لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:دپاکستاني پوځ بمبارۍ کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي،دپولې دواړو غاړو احتجاجي مظاهرې


د شمالي وزیرستان په پوله د افغانستان په خوست ولایت کې د پاکستاني جنګي الوتکو په هوایي برید کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي. چې زیاتره د شمالي وزیرستان کډوال دي .

افغان طالبانو او ځایي خلکو ویلي پاکستاني پوځ دغه بمبارۍ اوړمه شپه د شمالي وزیرستان سره نزدې دافغانستان د خوست ولایت دسپیرې ولسوالۍ کې کړي او د جیټ الوتکو نه په افغانستان کې د شمالي وزیرستان دمیشت کډوالو کورونه په نخښه کړی شوي دي.

دشنبې په ورځ دخوست نه یوې باوري سرچینې وي او ای ډیوه ته دنوم نه ښودلو په شرط دې بمبارۍ کې د 41 کسانو د وژل کېدو اؤ د21 نورو د ژوبلیدو پخلی کړی ؤ.

سرچینې ویلي وو په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې زیاتره ښځې اؤ ماشومانو شامل دي.افغان طالبانو او پاکستاني حکومت د مرګ ژوبلو شمیرې نه دی ښودلي.

وي او اې ډیواه د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار او افغان طالبانو نه دبریښنا لیک د لارې دپېښې په اړه پوښتنه کړې خو څه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی .


افغان طالبانو دا پیښه غندلې او تیره ورځ یې په کابل کې د پاکستان سفیر هم غوښتې ؤ خو پاکستان وايي دافغانستان دخاورې نه یې په پوځيانو بریدونه کیږي.

د پاکستان پوځ د پېښې په اړه ددې رپورټ تر خپریدو څه نه دي ویلي خو تر دغه پیښې یوه ورځ وړاندې یې ورسره په پوله د شمالي وزیرستان تحصیل دته خېل کې په یو وسله وال برید کې دڅلورو عسکر وژل تاید کړي وؤ،د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی ؤ.

ددغه برید زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو د سیمې نه سرچینو ددغې پیښې تور په پخوانۍ حکومت پلوه او د افغان طالبانو نزدې پلوي حافظ ګل بهادر په ډله پورې کړی ؤ.

تر دغه پیښې وروسته ورسره په شمالي او جنوبي وزیرستان کې امنتي ګامونه سخت کړی شوي او موبایل اؤ انټرنیټ تړل شوي دي.

د افغانستان پکتیکا ولایت سره د جنوبي وزیرستان انګور اډې لار نن په شپږمه ورځ هم تړلې پرته ده او د شمالي وزیرستان انتظامیه وایي د خوست سره د غلام خان لاره یوازې سوداګریزو ګاډو ته تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته وویل د بشپړه باوري معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته چې دغلته وسله والو د پرونۍ پیښې دغچ اخستو منصوبه جوړه کړې ځکه امنیتي ګامونه سخت کړی شوي دي.

د پرونۍ پیښې پرضد دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې دواړو غاړو ته احتجاجونه شوي دي اؤ دپاکستاني ځواکونو بمبارۍ دافغانستان دخپلواکۍ پرضد ښکاره تیری بلل شوی دی.

دخیبر پښتونخو صوبې دسرښار پیښور په ګډون په بیلا بیلو ښارونو شمالي وزیرستان، بنو، او ډیره اسماعیل خان کې هم ددې پېښې پرضد خلک داحتجاج لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ.

تیره ورځ د پاکستان په پارلیمان کې محسن داوړ او علي وزیر هم ددې پېښې غندنه کړې او پښتون قام پرسته عوامي نیشنل ګوند د غندنې ترڅنګ د دغه پیښې دپلټنو غوښتنه هم کړې ده.

بل لوري ته نن په وانه سیمه کې په ایف سي ځواک چاودنه شوې چې تر هغې وروسته وانه بازار تړل شوی
د بازار تړل کیدو په ضد دوکاندارانو او ځایي خلکو احتجاجي مظاهره کړې ده.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو معلوماتو کې ویلي نن سحر د واڼه بازار نه درې کلو میټره لرې سر پل سیمه کې د ایف سي ځواک د اوبو ټینکۍ په بارودي توکو الوځول شوې.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل واڼه بازار د ممکنه خطر له امله تړل شوی خو په واڼه بازار کې یو دوکاندار نور زمان ډيوه ته وویل دبازار تړل کیدو له امله دسیمې خلک اؤ سوداګر تاوان سره مخ شوي دي.

د بازار تړل کېدو وروسته دوکاندارانو او ځایې خلکو واڼه سیمه کې د ایف سي کیمپ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر ایاز وزیر وایي د ناامنۍ له پیښې وروسته بازارونه تړل د دوئ نه حقونه تروړل دي ځکه داسې پیښې خو په نورو ځایونو کې کیږي هلته خو بازارونه نه دي بند شوي.

هغه وویل داحتجاج پرمهال حکومتي چارواکو د دوی غوښتنه ومنله او بازار پرانستل شوی دی.

وي او ای په دې اړوند انتظامیه او پولیس سره د رابطو هڅه کړې او د واڼه سیمې دانتظامیې ددفتر چارواکو ویلي احتجاج کوونکو سره د سیمې مرستیال کمیشنر لیدلي چې تر هغې وروسته احتحاج ختم شو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG