لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړو استعفاګانې منظور کړل شوې


دپاکستان دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر قاسم سوري دپخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ د ۱۲۳ غړو استعفاګانې منظور کړي دي اؤ ددې سره سم یې هیواد کې د نوؤ ټولټاکنو غوښتنه کړې ده.

خو د واکمن مسلم لیګ(ن) ګوند مشرانو له وړاندې واضحه کړې ده چې دوئ به دتحریک انصاف دغړو داستعفاګانو صورت کې دهغوئ په خالي شوؤ چوکیو بیا دسره ټاکنې کوي اؤ هڅه به یې وي چې دغو چوکیو کې هم یو شمیر ترلاسه کړي.

د زیارت په ورځ دتحریک انصاف ګوند داطلاعاتو سکتر فرخ حبیب په ټویټر لیکلي چې قایم مقام اسپیکر قاسم سوري د پي ټي ایي دغړو استعفاګانې منلې دي اؤ دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ هم ددې استعفاګانو دمنظورولو رسمي اعلامیه خپره کړې ده.

فرخ حبیب غوښتنه کړې ده چې داستعفاګانو د منظوریدو له امله اوس په ګرد هیواد کې عامي ټاکنې کول ضروري شوي دي.

قایمقام اسپیکر قاسم سوري داستعفاګانو په اړه په ټویټر ویلي دي چې ده ته د ۱۲۵ غړو استعفاګانې ترلاسه شوې وې چې هغې کې د دوؤ غړو داستعفاګانو پخلی نه دی شوی اؤ د۱۲۳ غړو استعفاګانې یې منلې دي.

په لسم اپریل قامي اسمبلۍ کې دپخواني وزیراعظم پرضد دبې باورۍ دتحریک کامیابیدو نه وروسته تحریک انصاف ګوند داسمبلۍ نه دخپلو غړو د مستعفي کیدو پرېکړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ هغوئ به په داسې اسمبلۍ کې نه کښیني چې غله اؤ ډاکوان پکې حکومت کوي.

خو د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مشر احسن اقبال اؤ راناء ثناء الله بیا دبیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ چې دتحریک انصاف غړي که د اسمبلیو نه استعفا ورکړي نو د دوئ حکومت به دهغوئ په خالي شوؤ چوکیو بیا دسره انتخابات وکړي اؤ په غو چوکیو کې به هم ګڼ شمیر چوکۍ ترلاسه کړي.

وتلي خبریال حامد میر د جیو ټي وي په یو پروګرام کې ویلي دتحریک انصاف ګوند دغړو لخوا دقامي اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکول یوه ډیره لویه پریکړه ده اؤ دحکومت لخوا په دومره زیاتو چوکیو بیا دسره انتخابات کول هم دومره اسان کار نه دی.

خو دهغه په وینا دتحریک انصاف ګوند دا ګام دشهباز شریف حکومت ته فرصت په لاس ورکولی شي چې په دغو چوکیو بیا کیدونکو ټاکنو کې دتحریک انصاف دغړو څېنې چوکۍ هم وګټي اؤ اسمبلۍ کې په دریوؤ کې دوه برخې اکثریت ترلاسه کړي .

هغه وایي که دمسلم لیګ نواز اؤ ایتلافي ګوندونو ګډ حکومت پارلیمان کې په دریوؤ کې دوه برخې اکثریت ترلاسه کړي نو په هر رقم قانون سازۍ کې به ورته زیاتې اسانۍ په لاس ورشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG