واشنګټن - روس د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوکراین په کلابند شوي بندري ښار مېرېپول کې نوي بریدونه پیل کړي که څه هم سیمیزو چارواکو هڅه وکړه د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو د وېستلو لپاره بشری دهلیز جوړ کړي.
روسي ځواکونو د ازوېسټال په نامه د اوسپنې په کارخانې باندې بمونه غورځولي په کومه کې چې وروستي اوکرایني سرتیري پراته وو او د روسانو لخوا د وسلو د اېښودلو او تسلیمېدو غوښتنه یې رد کړې وه.
په دغه ښار کې تر یو لک زیات کسان بند پاتې دي خو د روس د یرغل نه مخکې دغلته نېږدې څلور لکو کسانو ژوند کاوه.
بلخوا د اوکراین مرکچي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي، چې اوکراین تیار دی چې له روس سره په کلابند شوي ښار مېرېپول کې له هر ډول شرط پرته یو ځانګړی دور مذاکرات پیل کړي.
خو ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي ویلي، ده هغه سند نه دی لیدلی او نه یې په اړه اورېدلي چې روس ادعا کوي د خبرو د پلان په توګه یې کیېف ته استولی او اوس یې د ځواب په تمه دي.
اوکراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا هم ویلي، چې له روس سره داسې تړون شوی وه چې د اوکراین د کلابند شوي ښار مېرېپول څخه به د ملکي وکړو وتلو ته اجازه ورکوي خو روسانو یو ځل بیا له اوکرایني سرتېرو څخه د تسلیمېدو غوښتنه کړې.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې اېرېنا وېرېشچوک وویل، د بشري دهلیز تړون به ښځو، ماشومانو او زړو خلکو ته اجازه ورکړي چې له دغه ښار څخه ووځي.
نوموړې په خپلې فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، چې په مېرېپول کې بشري ناورین ته په کتلو سره دا هغه برخه ده چې مونږ ټول باید ورته نن پام واړوو.
هغې وړاندې وویل، دا دریمه پرلپسې ورځ ده چې په دغه هېواد کې هېڅ ډول بشري دهلیز نه جوړېږي.
روس اوکرایني ځواکونو ته د شورو یا چهارشنبې ورځ هم د وروستۍ نېټې په توګه ټاکلې وه چې په مېريپول ښار کې تسلیم شي خو اوکراین دا ډول غوښتنې تل رد کړې دي.
اوکراین تر دې مخکې د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکرایني ځواکونو د تسلیمۍ لپاره د نېټ په توګه ورکړې وه خو هېڅ اوکرایني سرتیري ورسره نه ده منلې.
ملګري ملتونه وايي، په اوکراین د روس د یرغل راهیسې تر اوسه پورې تر پنځو میلیونو زیات اوکراینیان بهر ته ګډوال شوي او ۷.۱ میلیونه په داخل کې بې ځای شوي.
د اوکراین له جګړې سره په نړۍ کې د غنمو د کموالي ستونزه:
تمه ده هند به په نړیوال مارکېټ کې د غنمو د کموالي ستونزه چې د اوکراین له جګړې سره رامنځ ته شوې ده په خپلو صادراتو باندې کمه کړي.
که څه هم هند له چین وروسته په نړۍ کې د غنمو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی خو صادرات یې لږ دي او اکثره په بنګلدیش، سرېلانکا او د منځني ختیځ په ځینو مارکیټونو کې غنم خرڅوي.
خو اوس چې د جګړې له امله له روس او اوکراین څخه د غنمو صادرات کم شوي دي نو هند د افریقا او اسیا مارکیټونو ته مخ اړولې دي.
د تورې بحیرې سیمه په نړۍ کې د غلو دانو د کرلو لپاره یو له مهمو سیمو څخه ده او روس او اوکراین په ګډه د نړۍ ۳۰ فیصده صادرات کوي.