لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د پاکستاني پوځ په افغانستان کې بمباري، د اسلام اباد نوي حکومت ته مسلې جوړولی شي


څيړونکي وايي د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان هوايي پوځ لخوا شوي بمبارۍ سره نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځه حالات کړکېچن شوي بلکې د پاکستان نوي اتحادي حکومت لپاره هم دغه ډول پېښې ستونزې پېدا کولی شي.

د روانې مياشتې په 16مه طالبانو ويلي وو چې د پاکستان هوايي پوځ په خوست او کونړ ولايتونو کې بمباري کړې او تازه راپورونو ترمخه په دغه پېښو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون 47 تنان وژلې شوي او د شلو نه سېوا نور ژوبل شوي دي.

د څيړونک په نظر پاکستان بايد د افغانستان په اړه پالېسۍ جوړولو کې د رياستي ادارو په ځای پارليمان په خپله موثر کردار ولوبوي. او په سيمه کې موجود واسله له والو مخنيوي لپاره دواړو هېوادونو له په ګډه يوه تګ لاره جوړه ول مهم دي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي چې داسې ډول پېښې په مستقبل کې د پاکستان د موجوده حکومت د اتحاد ماتېدو سبب هم ګرځېدلی شي.

نوموړي زياته کړه چې په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ايم دغه ووټونه، محسن داوړ او علي وزير ډېر اهم دي د حکومت لپاره، دغه شان جميعت علما اسلام، پي کې مېپ شو، عوامي نېشنل ګوند شو، نو دوی لپاره خو د داسې ډول پېښو ملاتړ کول ډير زيات ګران دي.

هغه دا هم وويل چې دغه بريدونه د افغانستان په هغه علاقو کې شوي چرته چې پښتانه دي او د دې ګوندونو لپاره خو دغه ډېرې غټې مسلې دي.

په دغه ولايتونو کې د بريد وروسته تيره ورځ د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد د دغې پپېښې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او وويل چې دا د پاکستان او افغانستان ترمنځه دښمنۍ ته لاره هوارول دي او پاکستان بايد په دې پوهه شي که جګړه پېل کېږي نو دا به د چا په ګټه نه وي.

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاز او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي چې د افغانستان سره د تعلقاتو او په سيمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د رياستي ادارو په ځای پاکستان د پارليمان لخوا تګلاره وضع کول مهم دي.

هغه زياته کړه چې " په دې تيرو شلو کالونو کې چې پاکستان څومره عمليات کړي دي په دې علاقو کې يا افغانستان سره مرستې دي نو دا ټول د پوځ د لاندې دي او دغه وجه ده چې دا مسلې حل کېږي نه بلکې زياتېږي، نو دا که دا چرې يو جمهوري حکومت وی نو زما نه دې خيال چې هغوی به دا څيزونه داسې ټاکلې لکه نن صبا چې ځنګه کېږي".

د پاکستان حکومت په دغو خبرونو کې د پاکستان د هوايي ځواک په افغانستان کې د حملو ترديد يا تاييد نه دی کړی خو ويلي دي چې پلټنې روانې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ترجمان عاصم افتخار ويلي پاکستان څو ځله افغان حکومت څخه غوښتي چې د سرحدي سيمو خونديتوب ته پام وګرځوي خو د هغې باوجود ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګريزو پېښو لپاره کاروي.

د بهرنيو چارو د دفتر په بيان کې ويلې شوي چې په 14م اپریل هم شمالي وزیرستان کې د افغانستان څخه ترهګرو برید کړی وو او اووه پاکستاني عسکر یې وژلي وو۔

په کابل کې مېشت د پوهنتون استاز او د سياسي چارو څېړونکی پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او اې ډيوه ته وايي د پولې دواړو اړ خونو ته د وسله والو مخنيوي لپاره بايد دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي.

نوموړي زياته کړه بايد د افغانستان موجوده حکومت او د پاکستان حکومت يو بل ته داسې مشورې ورکړي چې په يو بل باور مند شي او بيا د باورمندۍ په نتيجه کې يو مشترک کمېشن جوړ کړي چې د يو هېواد نه بل هېواد ته وسله وال وانه وړي.

دا لومړی ځل دی چې د تير اګست په 15مه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته د پاکستان پوځ په خوست او کونړ باندې هوايي بریدونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر په خوست او کونړ کې ولايتونو کې د پاکستان هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو د وژلو په راپورونو اندېښنه ښودلې، يوناما په خپل ټويټر ليکلي چې ملکي وګړي بايد هېڅ کله هدف و نه ګرځول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG