لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:پاکستان دسر تر ویښتو قرضونو کې ډوب شوی دی


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي پاکستان دا مهال د سر تر ویښتو په قرضونو کې ډوب شوی اؤ اوس مونږ ته دیوې ډوبې کشتۍ غاړې ته رسول راپغاړه دي.

هغه وایي هیواد کې دبجلۍ اؤ خشاک دنشتوالي له امله په سلګونو کارخانې بندې پرتې دي اؤ خزانه ورته په هغسې حالت کې نه ده ترلاسه شوې چې دی پرې دخپل خواهش په اساس فعالیت وکړل شي.

شهباز شریف اؤ دهغه کابینې دهیواد دخراب اقتصادي وضعیت تور دعمران خان په پخواني حکومت لګولی دی .

خو دعمران خان تیر حکومت کې دپلان جوړونې وزیر اسد عمر بیا دا تورونه رد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې یوازې په تیرو څلورو اوونیو کې هیواد د زرمبادلې ذخیرو کې دپینځوؤ اربو ډالرو کمی شوی دی اؤ موجوده حکومت ددې توان نه لري چې هیواد له مشکلاتو وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالیاتي ایي ایم ایف پخپل تازه رپورټ کې اندوینه کړې ده چې پاکستان به سږکال دخپلې معاشي پرمختیا،ګرانۍ اؤ کرنټ اکاونټ دخسارې اهداف پوره نه کړل شي.

دخپل حکومت جوړیدو وروسته په وړومبي ځل دکابینې راجوړې شوې غونډې ته خپله وینا کې شهباز شریف ویلي زمونږ دماشومانو یو،یو ویښته هم په قرضونو کې ډوب شوی دی اؤ کابینې ته به اوس په جنګي اساس کار کول وي.

رسنیو ته دکابینې دغونډې داحوال تیرولو په مهال داطلاعاتو مرکزي وزیرې ویلي غونډې ته وزیراعظم شهباز شریف وویل "ستاسو مخې ته دګرانۍ اؤ لوډشیډنګ په شمول ګڼ شمیر چیلنجونه پراته دي اؤ اوس دغیرت تقاضه داده چې ځان دخاورو سره خاورې کړو خو هیواد دموجوده وضعیت نه وباسو"

وزیراعظم وویل هرڅو که حالات ښه نه دي اؤ ستونزې په مخکې پرتې دي خو وایي په کابینه کې شامل وزیران که شپه اؤ ورځ کار وکړي نو ددې توان لري چې دا د ازمیښت دا شیبې په فرصت بدلې کړي اؤ هیواد د روانو مشکلاتو نه نه وباسي

هغه وویل دبلوچستان چې څه مسلې دي حکومت به دهغې هواري ته پام ګرځوي اؤ ددې ترڅنګ به دنورو صوبو ستونزو ته هم پام ګرځول وي.

هغه وویل حکومت کې چې څومره لویې ګوندونه دایتلاف دلارې شامل دي ، دومره دحکومت ذمه وارۍ هم زیاتې شوي دي اؤ اوس به مونږ ته دخپلې خوښې نا خوښې پځائ د ۲۲ کروړه ولس خدمت کول وي.

دکابینې غونډه کې دهیواد دبد وضعیت ذمه وار دعمران خان تیر حکومت ګرځول شوی اؤ ویل شوي چې په تیرو څلور کلونو کې ګراني،بې روزګاري،پورونه اؤ خساره شوې ده اؤ د جي ډي پي په کچه کې کمی شوی دی.

خو دعمران خان په تیر حکومت کې بیا دپلان جوړونې وزیر اؤ دتحریک انصاف ګوند نومیالي مشر اسد عمر دحکومت دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ حکومت د زرمبادلې ذخیرې زیاتې کړې وې.

اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې اسد عمر ویلي کله چې هغوئ حکومت ته راغلل نو د2.1 اربو ډالرو یعنې څلور برخې زیاته خساره ورته پاتې شوې وه اؤ تر یوې میاشتې وړاندې پورې د زرمبادلې ذخبرې په ریکارډ کچه سیوا وې.

خو اسد عمر وویل چې اوس یوازې په څلورو اوونیو کې د زرمبادلې ذخیرو کې دپینځوؤ اربو ډالرو کمی شوی دی.

هغه ویلي چې داکستان معیشت ته یوه اوونۍ کې سخت زیان رسیدلی دی اؤ موجوده حکومت دفعالیت کولو توان نه لري ځکه نو اوس اړتیا ده چې هیواد کې بیا دسره ټولټاکنې وشي.

په عین حال کې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دنړۍ دمالیاتي پوزیشن په اړه خپل تازه رپورټ کې اندوینه کړې ده چې سږکال به پاکستان دخپلې معاشي پرمختیا،ګرانۍ قابو کولو اؤ دکرنټ اکاونټ خسارې اهداف ترلاسه نه کړل شي.

رپورټ کې امکان ښودل شوی چې سږکال به پاکستان کې ګراني 11.2 فیصدي پاتې شي اؤ حکومت داوسطاً ګرانۍ کلیز هدف اته فیصدي ټاکلی ؤ.

د رپورټ له مخې سږکال به دپاکستان دکرنټ اکاونټ خساره د جي ډي پي د5.3 فیصدي پورې ورسیږي چې دا هدف 0.7 ټاکل شوی ؤ.

همداشان کرنټ خسارې د19 اربو ډالرو پورې دختلو اندېښنه ښودل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG