لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې بل پوليس په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پولیس یو سرتیری په ډزو وژل شوی. په بنو کې روانه میاشت په پولیسو دا دویم برید دی چې ترسره کیږي د اپریل په نهمه د بنو په جاني خېل سیمه کې دو پولیس عسکر په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.

پولیس دا پیښه تاييدوي او وايي د پولیس سرتیري د وژنې پېښه د بنو منډان تهاڼې په حدودو کې نن غرمه شوې ده.

د بنو پولیسو ویاند وايي د پولیس سرتیري د وژنې دا پیښه نن غرمه هغه مهال شوې چې افتخار نومي پولیس کانسټېبل په موټر سایکل ډیوټۍ ته روان وو.

هغه وویل پولیس کانسټبل په منډان تاټه کې د انویسټګېشن په ډیوټۍ مامور وو او د هغې ډیوټۍ لپاره په موټر سایکل تاڼه ته روان وو چې تاڼه سره نزدې په لنډه فاصله کې نامالومو کسانو په ډزو سره وژلی دی.

تر دې مهاله چا د دې پېښې زمه واري په غاړه نه ده اخستې.

خو د مارچ د میاشتې په اخره کې د یو پولیس افسر تاڼېدار د وژنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پوليس وياند په خبره د نوموړي د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پوليسو يې پلټنې پېل کړي دي.

هغه زیاته کړه د وژل شوي عسکر دې نه وړاندې یو بل ورور شاه زیب هم په وسله وال برید کې وژل شوی وو.

او دی بیا د هغه په ځای پولیس کې نوکر شوی وو.

په بنو کې دغه تازه پیښه په داسې حال کې شوې چې په خېبر پختنوخوا کې په دې تیره لنډه موده کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

او په تیرو لسو ورځو کې د صوبې په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې لس پوليس، لس پوځيان او دوه د ملېشې عسکر په ګډون 25 کسان وژل شوي په وژل شوو کې يو د پاکستان پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی.

په دغو کې د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې دي.

تحریک طالبان بریدونه تر هغه وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

خو پاکستان وایي بریدونه د پولې پورې غاړې افغانستان نه کیږی.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اپریل په 14 پنډې کې د ووځ په مرکز جي ایچ کیو کې میډیا سره خبرو پرمهال ویلي ورستیو کې ترهګرو په بلوچستان او قبایلي سیمو کې امن امان صورتحال ګډوډ کولو پوره هڅه کړې خو پاکستان عسکرو د هغو دا ارادې ناکامه کړې دي.

هغه وویلي په تېرې درې میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي

هغه وویل د اخري وسله والو تر ختمولو به عملیات روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG