لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاسم سوري استعفا ورکړې، پنجاب کې نوی وزيراعلا منتخب کيږي


د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستیال سپيکر قاسم سوري ويلي، د خپلې څوکۍ نه یې استعفا ورکړې ده، بل لور ته د ملک په غټه صوبه پنجاب کې د نوي وزيراعلا دپاره په اسمبلۍ کې انتخابات کيږي.

قاسم سوري ویلي، د قومي اسمبلۍ نه يې استعفا د خپل ګوند (پاکستان تحریک انصاف) د بيانيې سره د تړون علامت دی، د پاکستان په خپلواکۍ به ساز باز ونه کړي، د ملکي ګټو او ازادۍ دپاره جنګيږي.

د قاسم سوري پرضد نن د خالي/ شنبې په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ په تحريک راې ورکول کېدې، خو د رايو ورکولو نه وړاندې څوکۍ پرېښوده.

له دې وړاندې د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر هم د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو سپيکرانو استعفاګانې په داسې وخت کې ورکړي چې د ياد ګوند مشر عمران خان په قومي اسمبلۍ د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی دی.

بل لور ته مخالفه ګوندونو ويلي د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی راجه پروېز اشرف بلا مقابله د قامي اسمبلۍ سپيکر جوړ کړی شوی دی.

مخالفه ګوندونو د نهم او لسم اپرېل په مينځنۍ شپه کې شهباز شريف وزيراعظم منتخب کړی دی، او نن ويل شوي نوی حکومت خپله کابينه اعلانوي.

د پاکستان په غټه صوبه پنجاب کې د تحریک انصاف د وزیراعلا عثمان بزدار د لرې کولو وروسته هلته د مسلم ليګ ق ګوند او مسلم ليګ ن امېدواران د وزيراعلا د څوکۍ دپاره رايې اخلي.

د مسلم ليګ ق او تحريک انصاف ګوند شريک امېدوار چودري پروېز الهی او د مخالفه ګوندونو امېدوار شهباز شريف دی.

مسلم ليګ ق او مسلم ليګ ن په خپل خپل ځای د ډېرو څوکو دعوې کوي، په پنجاب اسمبلۍ کې د وزیراعلا د څوکۍ د انتخاب دپاره 186 رايې اخستل پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG