لاس رسیدونکی لینک

 
علي وزیر:پوځ سره خبرو ته نه کښینم،پي‌ ټي ایم مې ځان دی،نور قربانیو اؤ سختیو زغملو ته هم تیار یم
تازه خبر

علي وزیر:پوځ سره خبرو ته نه کښینم،پي‌ ټي ایم مې ځان دی،نور قربانیو اؤ سختیو زغملو ته هم تیار یم


دغدارۍ دتورونو سره مخ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ اؤ دجنوبي وزیرستان نه دپاکستان دقامي اسمبلۍ بندیوان غړی علي وزیر وایي نه دپوځ فشار کې راغلی اؤ نه به راشي بلکې دخپل قام اؤ وطن لپاره به نورې قربانۍ هم ورکړي خو له خپلې نظریې به وانه وړي.

هغه وایي محسن داوړ که خپل سیاسي ګوند جوړ کړو اؤ له پي ټي ایم یې خپلې لارې جلا کړې دا یې خپل کار دی ،خو وایي دی چې ترڅو ژوندی وي نو دپښتون ژغورنې غورځنګ نه سره به ولاړ وي اؤ په دغه لړ کې هرې سختې زغملو اؤ قربانیو ورکولو ته تیار دی.

دپېښور نه فعالیت کوونکې ډیجیټل شبکې وحدت نیوز سره خپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي علي وزیر ویلي چې که دقام لپاره دنورو تکليفونو او زندان سره هم مخ شي نو زغمي به يې او مرګ ژوند دواړه به يې دپي ټي ايم سره وي.

هغه وایي چاته هم منت زارۍ نه کوي اؤ نه به دپوځ سره خبرو ته کښیني ځکه چې پوځ په ناحقه دهغه‌ پرضد دغدارۍ مقدمې جوړې کړې دي.

دعلي وزير څخه چې کله پوښتنه وشوه چې ايا هغه ته ځان مجرم ښکاري؟ نو وې ويل دهغه په ضد په فايل(مقدمه) کې هيڅ نشته، که چرې په پوليس فشار نه وي او عدليه ازاده وي نو که هغه مجرم وي که هر څه سزا وي وردې کړى شي، خو حقيقت دا دى چې په فايل کې هيڅ نشته.

دپي ټي ايم دمشرانو او کارکوونکو په ضد ددرج کړل شوو مقدمو په اړه علي وزير وویل" دا اوس دحکومت کار دى چې په ډاګه کړي چې ايا په مونږ جايز او که ناجايزه ايف ايي ارې درج کړى شوي دي"

دخپل ځان پر ضد دغدارۍ دمقدمو په اړه هغه وويل" پارليماني مشرانو ته ديو بريفنګ په مهال چې کله دپوځ دسرلښکر جنرال قمرجاويد باجوه نه په دې اړه دمخالفو مشرانو لخوا پوښتنه وشوه نو هغه وويل چې دی( علي وزیر) دې بخښنه وغواړي،دلاهور په لمس کې يې ويلي وؤ چې دځمکې دويش څه ستونزه یې روانه ده، دخبريالانو سره په ليدنه کې يې ويلي وو چې دټرانسپورټ څه ستونزه ده"

هغه وويل " دوي( پوځ) دې دغه مقدمې راوړي په عدالت کې دې يې په ما ثبوت کړي، هلته خو چې کومې مقدمې دوي په ما کړي هغه خو دغدارۍ دي، په عدالت کې چې کومه مقدمه ده په هغې کې دوئ وايي چې تا درياست په ضد داسې لفظونه کارولي، هغې ته هم زه تيار يم"

علي وزير وويل " که چرې هر څه ددوي (پوځ) په لاس کې دي نو بيا دعدالت څه فايده شوه، بيا دپوليس څه فايده شوه، بيا دا دومره ملازمان دڅه پاره ساتل شويدي، بيا خو پکار ده چې کومې عسکري ادارې دي چې دهغوي په حکمونو خلک کښيني او پاڅي"

علي وزير وويل که هغه په زندان کې وي او که ايف ايي ار پرې درج شي پرواه نشته خو اصل مسئله دهغوي قامي ستونزه ده دکومې له مخې چې دوي ته دا سپيناوى کول پکار دي چې " په دې رياست کې ستاسو کردار څه دى؟ په رياست کې ستاسو ژوند څه دى؟، په دې رياست کې تاسو تر کومه حده خپلې سياسي او کاروباري هلې ځلې کولى شئ"

" زه پخپل وطن کې ژوند نه شم تيرولى، زه پخپل وطن کې کاروبار نه شم کولى، زه پخپل وطن کې غم او ښادي نه شم کولى، مونږ رياست ته ټيکس ورکوو نو دا درياست ذمه واري ده چې هر وګړي ته ديو معتبر شهري په سترګه ګوري"

په زندان کې دورکړى شوو اسانتياوو په اړه علي وزير وويل يوه کوټه ورته ورکړى شوې او په هغې کې يو پخلن ځايى دى چرته چې دى دځان لپاره اخلى پخلى کوي" هلته دملاقات لپاره تللى شم، خو له دې وروستو بيا زه د جيل په دغه وړه کوټه کې يم زما ګرځیدل نشته"

" که په ريښتونې ډول تاسو پوښتنه وکړئ نو زمونږ کاروبار بلکل ختم دى، زمونږ په وطن کې هيڅ څيز نه دى پاتې شوى، اوس هم زما وروڼه او نور کاروبار نه شي کولى، نو بس دومره دلاس او پښې کاروبار روان دى چې ګزاره پرې کيږي "

وحدت نيوز چې کله له علي وزير پوښتل چې هغه خو دشوګر ناروغه دى او دشوګر دناروغه لپاره خو واک(ګرځيدل) ضروري وي نو بيا دواک لپاره څه کوي؟ نو هغه وويل " يوه وړه برانډه ده چې تر پينځلسو ميټرو به يې اوږدوالى وي، هلته واک کووم او دغه شان مؤ خپل صحت برقراره ساتلى دى "

دپي ټي ايم پريښودو په اړه دپوښتنې په ځواب کې علي وزير وويل " پي ټي ايم زما ژوند هم دى، زما مرګ هم دى زما عزت هم دى، زما هر څه چې دي دا پي ټي ايم دى "

دپي ټي ايم نه چې دمحسن داوړ په ګډون کوم کسان تللي دهغوي په اړه علي وزير وويل دتحريک مثال دسمندر دى، که ددغه سمندر نه په ځينو ويالو کې اوبه لاړې شي نو په سمندر څه فرق نه پريوځي، تحريک ديو داسې څيز نوم دى چې هغې ته به ته ټول وجود ورسپارې که هغه ذهني که جسماني وي، که مالي وي او که فکري وي.

" دا نه شي کيداى چې په تحريک کې دې ته دخپلو مقاصدو لپاره کار وکړې او چې په تحريک مشکل وخت راشي بيا ته نه يې، دا نه شي کيدى"

دمحسن داوړ په سياسي ګوند کې دبرخې اخستو په اړه هغه وويل " دغسې سوچ هم نه شم کولى چې زه هلته لاړ شم "

هغه وويل" تحريک دډيرو مشکلاتو نوم دى، په دې کې به تاته جيلونه وي، مرګونه وي، خوف به وي، ډار به وي "

هغه وویل دځان دخوشې کيدو خبره يې نه خو دپيپلز ګوند او نه يې هم دموجوده نوي حکومت سره شريکه کړې ده ځکه چې دهغه په قول دا دهغوي سياسي او نظرياتي جنګ دى، په دې کې دقيد او جيلونو په اړه ځان صفا ساتي او که په هغوي په دې اړه کوم تورونه وي نو غواړي چې دريښتوني عدالت دلارې حل شي،

دپي ټي ايم او پاکستان دسياسي ګوندونو ترمينځ دسياسي اتحاد په اړه علي وزير وويل دهغوي خبره دپخواني وزيراعظم عمران خان سره هم شوې وه خو هغه په ځينو خبرو کې بې وسه و او موجوده واکمنانو ته چې يې خپله خبره وکړه نو هغوي ته ورته باور ورکړى چې دهغوي ستونزه به هواروي.

علي وزير وويل دعمران خان حکومت کې ورته دوزارت او نورو څيزونو وړانديز شوی ؤ "خو مونږ ورته وويل چې قام مونږ ددې لپاره نه يو راليږلي چې دهغوي دمشکلاتو په بدل کې مونږ دا څيزونه واخلو، زمونږ سره دغه غوښتنې دي که دا پوره کيږي خو سمه ده که نه وي نو مونږ ستاسو ملاتړ نه شو کولى"

هغه وويل غواړي چې دا خبره دتاريخ برخه شي چې که حکومت وي که پوځ او که مخالف ګوندونه ، څوک چې هم ددوي خبره اوري، دوي ورسره کښيناستل.

خو ددې سره سره علي وزيروويل " مونږ هغوي ته ويلي وو دپوځ سره ځکه خبرو ته نه کښينو چې ايين ددې اجازه نه ورکوي او تاسو چې په کوم طرز باندې خبرې اترې کوئ مونږ درته تابعدار يو"

دقامي اسمبلۍ غونډې لپاره اسلام اباد ته په راوستو علي وزير دپروډکشن آرډر جاري کولو لپاره په خواست ورکولو دمخالفو ګوندونو مننه ادا کړې ده خو ددې ترڅنګ يې دا هم وويل چې دا دهغه ايني حق دى.

د موجوده وزيراعظم شهبازشريف او نورو مخالفو ګوندونو دملاتړ په اړه علي وزير وويل مخالف ګوندونه په هغه پسې ورغلي وؤ،

هغه وایي شهبازشريف، بلاول بوټو او داختر مينګل په ګډون ټولو ګوندونو ته يې په يوه غونډه کې ويلي وو چې چونکې پاکستان په موجوده وخت کې دسياسي او معاشي مشکلاتو سره مخ دى او دغه ستونزې درياستي پاليسۍ له امله شتون لري نو که چرې مخالف ګوندونه دپاليسۍ دبدلون په اړه دهغه خبره مني نو هغه به ورته ووټ ورکړي دکوم په ځواب کې چې شهبازشريف خالد مقبول صديقي او اختر مينګل ته اشاره وکړه او وې ويل چې ددغو ټولو همدغه مسلې دي.

دعلي وزير وينا وه " دا خبره به داسمبلۍ په فلور او نورو ځايونو کې هم کوي چې که دعمران خان ملګرتيا يې نه وه کړې دهغې څه وجه او که دشهبازشريف ملګرتيا يې وکړه نو ددې څه علت و"

علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی، چې د 2020م کال په دسمبر میاشت کې په پېښور کې پولیسو نیولی ؤ او له شاوخوا پینځلسو میاشتو د کراچۍ په زندان کې بندي دی خو دا مهال هغه دقامي اسمبلۍ غونډه کې په پروډکشن ارډر اسلام اباد ته راوستل شوی دی.

د علي وزیر په ضد په کراچۍ ښار کې په 2018م، 2019م او 2020م کلونو کې درې مقدمې درج شوې وې، چې تر اوسه ورته یواځې په درېیمه مقدمه کې سپریم کورټ ضمانت ورکړی دی او د نورو دوو مقدمو د ضمانت درخواستونه یې لا نه دي منل شوي.

په علي وزیر تور دی چې وخت په وخت یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د پاکستان د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد خبرې کړې او خلک یې پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي او وایي هغه د خپلو خلکو حقونو لپاره غږ پورته کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG