لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:ښځه اؤ خاوند دغیرت په نوم وژل شوي دي


ځایي چارواکي وایي دغه پېښه د ایران سرحدي پولې سره نزدې په پنجګور کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شوي کسان دبلوچستان دډيره مراد جمالي د سيمې اوسيدونکي دي او ویل کیږي دوئ پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې په پنجګور سیمه د کر کروندې دلارې خپل ژوند کولو.

دسیمې مرستیال کمشنر عبدالرزاق ساسولي وي او ای ډيوه ته وویل چې د پنجګور د دشت شهباز تحصيل ګورګوري سيمه کې دغیرت په نوم دغه وژنې شوې دي۔

مرستیال کمشنر وویل چې غلام رسول نومې تن خپله خور او ځوان اوښی یاسین د غیرت په نوم وژلي دي چې ليويزو د دوئ مړي د پنجګور ډي ايچ کيو هسپتال ته یوړل او دپېښې پلټني روانې دي۔

مرستیال کمشنر زیاته کړه چې وژل شوي ځوان ياسين او دهغه ښځه په تبر او په خنجر وژل شوى،

هغه وایي ليويز ځواک پېښه کې دککړ تن لټون پیل کړی دی اؤ ډير زر به دقانون منګولو ته راوستل شي.

په دې وروستیو کې بلوچستان کې د نګ او ناموس په تور وژنې زیاتې شوي اؤ دروانې میاشتې په اوومه نیټه 7 هم دکلات دغوث اباد په سیمه کې یو تن علی ګل خپله ښځه د غیرت په نوم وژلې وه چې دهغې مړی یې د قامي لوېې لارې د پله لاندي غورځولی ؤ.

بلوچستان کې دښځو د حقو له پاره دمبارزه کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې په ټول بلوچستان کې هره ورځ یوه ښځه وژل کېږي یا تشدد ورباندې کېږي.

تېر کال بلوچستان ایالت کې په ښځو د تشدد ۱۲۹ پېښې ثبت شوې وې.

په دغو پېښو کې ۵۷ ښځې او ۲۱ نارینه وژل شوي چې له دې څخه یې ۲۸ ښځې او ۲۱ نارینه د ناموس په نوم وژل شوي دي.

د راپور له مخې دښځو پرضد د تاؤ تریخوالي زیات شمېر پېښې ۳۳ په کوټه کې او ۳۰ په نصیراباد کې رامنځته شوې وي.

دپاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي.

دمدنی ټولنی فعالین بیا وايي چې دا یوازې هغه پېښې دي چې دخبري رسنیو دلارې مخې ته راځي اؤ د دوئ په خبره ددغه ډول پېښو اصل شمېره تر دې ډیره ډیره لوړه ده

صوبایي حکومت وايي صوبه کې دغیرت په نامه دوژنو مخنیوي له پاره قانون شته او دښځو د وژنو پېښې ثبت کېږي او په عدالت کې قضیې ورباندې چلېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG