لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: په کال 2021 کې پاکستان کې سياسي، مذهبي او صحافتي ازادۍ اغېزمنې شوي دي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کال 2021 کې په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړوند خپور رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي دي. څيړونکي وايي پاکستان کې مذهب په نوم د سپکاوي په نوم وژنې اوس هم روانې دې چې مذهبي عدم برداشت څرګندوي.

پوهان وايي دلته د خلکو ذهن سازي داسې شوې چې په ځانګړي ډول د مذهب مسله کې د شاهد، وکيل او جج کردار پخپله لوبول کيږي او د قانون منګولو ته نه سپارل کيږي.

د نهې/ سه شنبې په ورځ چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په موجودګۍ کې دغه رپوټ خپور کړی شوی، د پاکستان په اړوند پکې ويل شوي، دلته په غېر قانونه توګه يا د عدالت لرې وژنې، قېدو بند، په سياسي بنیادونو ګرفتارۍ، د خلکو تښتونې، وژنې او تشدد شوی، مذهبي او نسلي لږکۍ په هدف شوي دي.

پاکستان په سمدستي توګه دغه رپوټ ته کوم ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې تل دريځ خپل کړی چې د پاکستان په ايين کې د ټولو بشري، مذهبي او سیاسي حقونو خبره شوې او ټولو ته خپل حقونه ورکول کيږي.

ناصر زيدى چې پاکستان کې د صحافيانو د حقونو دتر ټولو لویې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکرټري دی، ډيوه ته ویلي کال 2021 د صحافيانو او اظهار د ازادۍ په حواله پاکستان کې تر ټولو بد کال ؤ.

هغه وايي کال 2021 کې د هېواد دننه د ټولنیز رسنیو په اړه بدترین قوانین جوړ کړل شول او په هغې کې داسې ضابطې هم واچول شوې چې له کبله یې د اظهار او بیان ازادي د لا نور ګواښ سره مخ شوله.

دغه امریکايي رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی، چې د مارچ مياشت په اخر کې ه د خېبر پښتونخوا ډيره اسماعيل خان سيمه کې د مدرسې زده کونکو بله د مدرسې استاذه د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه.

څيړونکي وايي دا اولنۍ پېښه وه چې د ښځو لخوا د توهين رسالت په نوم په خېبر پښتونخوا کې بله ښځه ووژل شوه، دغسې تېر کال د دسمبر مياشت په اخر کې د سري لنکا سره تعلق لرونکي په سيالکوټ کې خلکو د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکلو وژلې او بيا يې په اوور سوځولی وو.

څيړونکې او د مذهبې سخت دريځۍ په اړه ليکونکي خادم حسېن ډيوه ته ويلي په دې ټولنه کې د مذهب په نوم سخت دريځي سېوا شوې ده، او د مذهب سپکاوې دلته د مذهبي ګوندونو او رياست لخوا د خپلو ګټو د پاره کارول شوې ده.

"د ميډيا،د خلکو د خبرو له امله په ټولنه کې دومره خپوره شوې چې خلک ځان ته جواز پخپله ګوري، د مذهب د سپکاوي د پاره قانون شته خو چې کله خلک پخپله وکيل ،جج او پخپله مدعي جوړ شي نو دغسې پېښې مخې ته راځي".

په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په خپل يو رپوټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوې وې.

په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مشر اکبر خان نه چې وي او اې ډیوه وپوښتل د مذهبي سخت دريځۍ څه علتونه دي؟ نوموړي يې په ځواب کې وويل،

" په بنیادي توګه رياست چې کومه بيانيه د افغانستان په اړه، د تحريک لبېک سره چې څنګه تګ لارې خپلې کړې نو خلکو ته جواز ترلاسه شي چې بيا د مذهب د سپکاوي د تور په صورت پخپله تورن تن ووژني"

پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ډيوه ته وېلي چي په کال 2021 کې د هېواد دننه د عيسوي او هندو لږکيو په عبادت خانو حملې شوي دي او په سیند صوبه کې د تنکو هندو جنيکو مذهب په جبر بدل کړې شوې دې.

هغه وايي پاکستان کې چې څوک هم په پوځي ادارو تنقيد کوي نو هغوي په جبر لادرکه کېږي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وي او اې ډيوه ته ويلي وو د مذهب د سپکاوي په تور سزا ورکول د رياست کار دی.

"اسلامي نظرياتي کونسل په دې اړه ډير وړاندې قراداد پاس کړې دې چې افرادو ته اجازت نشته په داسې قسمه واقعاتو باندې دا د رياست کار دې چې د عدالتي کاروايي نه پس پريکړه وکړې شي".

څيړونکي وايي د مذهب سپکاوي په تور د وژنو او اشتعال پېښو کې د ځوانانو شمېر ډير وي.

د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ ته ویل شوي وو چې په دې وروستیو کې د هېواد دننه د مذهب د سپکاوى په نامه د خونړي تشدد په پېښو کې90 فيصدي ځوان کول ککړ موندل شوی دی.

ډاکټر قبله اياز وايي د مذهبي سپکاوي په تور د وژنو پېښې د مدرسو نه بهر هم کيږي، اوس ليدل کيږي چې دا الزام خلک د خپلو شخصي شخړو کې د بهانې په توګه کارول کيږي۔ نوموړي وويل بايد چې تعليمي ادارو، مدرسو او جماعتونو کې خلکو ته د انساني ژوند د احترام په اړه خلکو ته سبک ورکړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG