لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي هیواد کې به مارشل لاء نه لګي،دعمران خان زیاتره دعوې یې هم رد کړي


دپاکستان پوځ په سپینو ټکو کې ویلي چې هیواد کې به مارشل لاء یا پوځي واکمني نه پځائ کیږي اؤ وایي دهیواد بقاء یوازې په جمهوریت کې ده باید ټولې خواوې دجمهوریت دپیاوړتیا دپاره هڅې کړي.

هغه دپخواني وزیراعظم عمران خان دحکومت پرضد دبهرني سازش دعوې هم رد کړي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دقامي سلامتي کمیټۍ دغونډې اعلامیه کې د سازش لفظ ؤ؟

دپاکستان دننه د وروستي سیاسي وضعیت په جریان کې دپوځ دکردار واضحه کولو په مهال د زیارت په ورځ دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پی ار مشر میجرجنرال بابر افتخار رسنیو ته ویلي پوځ دسیاست سره هیڅ کار نه لري اؤ باید پوځ په سیاست کې را ونه لړل شي.

هغه د پخواني وزیراعظم عمران خان ددې دعوې په هکله چې امریکې ترې پوځي اډې غوښتې وې ،دیوې پوښتنې ځواب کې وویل نه خو امریکې پوځي اډې غوښتې دي اؤ نه مونږ ورکړي دي اؤ که یې غوښتې هم وې نو زمونږ به هم هغه دریځ ؤ کوم چې د وزیراعظم ؤ.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پوځ ددې څرګندونو هرکلی کړی اؤ په ټویټر یې لیکلي چې د ایي ایس پی ار دمشر تازه څرګندونې دجمهوریت دساه لپاره دتازه هوا په څیر دي.

هغه ویلي دجمهوریت ،ایین اؤ قانون د واکمنۍ ملاتړ نه یوازې دهرې ادارې بلکې د هر تن ذمه واري ده.

هغه وایي دپاکستان دستونزو هواری په جمهوریت کې دی اؤ په دې لاره دتګ سره پاکستان پرمخیتا اؤ خوشحالي ترلاسه کولی شي .

دسیاسي چارو څېړونکی اؤ سیاستمدار ښاغلی خادم حسین په ټویټر وایي هرکله چې امریکې دپاکستان نه اډې غوښتنې نه دي نو عمران خان بیا چاته اؤ ویلي ویلي دي چې" هیڅکله نه ؟"

هغه وایي دا پوښتنه نن دټولو خلکو په ذهنونو کې راولاړیږي

میجر جنرال بابر افتخار وویل وویل دپاکستان بقاء جمهوریت کې ده ، عدالتونه دپوځ ماتحت نه دي خپلو پریکړو کې ازاد دي ، پارلیمان ،سپریم کورټ اؤ وسله بند ځواکونه دجمهوریت ساتونکي دي اؤ اوس به هیواد کې کله هم مارشل لاء نه لګي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې هغه دپخواني وزیراعظم عمران خان ددې تورونو پخلی نه دی کړی چې ګنې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی اؤ یا ورته ګواښونه شوي دي.

پوځي ویاند وویل په دغه اړه دقامي سلامتي کمیټۍ کومه غونډه شوې وه هغې کې دپوځ مشرتابه خپل دریځ مخې ته اېښودی اؤ د غونډې اعلامیه هم مخې ته راغلې ده چې پکې د "سازش" لفظ نشته.

میجر جنرال بابر افتخار وویل پاکستان ته دبهر څخه هیڅوک په کږه سترګه نه شي کتلی اؤ که چا ور وکتل نو سترګې به یې وویستل شي.

دملسم لیګ نواز ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز د پوځي ویاند له څرګندونو وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان ته په اشارې سره په ټویټر لیکلي"وخت رارسیدلی دی چې ستا دیو،یو دروغ محاسبه وکړل شي، دکرسۍ له خاطره قامي سلامتیا سره دلوبو کولو دناوړه هڅو محاسبه وکړل شي، حوصله ساته،اوس ټينګ شه، دتل په څېر ونه تښتې ولې چې دا قام به اوس تا تېښتې ته نه پریږدي"

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپخواني وزیراعظم عمران خان دګوند پاکستان تحریک انصاف له لوري ولسي جلسو کې دپوځ پرضد دشعارونو ویډيوګانې مخې ته راغلي اؤ په سوشل میډیا هم داسې خپرونې کیږي چې ګنې دعمران خان حکومت دپوځ په لمسه ختم کړل شوی دی.

بابر افتخار وویل د ولس ملاتړ دپوځ دطاقت سرچینه ده اؤ د افواهاتو په اساس دپاک پوځ کردار کشي به په هیڅ توګه قبوله نه کړل شي.

هغه وویل دپوځ پرضد په منظمه توګه مهم چلول کیږي اؤ هڅه کیږي چې دپوځ اؤ ولس ترمنځ فاصلې پیدا کړل شي خو داسې سازشونه نه وړاندې کامیاب شوي دي اؤ نه به اوس کامیاب شي.

پخواني وزیراعظم ته دبهر نه دګواښونو دډک لیک ترلاسه کیدو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې هغه ویل پوځ دقامي سلامتۍ دکمیټۍ غونډه کې ددغه لیک په اړوند خپل دریځ وړاندې کړی دی، زمونږ خفیه شبکې دټولو ګواښونو پر وړاندې بیدارې ولاړې دي اؤ ټولې ادارې په غوره توګه کار کوي .

"پخپله وګورئ چې ددغه غونډې اعلامیه کې دسازش لفظ نشته ، مونږ به دپاکستان پرضد یو رقم سازش هم کامیابیدو ته پرې نه ږدو"

هغه وویل ټول سیاسي قیادت په هر دور کې د ایټمي پروګرام لپاره کردار ادا کړی دی ، زمونږ ایټمي پروګرام ته هیڅ ګواښ نه شته ، ایټمي پروګرام باید د سیاسي مباحثو برخه ونه ګرځول شي ولې چې ایټمي اثاثې دهیڅ سیاسي قیادت سره تړاؤ نه لري ، دایټمي اثاثو په هکله خبرو کې باید ډیر احتیاط نه کار واخستل شي.

هغه وویل سیاسي ګوندونو غوښتنه کوله چې پوځ باید سیاست کې مداخله ونه کړي اؤ پوځ دا خبره عملي کړې ده اؤ سیاست سره هیڅ کار نه لري دپاکستان پوځ یوازې خپل اییني اؤ قانوني کردار ادا کوي اؤ دې ته به دوام ورکوي.

په پاکستان کې ځینې څېړونکي داسې انګیرنې کوي چې ګنې دپخواني حکومت اؤ پوځ ترمنځ اړیکې په دې خبره خړې شوې دي چې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه حکومت نه دخپل ملازمت موده کې پراختیا غوښتې وه اؤ عمران خان دپراختیا ورکولو نه انکار کړی ؤ.

خو پوځي ویاند وویل دپوځ مشر نه خو دخپل ملازمت موده کې پراختیا غوښتې ده اؤ نه به یې وغواړي ، بلکې په ۲۹نومبر به هغه ریټایرډ شي.

نوموړي وویل دپاکستان بقاء جمهوریت کې ده ، عدالتونه دپوځ ماتحت نه دي خپلو پریکړو کې ازاد دي ، پارلیمان ،سپریم کورټ اؤ وسله بند ځواکونه دجمهوریت ساتونکي دي اؤ اوس به هیواد کې کله هم مارشل لاء نه لګي،

هغه دعمران خان دا دعوه هم رد کړه چې ګنې داقتدار په وروستیو ورځو کې ورته پوځ درې لارې ایښې وې چې یا باید استعفا ورکړي، یا ټولټاکنو ته غاړه کښیږدي اؤ یا د بې باورۍ تحریک سره مخ شي.

پوځي ویاند وویل پوځ وزیراعظم ته هیڅ لارې نه وې ایښې بلکې د وزیراعظم ددفتر نه دپوځ سرلښکر سره پخپله رابطه شوې وه چې باید اپوزیشن سره خبره وکړل شي .

د ډان ورځپاڼې سیمه ییز مشر اؤ وتلي خبریال دپوځي ویاند په څرګندونو خپل غبرګون کې ویلي دي چې دایي ایس پی ار مشر ډیر تورونه،بیانیې،افواهات اؤ قیاسونه پوچ کړي دي ، د امریکایي اډو نه نیولې دګواښونو دلیک پورې

خپل غبرګون کې دپاکستان وتلی خبریال اعزاز سید وایي پوځي ویاند پخپله وینا کې دپخواني وزیراعظم عمران خان ددرېوؤ خبرو تردید کړی دی ، وړومبی دا چې دامریکې له لوري هیڅ سازش نه دی شوی، بله دا چې پوځ نه بلکې عمران خان پوځ سره رابطه کړې وه اؤ دریمه داچې دعمران خان ددعوې برعسک امریکې دپاکستان نه اډې نه دي غوښتي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG