لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیب مشر نه دعمران خان حکومت کې دمالي درغلیو قضیو کې داخستل شوؤ ګامونو سپیناوی غوښتل شوی


دپاکستان د پارليمان پيلک اکاونټس کميټې د احتساب ادارې مشر جاوید اقبال څخه د مالم جبې دسرکاري زمکى په ګډون دتحريک انصاف په تیر حکومت کې د مالي درغليو سره دتړلو يو شمېر سکينډلو یا معاملو په ضد دنيب لخوا داخستل شوؤ ګامونو په اړه سپيناوى غوښی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واکمن مسلم ليګ (نواز) ګوند او اتحادي پيپلز پارټۍ په احتساب اداره د انتقامي کاروايو تورونه تکرار کړي او د يادو ګوندونو مرکزي مشران د احتساب ادارې د تړلو او د نيب چارواکو د محاسبې غوښتنې کوي.

بل اړخ ته د احتساب ادارې مشر ښاغلي جاوید اقبال منلې چې پاکستان کې ځنې ادارو ته سترګې ښودل ممکنه نه دي.

د پارليمان پبلک اکاونټس کميټي کې شاملو د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند دغړو پوښتنو ته غبرګون کې د احتساب ادارې مشر جاويد اقبال وويل تير دپي ټي ایي حکومت کې مالي درغليو سره تړلې د مالم جبې دسرکاري ځمکې قضيه عدالت کې ده او دا چې دپنډى نيب هم تير حکومت کې د دوايانو دنرخونو زياتولو سره تړلی د اربونو روپو دکرپشن اسکينډل پلټنې پيل کړې دي.

د پارلیماني کميټې په وړاندى جاويد اقبال پخلى وکړو چې پاکستان کې ځینو ادارو ته سترګى ښودل ممکنه نه ده.

باید وویل شي چې پاکستان کې داحتساب ملي اداره چې په نيب یادیږي، د پاکستان د پوځ دحاضر سروس چارواکو او د اعلا عدليې دججانو د محاسبې واک نه لري او دغه داوړه ادارې د خپل چوکاټ دننه د احتساب دموثره نظام لرلو دعوې کوي.

پاکستان کې د شهباز شريف دنوي وزير اعظم منتخب کیدو سمدستي وروسته د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند بل پخواني وزير اعظم شاهدخاقان عباسي داحتساب په اداره باندې د انتقامي کارروائیو تورونه تکرار کړي او هغه د نيب د تړلو سره د ا دارې د چارواکود محاسبې غوښتنه هم کړې ده.

د مسلم ليګ نواز ګوند داتحادي پيبلز ګوند د سينټ غړی بهرمند تنګي د خاقان عباسي د دريځ ملاتړ کوي
اؤ وي او اى ډيوه سره خبرو کې یې تور ولګولو چې د نيب چارواکو د اربونو روپو غير قانوني اثاثې حوړې کړي ځکه د دوي احتساب دې وشي.

د قانون پخوانی وزير افتخار ګيلاني هم د نيب قانون کې اصلاحات د وخت ضرورت بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې که نيب ختم کړى شي نو بيا هم پاکستان کې د ایي بي ،ايف ایي ای او اينټي کرپشن په څېر ادارې شته چې احتساب وکړي خو په دې شرط چې دا ادارې د سياسي اثر لاندې نه وي.


د پاکستان سپريم کوړټ هم څو ځل د نيب دسياسي انتقامي کاروايو لپاره دکارؤل کیدو پخلى کړى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG