لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ایي ایم ایف نه درېوؤ اربو ډالرو ترلاسه کولو لپاره تماسونه پیل کړي


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمنځ د 3 اربو ډالرو د پاتې رقم ورکولو لپاره رابطې پېل شوې دي.

ورځپاڼې ډان د باخبره سرچينو له خولې وايي د خزانې لپاره د وزيراعظم شهباز شريف سلا کار مفتاح اسماعیل او د خزانې سکرټري به د اپریل په 18مه نېټه واشنګټن کې د ايي ایم ایف د مشن مشر ناتهن پورټر سره رسمي مذاکرات پېل کړي.

څېړونکي وايي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف څخه د پور ترلاسه کولو مقصد په چټکتیا سره دکېدونکې ذرمبادلې دشتمنیو او د جارى کهاتو د خسارې مخه نيول دي.

ورځپاڼه ډان وايي چې دې لړ کې مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د استازي ايستهر پيريز رويز سره ابتدايي ليدنې کړي چې داسې د ځنډ ښکار د پور درې کلنه پروګرام په مخکې د بوتلو لپاره د ايي ایم ایف سره رابطه وکړی شي.

د تحريک انصاف ګوند تېر حکومت کال 2019م کې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د 6 اربو ډالرو د قرض ترلاسه کولو لپاره لوظنامه کړې وه.

پاکستان تر اوسه د ایي ایم ایف څخه 3 ارب ډالره قرض اخستې خو د درې وارې ځنډېدو له کبله دا پروګرام د بې باورۍ ښکار دی.

ورځپاڼه ډان د سرچينو له خولې وایي چې د خزانې سکرټري حامد ېقوب شېخ هم په پاکستان کې د ایي ایم ایف مشن د نوى مشر ناتهن پورټر سره په ان لاېن بڼه رابطه کړې ده.

ډان وايي مفتاح اسماعیل او د خزانې سکرټري به د اپریل په 18 يعني د راتلونکي ګل په ورځ د ايي ایم ایف دمشن مشر سره په واشنګټن کې خبرې پېل کړي.

ورځپاڼه وايي ددې خبرو مقصد د ايي ایم ابف سره د ځنډ ښکار قرض پروگرام بيا پېلول دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وېلي د پاکستان د بهرنې کرنسۍ شتمنۍ تر لس نيم اربو ډالرو لاندې راغلي او د يوې مياشتې درامدي بل هم نه شي زغملی.

هغه وايي باید چې موجوده حکومت زر تر زره د ايي ایم ایف سره خبرې شروع کړي او راتلونکی بجټ هم زر وړاندې کړي.

نوموړی وايي حکومت له به په راتلونکې بجټ کې داسې اصلاحات کول وي چې د هېواد د محصولاتو کچه ورسره زياته شى.

د پاکستان د شمارياتو د محکمې لخوا تازه جاري شوو شمېرو کې ويل شوي چې د مارچ په میاشت کې د هېواد تجارتي خساره 3.64 بيلېنو ډالرو ته ختلې ده چې د تېر کال هم ددغه مودې په نسبت 12 فيصدي اضافه ښايي.

اخوا شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز په خپله وېبپاڼه هم خبر ورکړې چې د پاکستان او ایي ایم ایف ترمنځ د ځنډ ښکار قرض پروگرام د بيا بحالېدو امکان دی او وايي د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ د شروع کېدونکو خبرو په ترڅ کې به پاکستان ته د 1ارب ډالرو ورکولو پرېکړه وکړی شي.

د سياسي اړي ګړي سره مخامخ پاکستان اقتصاد دا وخت د تجارتي خسارې او ورځ تر بله د غورځېدونکې ذر مبادلې د شتمنې د ستونزې سره مخ دی.

د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وايي پاکستان له به درامدات کنټرول کول وي.

هغه وايي ددې ترڅنګ د هېواد لپاره اړینه ده چې د امريکا او يورپي اتحادیې سره اړيکو کې راغلی تاوتریخوالی کم کړي چې داسې ورته د اي ایم اېف څخه پور ترلاسه کول اسان شي.

د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر ډيوه سره خبرو کې وېلي د پاکستان د ذرمبادلې ذخیرې په تېزۍ سره غورځېږي اؤ روپۍ په فشار کې ده.

هغه وايي دا به د موجوده حکومت ازمېښت وي چې اقتصاد څنګه چلوي او د اي ایم ایف څخه په اسانو شرطونو پور هم ترلاسه کړې شي.

د پاکستان د ذرمبادلې شتمنۍ دا وخت 17.03 بېلېن ډالر ته لاندې راغلي دي چې د مرکزى بنک ترمخه په تېرو 22 مياشتو کې تر ټولو لاندې کچه ده.

نړیوال بانک هم سږکال د پاکستان د اقتصادي ودې د شرحې د کم پاتې کېدو اتکل کړی او په يو رپورټ کې یې ويلي چې دا کچه به روان مالي کال کې 4.3 فيصدي وي.

نړيوال بانک هم وایي چې د پاکستان لپاره به د توانايۍ په څانګه کې رعاېتونه ورکول لويې چېلنج وي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG