لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو دملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي


د پاکستان د پوځ لخوا دملکي ادارو په ضد په ټولنیزو رسنیو په پیل شوي کمپاين دناخوښۍ څرګندولو وروسته دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای ددغه کمپاین پرمخ بوتلو کې دککړو تنانو په ضد ګامونه اخستل پيل کړي اؤ یو شمیر کسان یې نیولي دي .

د تحريک انصاف ګوند مرکزي عمومي سيکتر اسد عمر په سوشل مپډيا فعاله د خپل ګوند دغړو د ګرفتارۍ پخلى کړى دى او ویلي یې دي، د دوئ ګوند به ددې نیونو پرضد عدالتونو ته ځي.

تيره ورځ خبريالانو سره ملاقات کې وزير اعظم شهباز شريف هم د رياستي ادارو په ضد انلاين کمپاين کې دککړو تنانو په ضد د کارروایۍ خبردارى ورکړى ؤ.

د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای پخلی کړی چې نیول شوؤ دولس تنانو څخه د نهو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.

داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک دلارې دپخواني وزیراعظم عمران خان دحکومت ختمولو وروسته دهغه ګوند تحریک انصاف ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي اؤ په سوشل میډیا ددغو احتجاجونو مخې ته راغلو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې دتحریک انصاف ګوند پلویان دپوځ اؤ عدلیې پرضد کلک شعارونه ورکوي.

ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم په پوځ اؤ عدلیه دنیوکو اؤ تورونو لړۍ پیل شوې چې تیره ورځ دپاکستان دپوځ دکورکمانډرانو غونډه کې په دې کمپاین ناخوښي ښودل شوې وه.

دپوځ لخوا دناخوښۍ څرګندولو نه وروسته داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې قانون پځائ کوونکو ادارو ګرد هیواد کې په ټولنیزو رسنیو د ملکي ادارو پرضد دکمپاین چلوونکو پرضد عملیات پیل کړي اؤ‌ دولس کسان یې نیولي دي.

دتحریک انصاف ګوند سره یو وتلي مشر فيصل واوډه دپوځ په ضد دکمپاين غندنه کړې او ددې نه ېې لاتعلقي ښودلې خو بل لوري ته ددغه ګوند عمومي سیکتر اسد عمر اعلان کړی چې دخپل ګوند دفعالینو دنیول کیدو پرضد به محکمې ته ځي.

د بشري حقونو فعاله پروفيسر عمار علي جان د پي ټي ایي د غړو د ګرفتارۍ غندنه کوي خو وايي ددې پړه د تحرېک انصاف په قيادت راځي چې دا سپيناوى وکړي د پوځ مخالفه بيانيه ردوي او که خپلوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې که داسى نه کيږي نو دا به ګڼلى شي چې تحريک انصاف دوه مخې تګلاره لري او ددې له امله به د پارټۍ عام غړي د مشکلاتو سره مخ کيږي.

د بشري حقونو ،وکيلانو او خبريالانو تنظيمونو په تير واکمن ګوند تحريک انصاف د رایې د اظهار په ضد دناوړه بندیزونو تورونه لګول او تيره اوونۍ اسلام اباد هايکورټ د هغى وخت تحريک انصاف حکومت لخوا د اليکټرانکي جرمونو د مخنيوى قانون کې د بدلون مسوده رد کړې وه.

په عین حال کې د سه شنبى په ورځ اسلام اباد هايګوټ کي د پخواني وزير اعظم عمران خان د دوؤ سلاکارانو شهباز ګل او شهزاد اکبر د نومونو دسفري بنديزونو نوملړ کې د اچولو دقضيي اورېدنه شوې ده او مشر قاضي اطهر من الله د پلټنو ادارى ايف ایي ای امر کړی چې ددغو دواړو کسانو نومونه دې دسفر بندیزنو دنوملړ نه وویستل شي.

اطهر من الله زياته کړې عدالت به حکومت انتقامي کاروايو ته نه پريږدي.

خو دهیواد نوي وزیراعظم شهباز شریف بیا له خپلې ټاکنې وروسته پخپله وړومبۍ وینا کې ویلي وؤ چې دچا پرضد به انتقامي کارروایي نه کوي اؤ نه به څوک زندانونو ته اچوي خو ویلي یې وؤ چې قانون به خپله لاره پخپله وباسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG