لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بینک وایي د زیاتې ګرانۍ اؤ کم امدن له امله پاکستان کې دخلکو دخریدارۍ توان کم شوی


نړيوال بېنک خپل يو تازه رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د34 فيصدي خلکو روزانه امدن 3.2 ډالر يا نزدې 600 پاکستاني روپۍ دی۔

داقتصادي چارو کار پوهان وايي د زياتې ابادۍ اؤ کم امدن له امله د ملک د پرمختيا عمل ودريږي اود نورې نړۍ سره تجارتي اړيکي هم په کمېدو شي۔

ورلډ بېنک خپل رپورټ کې زياته کړې د خوراکي توکو او توانایۍ دنرخونو زياتيدو له امله د خلکو د څيزونو د اخستو توان کم شوی اؤ دې دهغو غريبو خلکو په ژوند اثر پریباسلې چې د خپل امدن ډيره برخه ددغو شیانو په اخستو مصرفوي۔

يو دوکاندار محمد عمران وايي دوئ په شريکه کورنۍ کې اوسيږي، خپله دوکانداري کوي خو نور درې تعليم يافته ورونه يې بې روزګاره دي، او د دوکان د اتو سوو نه تر زرو روپو د ورځې په امدن کې د دولسو تنانو د کورنۍ پالنه کوي.

"دوکان کې چې کومې پېسې وګټو په هغې د کور د خوراک خرچ په ګرانه پوره شي، بيا د صحت، تعليم، او د ژوند نورو اسانتياو د پاره پېسې نه لرو"

د پاکستان دسرکاري شميرو ترمخه په ملک کې يواځې تېره هفته د يو پنځوس څيزونو په نرخونو کې د اوولسو په بيعه کې اضافه شوې،د لسو شیانو بيعي راکمې شوې دي او د څلیريشتو بيعې په خپل ځائ پاتې شوي دي۔

د شمېرو ترمخه د تېر کال په پرتله د ګرانۍ کچه شپاړس فيصده زياته شوې ده، ټماټر پينځه اتيا فيصده ګران شوي، اېل پي جي، يا مائعه ګېس يو کم اتيا فيصده ګران شوی، دغسې اوګه، پياز،غوړي،پيټرول هم څو چنده ګران شوي دي،

د اقتصادي چارو ماهر پروفيسر منظور خان وايي په پاکستان کې د کم امدن لوي علتونه بې روزګاري او د پېدوار د موقعو نشتوالث دی.

"په يو کور کې لس تنان وي په هغې کې اکثر له يو تن په روزګار وي نو د يو تن په امدن د ټولو خرچ پوره کول ګران شي"

د اقتصادي چارو يو بل ماهر ډاکټر معراج علي ويل چې کله په يو هېواد کې د امدن کچه کمه وي نو د نورو ملکونو سره يي په تجارت هم بد اثرات پريوځي او چي د امدن کچه زيات شي بيا ورسره د ملک دننه هم اقتصاد ښه شي او نور هېوادونه هم ورسره تجارت زيات کړي۔

د ورلډ بېنک په رپورټ کې ويل شوي تير کال د 37 فيصدي خلکو امدن 3.2ډالره ؤ او سږکال دا درې فيصده راکم شوی دی خو اقتصاد پوهان وايي چي دا کمی د نشت برابر دی او د ملک اقتصاد ښه کولو کي کوم لويې رول نه شي لوبولی۔

پاکستان کي په حکومتي کچه احساس راشن، احساس کفالت پروګرام، وړو روزګاريانو ته په بغېر د سوده دقرضو ورکولو پروګرامونه دوامداره دي اؤ او موجوده وخت کې يوټيليټي سټورونو کې په رعايتي نرخونو دخوراکي توکو خرڅ او د روژو د پاره په ارزانو نرخونو دشیانو پلورلو بازارونه پرانستل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG