په سوات کې یوه مرستندویه ډله چې کارکنان یې رضاکاران دي، د روژې په میاشت کې هره ورځ شاوخوا زر کسانو ته د خوراکي موادو مرسته کوي چې هغوی ورباندې خپلې روژې ماتې کړي. دوی وایي د ګرانۍ د وجې غریب خلک نشي کولی ځان ته خواړه برابر کړي. فیاض ظفر دا رپوټ د سوات نه رالېږلی دی.