواهش لري، او د امريکې سره زمونږ په اړيکو کې لوړې ژورې راغلي دي.
څيړونکي وايي د عمران خان په حکومت کې د امریکې او پاکستان اړيکې ښې نه دي پاتې شوي او په وروستيو کې چې عمران خان په امریکا تور لګولی، د دې سره دغه اړيکې نورې هم ترينګلې شوي، دا به کتل وي چې د پاکستان نوی حکومت دغه اړيکې څنګه په ځای کوي.