لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د واهګه د لارې افغانستان ته د هند څخه د غنمو او دوايانو لېږلو موده غځولې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، افغانستان ته چې د هند څخه د پاکستان د واهګه د لارې غنم او دوايانې لېږل کېدې، د هغې دپاره موده غځول شوې ده.

د هند حکومت تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان سره د 50زره مېټرک ټنه غنمو مرستې اعلان کړې وې او بيا د فرورۍ په مياشت کې 2500 ټنه افغانستان ته لېږل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ 17 اپرېل ويلي، د پاکستان حکومت په نومبر 2021 کې منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د لارې افغانستان ته د هند څخه غنم او نورې دوایانې تلی شي.

ويل شوي د لارې اجازه د تېر مارچ د میاشتې د 21 نېټې پورې وه، او بيا د هند حکومت په وروستيو کې پاکستان ته خواست کړی چې د غنمو لېږلو دپاره ورته د لارې ورکولو موده وغځوي.

پاکستان ويلي، په افغانستان کې د بشري بحران د حل لپاره په اخلاص سره دغه پرېکړه وکړه او د دوه مياشتو موده يې وغځوله چې دغه غنم او نور سامان افغانستان ته ورسي.

ويل شوي په اسلام اباد کې د هند هايي کمشنر په دغه پرېکړه خبر کړی شوی دی.

پاکستان، افغانستان ته د هند څخه د غنمو او دوايانو لېږلو دپاره د لارې ورکولو موده په داسې حال کې غځولې چې دوه ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ کې بمباري کړې او د راپورونو ترمخه 47 کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي په دغو بريدونو کې مهاجرين په نخښه شوي او ځايي خلک وايي، د شمالي وزيرستان څخه خوست ته په کډوال شوو بمباري شوې ده.

د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ګام غندلی او پاکستان په طالبانو غږ کړی چې پولې ته څېرمه علاقې ته خوندي کړي چې د پولې د پورې غاړې نه ترې په پاکستان بريدونه نه کيږي.

بل لور ته د جنوبي وزیرستان د انګور اډې پوله نن په اوومه ورځ تړلې پرته ده، دغه پوله وروسته له هغې تړل شوې چې په جنوبي وزيرستان کې په يوه وسله وال بريد کې د يو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG