لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د "يتيمانو مور" بلقيس ايدهي په حق رسېدلې


د خېرښېګړې خېراتي ادارې [ايدهي فاونډېشن] د مشر عبدالستار ايدهي مېرمن بلقيس بانو ايدهي د 74 کالو په عمر کې په کراچۍ کې په حق رسېدلې ده، په ټولنيزو رسنيو بلقيس ایدهي "د يتيمانو د مور" په نوم ياده کړی شوې ده.

ايدهي فاونډېشن په خپله فېس بک پاڼه د بلقيس ايدهي د مړينې خبر ورکړی چې "بلقيس بانو ايدهي د لږې ناروغۍ له امله په روغتون کې داخل وه او د 74 کالو په عمر کې په حق ورسېده"، ويل شوي هغه " نرس او د ايدهي فاونډېشن شريکه مشره وه، د خپل ژوند د شپږو لسيزو نه زياته موده يې د انسانت په خدمت کې تېره کړې ده".

د بلقيس ایدهي په مړینه غمرازي

په ټولنيزو رسنیو د بلقيس ايدهي په مړينه خواخوږي شوې او د هغې د انسانيت دپاره خدمات ستايل شوي دي.

په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې د بلقيس ايدهي په مړينه د هغې د کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي کړې او هغې ته "د ډېرو دپاره د خدمت د هڅونې نمونه ویل شوي دي".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د "بلقيس ايدهي مړينه د قوم دپاره غټ تاوان بللی دی".

د نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ پلا ضياالدين يوسفزي په ټويټر ويلي، بلقيس ايدهي "د يتيمانو او بې وزلو ماشومانو د مور په څېر وه".

په ايدهي فاونډېشن کې د بلقيس ايدهي خدمات

بلقيس ايدهي چې د خپل خاوند سره د خېرښېګړې په اداره کې اوږه په اوږه ولاړه وه، د ايدهي فاونډېشن ترمخه دغه "ادارې په ټول ملک کې د ايدهي په کورونو او مرکزونو کې زانګوګانې لګولي او تراوسه پورې پکې د 42زرو نه زيات ناخوښه ماشومان بچ کړی شوي دي".

بلقيس ايدهي چې به د ادارې د نورو خدمتونو سره په ځانګړي ډول د غورزول شوو يا په زانګوګانو کې د اچول شوو ماشومانو پالنه کوله، په 2016 کې يې وي او اې ډيوه ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، " په يوه مياشت کې په کراچۍ کې شپږ ، اووه او په نور ملک کې هم شپږ ، اووه ماشومان ميلاويږي نو دغه شمېره د 12 او 15 پورې رسي".

د ايدهي زانګوګانې

د ايدهي فاونډېشن ترمخه په کراچۍ ښار کې دغه زانګوګانې د هغو تنکو ماشومانو د خوندي کولو په غرض لګول شوي چې مور یې خپله وي خو پلار یې خپل نه وي ، یا څوک کونډه یې د ساتلو توان نه لري . او بیا د پېدا کېدو نه یوه ورځ نيمه وروستو دغه اومې غوښې ماشومان د ښځلو په ډېرانونو کې وغورزول شي ، که چرته چاته ژوندي په لاس ورغلو خو بچ شي ګني د کارغانو ، سپو، او پي‍شوګانو خوراک شي .

د دغو زانګوګانو سره د بلقيس ايدهي پېغام ليکل شوی چې ( مه یې قتلوئ زانګو ته یې راورسوئ).

بلقيس ایدهي

د ايدهي فاونډېشن ترمخه بلقيس ایدهي په کال 1947 کې په کراچۍ کې زېږېدلې، په پېشه نرس وه، په اتم ټولګي کې وه چې د ايدهي په نرس تربيتي مرکز داخله شوې او په 1966 کې یې د عبدالستار ايدهي سره واده کړی وو.

د عبدالستار ايدهي دوه زامن او دوه لوڼه دي. د 2016 د جولايۍ په مياشت کې د عبدالستار ايدهي د مړينې وروسته بلقيس ايدهي او د هغې مشر زوی فېصل ايدهي په ګډه دغه خېراتي اداره چلوله. بلقيس څو جايزې هم ګټلې وې.

ايدهي فاونډېشن

د ايدهي فاونډېشن ترمخه دغه اداره په ټول ملک کې 1800 ايمولنسې لري کومې چې د هر ډول پېښو په وخت خلک روغتونو ته رسوي او مرستې يې کوي، اداره په ټول ملک کې 335 د خېرښېګړې خيراتي مرکزونه او يو هيلي کاپټر، دوه الوتکې او 28 کشتۍ هم لري او وايي دا هم د خلکو د مرستو دپاره کاروي .

ايدهي فاؤنډېشن په ټول ملک کې 18 کورونه لري په دغو کورونو کې ذهني ناروغان، يتميان هلکان جينکۍ او د کورني تشدد څخه تښتيدلي خلک ساتلی شي ، ورسره دغه اداره په کراچۍ کې غټه مرده خانه لري چرته چې د مسلمانانو ترڅنګ د غېر مسلمانانو مړي اېښودل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG