پاکستانۍ میډيا د امنيتي سرچينو له قوله ویلي، په وروستيو کې چې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې کوم بريدونه کړي، د ډرون د لارې يې کړي وو. بل لور ته د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې بيا په دغه موضوع بحث شوی دی.
د پاکستان د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په وېب پاڼه خپور شوي خبر کې ويل شوي، امنيتي سرچینو دعوه کړې چې د استخباراتو په اساس په خوست او کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه د جيټ الوتکو د لارې نه، بلکې د پوځي ډرون د لارې په هدف کړی شوي دي.
امنيتي چارواکو دعوه کړې چې کوم ځايونه په هدف شوي دغه ځای د تحریک طالبان پاکستان په ولقه کې دی او په افغانستان کې واکمن طالبان هم ورته نه شي تلی.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه بریدونه رد کړي او ویلي يې وو په هوايي بريدونو کې مهاجرين په هدف کړی شوي دي.
خو نه په افغانستان کې طالبانو او نه د پاکستان پوځ تراوسه پورې په رسمي ډول د دغه بريدونو د نوعيت په اړوند څه ويلي دي چې دا بريدونه څنګه شوي دي؟.
په 17 اپرېل په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي، د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د وزيرستان څخه منتخب استازو دغه پېښه غندلې او ویلي يې په دغو بریدونو کې د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته کډه شوي خلک وژل شوي دي.
نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (20 اپرېل) د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي دي.
پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (19 اپرېل) د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي د جمعيت علمااسلام ګوند غړي مولانا جمالدين هم په دغه موضوع خبرې کړي دي.
هغه ويلي په دغه بمبارۍ کې د وزيرستان ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د ډان د خبر ترمخه نوموړي ويلي، ایا زمونږ استخباراتي ادارې کمزورې دي چې ترهګر هره ورځ زمونږ علاقو ته په ازاده راځي، دوی 40/ 50 کلوميټره دننه راځي په اسونو د کلاشنکوفونو سره ګډاګانې کوي، ايا ادارې دا ترهګر نه ويني؟.
جمالدين دغه پېښه غندلې او د حکومت نه يې غوښتي چې کډوال دې بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړي او که په دغو علاقو کې طالبان يا ترهګر وي نو امنيتي ځواکونه دې يې پرضد ګامونه پورته کړي.
له دې وړاندې په پارلیمان کې محسن داوړ او علي وزیر هم ددې پېښې غندنه کړې او پښتون قام پرسته عوامي نیشنل ګوند د غندنې ترڅنګ د دغه پیښې دپلټنو غوښتنه هم کړې وه.
پرون په خوست او بنو کې د دغو پېښو پرضد احتجاجونه شوي دي.