لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي دپوځي ویاند له سپیناوي وروسته یې عمران خان نه پخپله بیانیه د ودریدلو هیله نه لرله


د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران په کراچۍ کې خپلو پلويانو ته د وینا په مهال له هغوئ پوښتنه کړې ده چې ايا تاسو ګڼئ چې(د هغۀ د حکومت نه لرې کول) دا يو سازش ؤ که مداخلت ؟

څيړونکي وايي دا دعمران خان د پوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دمشر جنرل بابر افتحار هغه خبرو ته اشاره وه چې نوموړي ويلي وؤ دقامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د "سازش" توری نه ؤ کارول شوی.

څيړونکي وايي د عمران خان لخوا پوځ ته داسې په ډاګه ځواب ويل حېراونکی دی.

عمران خان د خپل حکومت په ضد د بې باورۍ تحريک مخې راوړل د امريکي سازش ګڼي او دامریکې نه راغلی هغه خط يې له ورایه خلکو ته ښودلی ؤ چې دده په وېنا د دغه سازش یادونه پکې شوې وه۔

خو د پوځ د عامو اړيکو دڅانګې ( ایي ایس پي ار) مشر مېجر جنرل بابر افتخار د زيارت په ورځ يوې خبري غونډي ته ويلي وؤ چې د قامي سلامتيا په غونډه کې ددغه خط په اړه د سازش لفظ نه دی کارول شوی.

څيړونکی او د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې د پولېټکل سائينس د څانګې استاذ شاه نواز مشال وي او ای ای ډيوه ته وایي د د ایي ايس پي ار لخوا دغه خط ته د سازش نه ويلو نه وروسته دعمران خان عکس العمل ته په انتظار ؤ خو په حيراونکي توګه عمران خان د پوځي ویاند له څرګندونو وروسته هم په خپله بيانيه کلک ودريدو .

"دا ما د پاره ډيره حيراونکې وه چې دوئ دومره ډاګیز راشي چې دوي به له خبري غونډې وروسته هم په خپله بيانيه دومره کلک ودريږي، نو ماته اندازه وشوه چې دوي ځان په مضبوط مېدان باندې ولاړ ګڼي او د ولس ملاتړ ورته ترلاسه دی، او دوي غواړي چې په اسټېبلشمنټ دباو راوړي"


دعمران خان په تیر حکومت کې دشري حقونو وزیرې شیرین مزاري دوه ورځې وړاندې په ټوېټر لیکلي وؤ دا خبره سپینول او په رېکارډ راوستل غواړي چې د "سیاسي جمود ماتولو" دپاره وزیراعظم په پوځ د مرستې غږ نه و کړی.

شیرین مزاري لیکلي وؤ د سیاسي کړکېچ ختمولو دپاره د حل لاره جنرل باوجوه تجویز کړې وه خو عمران خان د استعفا ورکولو نه انکار کړی و.

دمیرمن مزاري د وینا له مخې پوخ ددفاع د وزیر پرویز خټک په ذریعه عمران خان سره د ملاقات غوښتنه کړې وه او وزیراعظم ته یې درې تجویزونه ورکړي وو چې یا دې عمران خان مستعفي شي او یا دې د عدم اعتماد په تحریک کې برخه واخلي.

خو د پوځ وياند ويلي وؤ چې دعمران خان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره رابطه شوې وه او ورته يې ويلي وؤ چې مخالفو ګوندونو ته پېغام ورکړي چې که هغوئ دبې باورۍ تحريک بیرته واخلي نو دی به استعفا ورکړي او نوی الېکشن به اعلان کړي۔

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي عمران خان د راتلونکو انتخاباتو د پاره يوه د اسټېبلشمنټ مخالفه بيانيه جوړوي او د هغې په بنياد خلکو نه ووټ واخلي.

"مونږ ته معلومه ده چې هغه د اسټېبلشمنټ تن پاتې شوی دی او که اوس ورته حکومت ورکړي نو هم هغه څه به کوي څه چې ورته اسټېبلشمنټ وايي"

د څيړونکو په وېنا عمران خان د راتلونکو ټاکنو د پاره د امريکي او د اسټېبلشمنټ خلاف بيانيه جوړول غواړي چې د معمول انتخابات کوم چې به د کال ۲۰۲۳م په پائ کې کيږي يا له هغې وړاندې کيدونکو ټاکنو کې پرې د خلکو نه ووټ واخلي.

څيړونکو وويل د خط په اړه د امريکي وضاحت هم مخې ته راغلی چې د کوم هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او پوځ هم په ډاګه کړي چې سياست کې کوم کار نه لري۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG