واشنګټن ــــ په یورپي پارلمان کې د جرمني غړې هنا نیومن پر طالبانو ږغ کړی چې د نجونو سکولونه خلاص کړي او داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان بشپړه استازیتوب وکړای شي.
د طلوع نیوز د خبر له مخې مېرمن هنا نیومن له یو پلاوي سره کابل ته تللې او د شورو- چارشنبې په ورځ یې هلته یوې خبري غونډې ته وویل، که په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بند وساتل شي، د نجونو او د دغه هېواد راتلونکی به له خطر سره مخ شي:
"د مارچ پر 23مه نجونې له خپلو هیلو سره سکولونو ته روانې شوې خو بېرته په ډکو سترګو کورونو ته ستنې شوې. په دغو کې ځینو کورنیو په ریښتیا خپلې سپمولې پیسې لګولې چې لوڼو ته کتابونه او بستې واخلي او سکولونو ته لاړې شي".
دا نه ده څرګنده چې مېرمن هنا نیومن په کابل کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره هم جلا هم لیدلي که نه، خو په یوه غونډه کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د ښځو د حقونو له استازو سره لیدلي دي.
د افغانستان له «ون ټي وي نیوز» سره په مرکه کې هنا نیومن ویلي، کابل ته د دې لپاره تللې چې هلته حالات وګوري او د طالبانو له مشرانو سره خپل نظر تبادله کړه:
"د [طالبانو] په رسمیت پېژندلو وخت لا ډېر لرې دی، تر څو طالبان د افغان ولس حقونه ونه پېژني موږ به دوی په رسمیت ونه پېژنو".
مېرمن هنا نیومن د افغانو ښځو له استازو او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له استازو سره د اپرېل پر 12مه په هغه روژه مات کې خبرې کړې دي چې د یورپي پارلمان له خوا ترتیب شوی وو. د افغانو ښځو نیټورک پر ټویټر لیکلي:
"په دې غونډه کې پر اوسنیو چېلنجونو خبرې وشوې، د افغانو ښځو نیټورک د ارام او سوکاله افغانستان په جوړولو کې د ښځو او نارینه دوو د ګډ کار پر ارزښت رڼا واچوله".
د یورپي پارلمان استازې په خپل یو ټویټ کې ویلي، یو هېواد تر هغه وخته د پرمختګ پر لور هڅه نه شي کولای که یې مشران د نیمې ابادۍ له وړتیاوو مخ واړوي:
"سکولونو ته د نجونو نه تګ دا معنا چې ښځې پیسې یا آمدن نه لري، نور ماشومان په غربت کې را غټېږي او هېواد یو له بله نسله پرشاتګ کوي".
د یورپي پارلمان غړو د اپرېل پر اوومه هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو پرېکړه غندلې او په دې اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.
یورپي پارلمان په یوه قرارداد کې له طالبانو غوښتي وو چې د خپلو تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي بندیزونه لرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان هلکان او نجونې تعلیم ته لاسرسی ولري.
د اپرېل پر شپږمه د یورپي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل هم په یوه غونډه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حالت په اړه اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومته یې غوښتي وو چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي.