لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف تور:عمران خان بهرنیو هیوادونو نه ترلاسه شوې ډالۍ دوبۍ کې په ۱۴ کروړه روپۍ پلورلي دي


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په پخواني وزیراعظم عمران خان تور لګولی چې دبهر نه ورته ترلاسه شوې ډالۍ یې په دوبۍ کې په ۱۴ کروړه روپو پلورلې دي.

خو تحریک انصاف ګوند بیا د وزیراعظم دا تورونه بې اساسه بللي دي اؤ وایي د وزیراعظم سره نه ښایي چې داسې بې سر وخپو تورونه ولګوي.

داتوار په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو ویلي وزیراعظم شهباز شریف پخپله دولتي ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي زه پخلی کووم چې عمران خان دتوشه خانې نه اخستې ډالۍ له هیواده بهر پلورلې دي.

هغه ویلي چې عمران خان دا ډالۍ په ۱۴ کروړه روپۍ پلوري چې پکې دهیرو کالي پتري،ګړۍ اؤ امیلونه شامل دي.

پاکستانۍ خبریالې غریده فاروقي په ټویټر لیکلي وزیراعظم شهباز شریف خبریالانو ته ویلي چې دتحریک انصاف حکومت څو کسانو د توشه خانې نه یوه ګړۍ یاساعت، ګوتمه اؤ هار په ارزان نرخ اخستي اؤ بیا یې په دوبۍ کې خرڅ کړي دي.

هغې د وزیراعظم له قوله ویلي چې ددې شیانو مالیت یې ۱۵یا شپاړس کروړه جوړیدو خو دقانون په بدلولو دا دتوشه خانې نه ویستل شوي اؤ دوبۍ ته رسول شوي دي.

خو دتحریک انصاف ګوند یو وتلي مشر اؤ دعمران خان تیر حکومت کې د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري بیا د وزیراعظم شهباز شریف دا تورونه بې اساسه بللي دي اؤ ویلي یې دي، یو وزیراعظم سره داسې وړې خبرې اؤ تورونه نه ښایي.

جیو ټي وي د فواد چوهدري له خولې ویلي که یو هیواد ساعت یا ګړۍ د ډالۍ په توګه ورکړه اؤ دغه ډالۍ وزیراعظم دحکومت نه په پیسو واخسته اؤ بیا یې له هیواده بهر وپلورله نو په دې کې جرم څه دی؟

فواد چوهدري ویلي شهباز شریف عمران خان بدنامول غواړي اؤ نه پوهیږي چې په هغه څه رقم تورونه ولګوي؟

هغه ویلي "زما ګړۍ ده که په پینځه کروړه یې پلورم اؤ که په لس کروړه دا زما خوښه ده، هیڅوک پرې دنیوکې حق نه لري"

خو د پاکستان د انتخاباتو دکمېشن پخواني سکتر او ریټایرډ سرکاري افسر کنور دلشاد وایي کله چې دهیواد صدر یا وزیراعظم ته بهرنی هیواد ډالۍ ورکړي نو دا د دوئ شخصي ملکیت نه وي بلکې دا د ریاست امانت وي.

پروسکال چې کله دعمران خان د ډالیو د پلورل کیدو قضیه په مطبوعاتو کې راپورته شوه اؤ حتی تر محکمې ورسیده نو کنور دلشاد وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ توشه خانه د وفاقي حکومت هغه اداره ده چې پاکستاني چارواکو ته د بهر ملکونو تحفې یا ډالۍ پکې ساتل کېږي.

خبریال روف کلاسرا په ټویټر لیکلي نوی حکومت وایي چې عمران خان ته ورکړل شوې قیمتي ډالۍ چې هغې کې ګړۍ،هار اؤ ګوتمه شامل وه د توشه خانې نه وړل شوي اؤ دا هرڅه دکابینه ډویژن په ریکارډ موجود دي،کیدای شي ځکه خان صیب اسلام اباد هایکورټ ته دتوشه خانې نه د ویستل شوؤ ډالیو دفهرست ورکولو نه انکار کولو

تیرکال پاکستان کى معلوماتو ته دلاس رسي خپلواکه کميشن امر کړی ؤ چې عمران خان ته په تيرو دریو کلونو کې د بهرنیو هیوادونو مشرانو کومې تحفې یا ډالۍ ورکړي وفاقي حکومت دې دهغې په اړه معلومات شریک کړي خو دعمران خان حکومت په دغه اړه دمعلوماتو شریکولو نه ډډه کوله اؤ کمیشن ددغه امر پرضد یې اسلام اباد هایکورټ ته عریضه کړې وه.

په هغه مهال عدالت کې د سرکاري وکیل دریځ ؤ چې دغو معلوماتو څرګندولو سره د پاکستان د ځینو هيوادونو سره اړيکو ته زيان رسيدلى شي.

د مقدمې اوريدونکي جج یا قاضي جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د حکومت په دغه دریځ ویلي وؤ که د يو بهرني هيواد مشر پاکستان ته يورنييم ورکړى وي نو بیا خو دا د قامې سلامتيا معامله ګڼل کېدای شي خو نورې کومې داسې ډالۍ دي چى په اړه یې د معلوماتو څرګندېدو سره د پاکستان مفاداتو ته زيان رسيدلى شي؟

د جسټس اورنګزيب وينا وه د نورو هيوادونو مشران داسې ډالۍ په عجایب خانو کى ساتي خو نه پوهېږي د پاکستان حکومت د دغه ډالو په تفصيلاتو څرګندولو ولې شرمېږي؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG