لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان ایین کې داتلسم ترمیم په اساس صوبو له ورکړل شوي اختیارات ولې عملي نه شول؟


دخېبر پښتونخوا سياسي ګوندونه وايي د پاکستان په ایين کې اتلسم ترميم صوبو له ډير اختيارات ورکړي دي خو بيا دځنيو ګوندونو غړي وايي دغه ترميم لا هم په مکمله توګه نه دی عملي کړی شوی۔

په کال 2010م کې د هغه وخت صدر اصف علي زرداري د اتلسم ایيني بدلون منظوري ورکړې وه او دا د پاکستان د1973م د ایين برخه جوړه شوه۔

سياسي پوهان وايي په دې اییني بدلون کې د مرکزي حکومت انتظامي، مالي او سياسي اختيارات صوبو ته ورکړل شوي دي،

دترمیم مقصد څه ؤ؟

د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی سردار حسېن بابک وايي دوي په اتلسم ترميم کې د صوبې لپاره د خېبر پښتونخوا نوم ګټلی دی او ددې تر څنګ صوبو د پاره پکې ډير اختيارات ځانګړي کړل شوي دي ،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل اتلسم ترميم د پاکستان دپیاوړتیا ضمانت دی خو له بد مرغه په تېرو څو کلونو کې په دغه ترميم په سمه توګه عمل نه دی شوی ۔

"دا ترميم ؤ هم ددې د پاره چې صوبو ته اختيارات ورکړل شي، که صوبو ته خپل مالي، سياسي او انتظامي اختيارات ورنه کړل شي نو د خلکو مشکلاتو کې به ورځ تر بلې زياتوالی راځي"

۱۸م اییني ترمیم صوبو ته کوم اختیارات ورکړي؟

د کال 2010م د اپرېل په 10مه نېټه د پاکستان پیپلز پارټۍ په حکومت کې پارلیمنټ د1973 د ایین په 102مه ماده کې دبدلون منظوري ورکړې وه.

ددې ترمیم دلاندې د سرحد نه د صوبې نوم خېبرپښتونخوا ته بدل کړی شوی ؤ

د ترمیم دلاندې د صدر په اختیاراتو کې کمی وکړی شو او د اسمبلیو د ختمولو واک ترې واخستل شو او هم دغه ډول د صدر یو شمېر نور اختیارات د صدر نه صوبايي حکومتونو ته منتقل کړی شول.

د بیړني صورتحال پرځای کولو اختیار د صدر نه صوبايي اسمبلیو ته منتقل کړی شو.

اتلسم ترمیم کې دايين ماتول او ایین ځنډول سنګینه غداري او دنه بخښلو جرم وبلل شو.

د بجلۍ پېداوار صوبايي اختیار وټاکل شو اؤ د اعلا عدلیې د ججانو په ګمارلو کې جوډیشل کمېشن او پارلېمنټ ته هم کردار ورکړی شو.

د پنځو نه تر 16 کلونو پورې د ماشومانو تعلیم لازمي، وېړیا د ریاست ‌ذمه واري وټاکل شوه.

این ایف سي ایوارډ

د پاکستان پيپلز پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی احمد کنډي وايي په دې ترميم کې صوبې خودمختاره شوې دي او تر ټولو اهم بدلون پکې د این ايف سي ايوارډ په اړه شوی دی چې هر نوي ايوارډ کې به اضافه کيږي.

" اتلسم ترميم د سياسي ګوندونو ډيره لويه لاس ته راوړنه ده کومه چې دوي په کال 2010م کې کړې وه"

د قومي وطن پارټۍ صوبایي مشر سکندر خان شېرپاؤ وايي ددې ترميم د لارې صوبو ته ډير اختيارات ترلاسه شوي وؤ د ائين برخه هم جوړه شوې خو د دولسو کالو تېريدو باوجود هم پرې پوره عمل نه دی شوی او چې د کله نه دا قانون پاس شوی ددې خلاف خبرې روانې دي .

"ددې ترميم بنيادي نکته هم دا وه چې صوبو ته ډير اختيارات ورکړل شي"

ډیوه سره خبرو کې نوموړي زياته کړه د هغه حکومت روسته د اين ايف سي اېوارډ صوبو ته نه دی ورکړل شوی، ځکه چې په دې کې هر کال زياتوالی راوستل وؤ دغسې ځنې محکمې داسې دي چې مرکز صوبو ته ورکړي خو بيا مرکزي حکومت هغه په نوؤ نومونو او په بل شکل سره راوړاندې کړې۔

د پاکستان تحريک انصاف تېر حکومت کې څو وارې د هغه وخت وزير اعظم عمران خان، او نورو وفاقي وزيرانو ويلي وؤ چې اتلسم ترميم د صوبو او مرکز تر مينځ د اختياراتو په توله کې لوي خنډ دی،

خو چې کله هم د اتلسم ترميم پر ضد کومه خبره راغلې نو ملت پاله ګوندونو او پاکستان پيپلز پارټۍ يې په کلکه مخالفت کړی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG