لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان کې دنورې ګرانۍ،بې روزګارۍ اؤ مالیاتي خسارې پیشنګویي کړې ده


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پیشنګویي یا وړاندوینه کړې چې سږکال به په پاکستان کې بې روزګاري 7فیصدي وي،د اقتصادي پرمختیا کچه به 4 فیصدي ته راټیټه شي او ګراني او ملکي مالیاتي خساره به نوره هم زیات شي.

تر دې وړاندې د نړیوالو دنړیوال بینک او ایشیایي ترقیاتي بینک نه ترڅنګ نړیوالې د کریډټ ریټنګ ادارې موډیز هم روان مالي کې د پاکستان اقتصادي پرمختیایي شرحه 4فیصدي مقرر کړې وه.

د پاکستان حکومت روان مالی کال 2021م او 22 په قامی بجټ کې د پرمختیا شرحه 4.8فیصدي ټاکلې وه.

د اقتصاد ماهر او د کالج د اقتصادي څانګې استاذ ارسلان اقبال وي او ای ډیوه ته وایي کله چې د یو هیواد سیاسي او اقتصادي وضعیت ښه وي نو اقتصاد هم په وړاندې ځي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي دا مهال ملکي اؤ بهرنۍ قرضې زیاتې دي، کرنټ اکاونټ خساره سېوا ده ځکه چی برامدات د درامداتو نه ډیر کم دي او بیا د توانایۍ بیعې هم زیاتې دي.

دنوموړي په وینا حکومت د سود شرحه زیاته کړې او د هغې له امله کاروبارونه په قلاره شوي او هغې سره بې روزګاري سیوا کیږي.

"کاروبارونه په قلاره دي، ابادي زیاتیږي، د ځوانانو ابادي هم زیاته ده او بیا په مارکیټ کې روزګارونه نه پیدا کیږې چی بنیادي وجه یې سیاسي او اقتصادي بد حالي ده"

د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په ورلډ اکنامک اوټ لک د کال 2022م په رپورټ کې ویل شوي سږکال به د ګرانۍ کچه 11.2فیصدي وي چې تیر کال 8.9فیصدي وه.

رپورټ کې مالیاتي خساره د قامي امدنۍ 5.3فیصدي ښودل شوې ده او پرمختیایي کچه 4 فیصدي ته راکمه شوې ده خو مالیاتي ادارې دا هم ویلي چې په راتلونکي کال 2023 کې به اقتصادي پرمختیایي شرحه 4.2فیصدي ته زیاته شي ، ګرانی به 10.5فیصدي او کرنټ اکاونټ خساره به 4.1فیصدي ته راکمه شي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وی او ای ډیوه ته وایي د سیاسي مشکلاتو له امله حکومتي اقتصادي پالیسي مخ په وړاندې نه ځي او بیا د حکومت له لوري چې د توانایۍ په بیعو کوم رعایتونه ورکړی شوي هغې کې هم حکومت ته تاوان کیږي.

نوموړی زیاتوي چې د روس او اوکرین د جګړې له امله دپاکستانی درامداتو بیعې زیاتې شوي او دهغې اثرات په اقتصادي پرمختیا پریوځي.

"د حکومتي مالیې او خرڅونو تر منځه فرق زیات شوی ،حکومت جون پورې په تیلو او بجلۍ رعایتونه یا سبسډي ورکوي او دا حکومت ته نزدې 300 اربه روپو پورې نقصان کیږي او که سیاسي حالات داسې وي نو اثرات به یې نور هم زیات وي "

د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزیب د ټویټر د لاری وایي مرکزي کابینه د تیر حکومت د څلورو کالو د مجرمانه غفلت او اقتصادي بدحالۍ په اړه خبرولی شي چې پکي ګراني، غربت،بې روزګاري،قرضې او خسارې زیاتې دي او اقتصادي پرمختیا راکمه شوې او دا دنوي پاکستان رېښتونې مخ دی.

خو بل اړخ ته د تحریک انصاف په حکومت کې پخوانی د منصوبه بندۍ وزیر اسد د سوشل میډیا د لارې وایي حکومت ته روان اقتصاد ورکړی شوی چې پکې ریکارډ برامدات،ریکارډ فصلونه او صنعتی پیداوار شامل دي خو د خزانې موجوده وزیر مفتاح اسماعیل دا دروغ ګرځولي دي .

مالیاتي اداره وایي په روان او راتلونکی کال کې به نړیواله اقتصادي پرمختیا 3.6او 3.3فیصدي پاتې شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG